شنبه, اپریل 26, 2025
Homeادبد مرګونو کاروبار / لنډه کیسه/ ناصر عباس نیر

د مرګونو کاروبار / لنډه کیسه/ ناصر عباس نیر

ژباړه: بارکوال میاخېل

ــــــــــــ

ډاکټر احمد خپل همکار ډاکټر علي‌ ته وویل:

ـ- یوه اوونۍ یـې وشوه. اورېدلي مې دي تر اوسه د دې درېواړو کوم وارث نه دی راغلی، څه به کوو؟ کوم د زدکړې روغتون ته یـې هم نه شو ورکولای، ځکه چې د دې وړ هم نه دي.

ډاکټر علي د زړه له درده وویل:

-ـ موږ سردخانې، مرده خانې او هدیرې جوړې کړې دي، عبرتکده به
مو جوړولای.

-ـ ښه خیال دی، عبرتکده نو باید پر هغه ځای جوړه شي چې بم چاودنه ورباندې کیږي.

-ـ بیا خو به د دې ملک په هر کونج کې عبرتکدې وي.

-ـ که دا حالات وو ټول ملک به په عبرتکده بدل شي.

-ـ هغه ورځ لرې نه ده چې مړي به زیات او ښخوونکي به یـې لږ وي.

-ـ که داسې وخت راغی خلک به مړي ټپوسانو ته اچوي او خپله به د خوب ګولۍ خوري.

-ـ خو وایـي چې ټپوسان هم په ختمېدو دي.

ـ- ټپوسان کله هم نه شي ختمېدای، ټول ټپوسان خو هغه نه دي چې الوزي (دواړو په کټ کټ وخندل).

-ـ د دواوو د کمپنیو خو په هر حال کې مزې دي.

-ـ او د ډاکټرانو هم (بیا دواړو په زوره وخندل)

-ـ ما خو دا ځل ورته ویل چې له کورنۍ سره د سویټزرلېنډ د چکر بندوبست راته وکړئ.

ـ- هغوی له ما شکایت کاوه چې ستا د کلینک له درملتونه زموږ د شربت یواځې پینځه سوه بوتله خرڅ شوي دي، حالانکې زه یـې د هر درېیم ناروغ پر نسخه لیکم. د دوی خېټه هم نه ډکېږي.

-ـ ما ورته وویل څه داسې ګولۍ هم جوړې کړئ چې نیوټرل ایفیکټ ولري بـې اثره وي چې د دواړو پکې خیر وي.

ـ- دا عکسونه دې لیدلي دي. د کروشیا صدره ده، الله..څومره غوړه ده.

ـ- تر فریدې زیاته؟

-ـ په سپین یونیفارم کې څوک غوړه ښکارېدای شي؟

-ـ  چې یو عکس مو یـې اخیستی وای. (دا ځل دواړو په خېټه کې وخندل)

ـ- ښه خیال دی، خو هغه تر موږ ډېره هوښیاره ده، لومړی شرط یـې دا وي چې موبایل به بند وي.

-ـ تر موبایله را یاده شوه، د مشهور خبریال آډیو دې اورېدلې ده، نن سبا ډېره مشهوره شوې ده.

-ـ د هغه اورېدل هم خوند کوي، د آډیو سیکس خپل جادو دی.

-ـ که دا نه وي نو مړیو ته په کتلو کتلو خو به موږ خپله هم په مړو بدل شو او څوک به له مرګه ونه ژغورو.

دواړو ډاکټرانو د ناروغانو څانګې ته په څېرمه کوټه کې هم دا خبرې کولې او هم یـې له چای سره څه خوړل او دواړه پر خپلو سمارټ موبایلونو بوخت وو.

O

د روغتون مشر د سیمې له چارواکو سره تر مشورې وروسته یوه پرېکړه وکړه او د روغتون کارکوونکو ته یـې امر وکړ:

ـ- درېواړه لاوارثه مړي دې امانتاً ښخ کړل شي.

د روغتون مشر د غونډې تر ختمېدو وروسته له خپل دفتره د وتلو په حال کې وو، چې خبریاله دروازې ته ورته را ورسېده، خپل کارډ یـې ور ښکاره کړ. د روغتون مشر په ژور نظر لاندې باندې ورته وکتل او ویـې ویل:

-ـ څه خدمت کولای شم؟

هغې بې له ځنډه ورته وویل:

-ـ زه هغه درې لاوارثه مړي لیدل غواړم او که اجازه وي عکسونه یـې هم اخلم.

ـ- تاسې خبریالان هم….نو عکسونه به یـې خپروې که څه؟ دومره ډاروونکي!!

خبریالې د روغتون د مشر اندېښنه ختمه کړه:

ـ- دا پرېکړه خو به وروسته کیږي، مګر ډاډه اوسه دا فیصله به له ډېر غور و فکر وروسته کېږي.

-ـ سمه ده، یواځې نیمه ګنټه وخت لرو، له موږ سره وخت او کسان دواړه کم دي.

د روغتون مشر له دې خبرې سره مخته لاړ او دستي بیرته را وګرزېد، له خبریالې یـې وپوښتل:

-ـ له بـې وارثه مړیو سره ستا دلچسپي ولې ده؟

خبریالې ډاډمن ورته وویل:

-ـ دا جواب خو به زه په خپل رپوټ کې وایم.

-ـ هممم…سمه ده، خو پام کوه، دا ځای ډېر خوندي نه دی ته به هم پوهېدلې یـې.

د روغتون مشر له دې خبرې سره سم له دفتره و ووت او لاړ.

O

یوه اوږده سړه خونه، رڼا پکې لږ او د مرګ چوپتیا پکې ښه ډېره، د اعصابو په قابو کولو کې که څه شي مرسته کوله نو هغه د کوم نوي لټون لېونتوب وو. د روغتون دواړو کارکوونکو هغه منع کړه خو هغه پر خپله خبره ولاړه وه چې له مړیو به د اېدهي د ادارې کفن پورته کوي. مجبوره وه بیا بیا هغوی ته ووایي چې خبریاله ده او د روغتون مشر اجازه ورکړې ده.

خبریاله درېواړو مړیو ته په کتلو وبوږنېده، چورتونو یووړه “څوک وایي دا مړي دي؟ ما د خپل نیکه مړی لیدلی، د یو مشر همکار او د خپل څنګلوري مړي مې لیدلي دي. د مړي کتل اسان کار نه دی، لکه په خلاسه خوله چې تر ژورې تورې کندې په بیړه په ټوپ واوړې، هغه کنده چې دغه او هغه نړۍ سره جلا کوي. د هغوی ټولو څېرې وې، غلي وو، ساړه وو. هغه بېلتانه ته رسېدلي وو چې زغمل کېدای نه شي، د همېشه لپاره بېګانه شوي وو، خو د پېژندنې زړه بوږنوونکی سیوری لا پر غوړېدلی وو او همدا خبره روح لړزوونکې وه او د دغو درېواړو څېرې؟ دومره ګډوډ خو د سوریالیسټ هنر انځور هم نه وي. ډېر لوی تخلیقکار به هم بې وسه شي چې دومره پېچلتیا او بې رحمۍ ته په خپل تخیل کې ځای ورکړي. کومه دونیا ده چې تر اخري حده پکې د وراني او ګډوډۍ تصور کېدای شي؟” خبریالې ګومان کاوه چې پر یوه وخت له دې درېواړو مړیو دا پوښتنه کوي. سر یـې زښته ډېر درد او څړیکې وکړې، زړه یـې وو له دې ځایه وتښتي خو د فرض احساس یـې ګامونه را تم کړل.

د موبایل کېمره یـې چالو کړه، فیلټر یـې ولګاوه، کلیک کلیک، لومړی یو ځوانکی هلک وو چې تازه یـې پر سینه وېښتان را شنه شوي وو. دویمه یوه نجلۍ وه، د یوې سینې څلورمه برخه یـې داسې غوڅه وه لکه چا چې په پټو سترګو په تېره چاقو ترې بېله کړې وي. درېیم یو ځوان ښکارېده، تورې ګڼې وروځې یـې خوندي پاته شوې وې.

د سردخانې یوه کارکوونکي ږغ پرې وکړ:

ـ- بـي بـي زر کوه، دباندې موټر زیاتي را رسېږي وړي به یـې.

-ـ سمه ده.

خبریاله چې څنګه دباندې را ووته، د چا خبرې یـې تر غوږ شوې: تا خو دوی ولیدل، مګر اوس نو په دغه روغتون کې خپل علاج هم کوه، دا مړي به دې خوبونه هم ناارامه کړي.

د سردخانې له دروازې پر لږ فاصله یوه زړه ښځه ولاړه وه، خبریالې ته یـې ځان ور وپېژانده او ورته ویـې ویل، دلته تل په دې تمه راځي چې ګوندې له دوو کلونو د ورک زوی مړی یـې دلته راشي، په لاس کې یـې د زوی عکس وو.

ایله شپږ میاشتې شوې وې چې هغې ازاده [فریلانس] خبریالي پیل کړې وه، کله چې هغې ته د خپل اولني رپوټ په اړه د ایډیټر جوابي ایمېل راغی، هماغه شېبه د «الف لیله و لیله» شهریار ور یاد شوی وو او هغه وخت یـې تر زړه تېره کړې وه چې دا به د شهرزاد پر لاره ځي. دا پوهېده چې د خبریالۍ په کیسه او د شهزاد په داستان کې لوی توپیر دی، د همدې توپیر احساس هغه د ازادې خبریالۍ پر خوندي لاره روانه کړې وه.

کله چې به کومې ورځپاڼې د هغې کوم رپوټ چاپ نه کړ او بیرته به یـې ور واستاوه نو هغې به افسوس ضرور کاوه خو زړه ماتې کېده نه، هغې به خپل دغه رپوټونه د کمپیوټر په یوه جلا فولډر کې خوندي کول. د هغې په ذهن کې دا خبره هم وه چې خپله یوه ویبپاڼه به جوړوي او هلته به په ازادۍ ټول خپرولای شي، خو دا وخت هغې غوښتل د هېواد په مهمو مرکزي [مېن سټریم] ورځپاڼو کې کار وکړي. د هغې دا ارمان هم د شهرزاد له کردار سره تړلی وو چې له شهریار پرته نیمګړی دی. د دې رپوټ په جوړولو هم ډاډه نه وه چې په کومه ورځپاڼه کې به چاپ شي که نه، خو ځان ته یـې تسلي ورکړه، خیر هیڅ خبره نه ده، که چاپ نه شي دا به هم هغه فولډر ته لاړه شي.

هغه زړه ښځه یـې د روغتون کېنټین ته راوستې وه، د چای پیاله یـې په لاس کې ورته نیولې وه:

-ـ ته څنګه دومره باور لرې چې ستا د زوی مړی به هم دلته راځي؟

د زړې ښځې په سترګو کې اوښکې وچې وې، ویـې ویل:

-ـ هغوی هیڅوک هم ژوندی نه پرېږدي، د ټولو مړي موندل شوي دي.

-ـ په همدې روغتون کې؟

ـ- نه، روغتون ته خو زه کله کله راځم، شاوخوا سیمو ته هم ځم، زموږ د کلي په تالاب کې هم د ځینو مړي موندل شوي او ځینې مړي په غرو کې غورزول شوي خو هلته زه ډېر په ګرانه ورځم.

-ـ زوی دې څوکلن وو؟

-ـ دوه ویشت کلن.

-ـ توپک یـې زده وو؟

-ـ هو زده یـې وو، ما به منع کاوه چې له چا سره نه ویني، خو ځوان وو کله په کور کې تم کېده.

ـ- ته ډاډه یـې چې دی هغو وړی دی؟

-ـ نور یـې څوک وړلای شي؟ زه یـې صرف یو تصویر لرم، هغه تصویران بېخي نه اخیستل.

خبریالې د خپل موبایل په ګېلرۍ کې عکسونه کتل او ورته ویـې ویل:

-ـ که د هغه مړی هم داسې وي نو څنګه به یـې پېژنې؟

-ـ زه یـې پر لاس، پښه او سینه هر ځای باندې پېژنم. د کیڼ لاس د شهادت پر ګوته یـې یوه نخښه ده چې لرګي یـې پرې کول زخمي شوې وه. پر سینه یـې لوی تور داغ دی، دغسې داغ یـې د پلار پر ملا هم وو. د ښۍ پښې پر ګونډه یـې هم د زخم نخښه ده، دا په کوچنیوالي سپي داړلی وو.

په همدې وخت کې خبریالې ته د خپل رپوټ پیلامه په ذهن کې ورغله. په موبایل یـې ریکارډنګ پیل کړ، په دې وخت یـې پام شو مخامخ پر څوکۍ ناست یو سړی په ماناداره نظرونو دې ته ګوري، هغې محسوسه کړه چې د هغه نظر د یو نارینه تږی نظر نه وو.

خبریالې زړې ښځې ته وویل:

-ـ مورې یوه پوښتنه وکړم، خفه کېږې خو به نه یو څه بل رنګه پوښتنه ده؟

زړې ښځې د چای وروسته غوړپ تر ستوني تېر کړ:

ـ- ویـې که.

خبریاله نه پوهېده پوښتنه څنګه وکړي، پکې ګډه وډه شوه، د زړه په زور یـې وپوښتل:

-ـ تا چې دا مړي ولیدل څه دې محسوس کړل. زما مطلب دا دی خوشالي.. نه نه… اطمینان…مطلب چې دا ستا د زوی مړی نه دی… پر دې خبره خو به زړه ډاډه شوی وي؟

زړې ښځې وویل:

-ـ چې مړی ووینم زړه مې په غم اخته شي، د هر چا مړی چې وي. اطمینان زما په ژوند کې له کومه شي؟

د کومو مړیو چې وارث نه وي هغه کتل او د چا چې زامن ورک وي د هغوی د مړیو د لیدو هیله دا هر څه بوږنوونکي دي، تر حد زیات بوږنوونکي. هغه نه پوهېده څنګه زړه ښځه په خپله خبره پوه کړي، بیا یـې وپوښتل:

-ـ مورې! تر اوسه دې څو مړي لیدلي دي؟

-ـ له ما خو شمېر هم هېر شوی دی. دومره مړي مې لیدلي دي چې…خپله هم رانه مړی جوړ شوی. ته وا زه نو ژوندۍ یم…

یوه زړه مور ده چې له یادداشته یـې هر څه ړنګ شوي دي خو یواځې د خپل ځوان زوی مړی یـې هېر نه دی. موږ ته چې له یوه تر بل سهاره د کومې نړۍ خبرونه راکول کیږي، په هغوی کې ځینې په ظاهر بې ارزښته خو په حقیقت کې ډېر غټ خبرونه په دغو خبرونو کې ځای هم نه شي موندلای. د همدې وطن په یوه برخه کې د یوه کوچني کلي په یوه خام خټین کور کې د اوسېدونکې مور یواځینی ارمان دا دی چې یوه ورځ به د خپل زوی مړی وویني. دا حقیقت کله هم خبر نه شي جوړېدای چې د همدې نړۍ یوه ژوندۍ ګړندۍ ښځه د یو مړي په هیله زندګي تېروي. په کومه دونیا کې چې د ژوند هیله یو مړی وو، هغه دا حق لري چې د ژوند تېرولو وړ وګڼل شي؟ دا ځل چې یوه چاودنه وشوه یونیم سل کسان پکې و وژل شول، خو یواځې د دوو کسانو نومونه په ټیلویژنونو او ورځپاڼو کې راغلو. بیا بیا پکې راغلو، نور یواځې وشمېرل شول، تش پر دوو لویو سړیو باندې ماتم وشو، فاتحه یـې وشوه، د شمېرل شویو کسانو….

خبریالې له ډېره وخته د خپل رپوټ پر جوړولو فکر کاوه، زړې ښځې چې هغه غلې ولیده، ناببره یـې وپوښتله:

-ـ لورې څه پرېشاني ده که څنګه؟

-ـ نه مورې…هسې په سوچ کې وم…سوچ مې کاوه چې ته ډېره زړوره یـې.

زړې ښځې هم زړور جواب ورکړ:

-ـ چې زړوره نه شې خو نه کېږي. خاوند مې هغه وخت مړ شو چې زوی مې لس کلن وو، یو څه د هغه پینشن راځي، نور مې څو مېږې وزې ساتلې دي. لور مې پخپله واده کړې وه، شکر دی هغه په ښار کې ده، خاوند یـې په فوج دی.

د زړې ښځې خبرې یـې واورېدې خو لا هغسې په سوچونو کې ډوبه وه او پر خپل رپوټ یـې فکر کاوه. په کومه چاودنه کې چې یو لوی سړی ووژل شي، په هغه کې تر دې نورو وژل شویو خلکو زیات بدمرغه څوک نه وي. ناببره د خپلې ناپوهۍ احساس ورته وشو، په ما او د الف لیله په شهرزاد کې څه فرق دی؟ زما مخته یوه بوډۍ مور ناسته ده او زه په دې فکر کې یم چې څنګه یوه داسې کیسه ولیکم چې هره ورځپاڼه یـې په ویاړ چاپول وغواړي.

خبریالې بیا زړې ښځې ته مخ ور واړاوه:

-ـ مورې یو څه راته د ځان په باره کې نور ووایه.

-ـ زما یوه خور وه، ما غوښتل د هغې لور زوی ته وکړم، خو غیاث (هغې اول وار د زوی نوم واخیست) ویل د ماما له لور سره به واده کوي، هسې ټوکې یـې کولې، واده به یـې هملته کاوه چې ما ورته ویل. ورور مې ډارن دی، له ما سره هیچېرې نه ځي، وېرېږي چې هسې نه دی هم ونیسي او یو یـې سي. هغه تر ما پینځه کاله کشر دی. زه ورته وایم هغوی صرف ځوانان وړي خو بیا هم وېرېږي. هغه اخبار ډېر لولي، دلته ځي راځي هم. لور ته چې یـې ګورم وایم غیاث ښه ویل، هغه مې تر خورځې ډېره په ښه رنګ ده، لږ لږ تاته شوې ده، ستا وېښتان طلایي ده خو د هغې تور دي.

زړې ښځې به چې د خپلې کورنۍ په اړه خبرې کولې عجیبه خوشالي یـې محسوسوله، د خبریالې په ذهن کې بې له دې بله پوښتنه نه وه:

ـ- هممم… مورې ته به تر څه وخته د خپل زوی…زما مطلب د زوی انتظار به کوې؟

د الف لیله شهریار به هره شپه یوه نجلۍ غوښته، خو زموږ د زمانې شهریار هره شېبه داسې خبر غواړي چې نوی، لړزوونکی او پر نورو برتري ترې ښکاره وي. نتیجه؟ مسلسل هېرول. هغې دا کرښه په ډېر زیار د خپل رپوټ په پیل کې ولیکله، بیا یـې په دې خاطر ړنګه کړه چې دا خو باید په پس منظر کې وي، بیا یـې په دې فکر وخندل چې کېدای شي هغې ځان ته ور یادول غوښتل، دا د خپلې هېرې خلاف یوه لاشعوري هڅه وه!

دا درې مړي….دومره خراب او مسخ شوي دي چې د مړي په توګه یـې هم خپل شناخت بایللی دی، هغه مړي به اوس تر خاورو لاندې وي او د روغتون خلکو به هم هېر کړي وي…زموږ د مسلسل هېرې یوه ناوړه نخښه ده. (تم شوه فکر وکړ، ناوړه سم نه دی، کوم بل مناسب توری پکار دی). زموږ د مسلسل هېرې نه هېرېدونکې نخښه ده. ما هغوی دومره له نیژدې ولیدل، دومره له نیژدې…او په غور سره چې زما د حافظې همېشنۍ برخه شي. زه اعتراف کوم چې د دې لپاره مې د مرګ تر ډار زیات له دغو مړیو پیدا شوی هیبت قابو کړ، دا اسانه نه وه. په اول وار په دې پوه شوم چې د یو ژوندي سړي ډار قابو کول اسان دي، حالانکې هغه موږ وژلای هم شي، خو یو مسخ شوی مړی چې په حقیقت کې موږ ته هیڅ زیان هم نه شي اړولای، د هغه ډار او ترهه قابو کول اسان کار نه دی.

لومړی دغه درې مړي په هغه شمېر کې شامل وو چې هره ورځ به په اخبارونو کې خپرېده، چاودنه چې وشوه هغه وخت شمېر اویا وو خو نیمه ګنټه وروسته اتیا شو، بیا زیاتېده زیاتېده یونیم سل ته ورسېد. دا شمېر تش د زیاتېدو له کبله د اورېدونکو او لوستونکو لپاره د لږ افسوس وړ وو. کېدای شي داسې څوک وي چې اورېدلي یا لوستلي یـې وي چې د مړیو شمېر یونیم سل دی او په سینه کې یـې څه درد محسوس کړی وي یا یـې سړه ساه کښلې وي، ټي وي ته په کتلو یـې له ډوډۍ خوړلو لاس نیولي وي یا یـې څو شېبې خپل موبایل فون بند کړی او یوې خواته ایښی وي. آیا زړونه مو د ډبرې شول؟…‌خبریالې له ځانه وپوښتل او بیا یـې خپله جواب ووایه: سړي خو کلک زړي دي، لېکن لویه مسئله دا شمېر دی. سړی وي او که د سړي مړی، چې په شمېر کې راشي نو پاته نه شي. شمېر وجود تحلیل کړي او ځای یـې یوې نه محسوسېدونکې اشارې ته ورکړي. پر شمېر باندې افسوس کول د هغه غم په وړاندې څه حیثیت لري چې کېدای شي موږ یـې د دغو خبرو په اورېدو کوو چې شل کلن وو، د مور پلار یواځینی زوی وو، ښایسته ځوان وو او یوه اوونۍ وروسته یـې واده وو. بیا دغه مړي…زه افسوس کوم چې بې له دې بل نوم ورته نه لرم…مسخ شوی مړ سړی له عادي مړي هم جلا وي…دا ما په خپلو سترګو ولیدل…له هغه لوی شمېره هم و وتل، د یوې شېبې یوه کرښه خبر پاته شول، د هېرې ژور غار وخوړل، چاته یـې نوم هم نه دی معلوم، څوک او د کوم ځای وو دا خلک، هیڅوک نه پوهېږي، هیڅوک یـې هم په موندلو پسې رانغلو او نه یـې چا د ماضي پوښتنه وکړه. څوک دومره فرصت لري، څوک ورسره دلچسپي لري، خو که موږ د دوی په اړه هیڅ نه پوهېږو هم دوی خپله موږ ته یو څه وایي. هو بالکل، مړي خپل حال راته وایي، مړي کیسې هم را اوروي، د ژوند تر ټولو ریښتینې کیسې. (د سنسکرت بیتال پچیسي «پینځویشت بلا» کیسې ور یادې شوې). دا درې مړي راته وایي چې موږ د مرګ له ډاروونکي یاده د خلاسون همېشنی عادت لرو او له همدې کبله هره ورځ مجبوره یو چې د مرګ ډار ته مخامخ شو. یو ژوندی سړی د بل سړي په ذمه کېدای شي، خو مړی د هغو ټولو خلکو پر اوږو د ذمه وارۍ بار اچوي چې ژوندي دي او کوم چې ژوندي دي هغوی غواړي ژر دغه بار له خپلو اوږو، له زړه او ذهنه وغورزوي. دا خبره ډېره بوږنوونکې ده. ټول غواړي پر مخ لاړ شي او همدا خبره د مخکې تلو په لاره کې خنډ شي. د دغو مړیو هېروونکي، بله ورځ بیا نور مړي ګوري، بیا هغه هم هېر کړي او بیا نور ګوري، خو د هېرولو عادت داسې دی چې دوی یـې کله هم نه هېروي. که موږ واقعي هڅه وکړو چې یو مړی په سمه توګه ښخ کړو نو ټول خلک به په طبعي مرګ مري. (خبریالې مخکې ولیکل چې په سمه توګه د ښخولو مطلب، د یو مړي درناوی دی او دا هله کېدای شي چې د هغه د ژوند له حق اخیستونکو سره کلک حساب کېږي، خو وروسته یـې دا جمله بیرته ړنګه کړه) په موږ کې یو څوک خو شته چې نه غواړي خلک په طبعي مرګ مړه شي. مرګ یو کاروبار دی، مړي د دې کاروبار سیکې دي. په کومه چاودنه کې چې دغه درې
بـې نومه کسان مړه شول، څو تنو ته یـې ګټه ورسېده، په دې د پوهېدو لپاره بس تش دا وګورئ چې چاته په کومه برخه کې څومره بودیجه ورکړل شوه، له چا سره له کومه ځایه مرسته وشوه، د چا پر دوکان ګڼه ګوڼه زیاته شوه. کومو خلکو د افسوس پر وخت عکسونه واخیستل او پر ټیلیویژنونو یـې د خبرونو ټیکر (پټۍ) وچلول. چې دا کاروبار وشو نو دغه درې مړي…درې بې نومه، بې څېرې خلک…کوټه سیکې شوې. بې کاره، پر خلکو بار، نه به یـې پر قبرونو کتبه وي او نه فاتحه.

په همدې وخت کې یـې د موبایل کړنګ شو. د شپې یوه بجه د چا پیغام دی، اعلان به وي، خو بیا یـې هم تلوسه شوه، چې خلاس یـې کړ نمبر نابلده وو، په رومن حروفو یـې لیکلی وو. “د بې وارثه مړیو په پلټنه کې ډېر جرائت مه ښکاره کوه، ګنې خپله به هم ژر….لږ به زما په مطلب پوه شوې یـې”. دا څوک دی او څنګه خبر شو؟ پر حافظه یـې زور راوست چې له مور پرته خو یـې هیچاته هم نه وو ویلي چې دا چېرې او د څه لپاره ځي. پر ذهن یـې زور راوست ور یاد شول چې د روغتون مشر ته یـې خپل کارډ ورکړی وو. سمدستي یـې د خبریالۍ حس د هغه خبرې ته اوس ورسېد او د هغه ځوان په تېره نظر هم پوه شوه چې د روغتون په کېنټین کې یـې په خیر ور کتل. لومړی یـې فکر وکړ چې غلې پاته شي خو تلوسه یـې وه او جواب یـې ورکړ:

ـ- خپل ځان خو دې هسې هم را وپېژانده، لږ د دې خبرې زحمت هم وکه چې هغوی له پولې پورې غاړې راغلي وو او که…؟

-ـ ښکاري چې د لاوارثه کېدو پخه اراده دې کړې ده.

-ـ سمه ده، بخښنه غواړم. مطمئن اوسئ. د احتیاط پوره کوشش به کوم. خدای دې خوشاله لره.

خبریالې چې دا خبرې ورته ولیکلې لکه د ځان ساتنې جېکټ یـې چې اغوستی وي، په سبا یـې رپوټ بشپړ کړې او د ورځپاڼې د ایډیټر مخ ته یـې کښېښوو، خو هغه داسې جواب ورکړ چې ډېر د توقع خلاف نه وو:

ـ- بـي بـي! لومړۍ خبره: څېړنیز رپوټ جوړول ستا د وس کار نه دی، ښه به دا وي چې مجلو ته کیسې لیکه. دویمه خبره: که څه هم ستا د رپوټ وروستۍ برخه د سبا ورځې د سر خبر کېدای شي، خو پر موږ خپل اخبار او ځان دواړه ګران دي.

خبریالې هم په پټه خوله خپل رپوټ هماغه فولډر ته واچاوه چې د داسې داستانونو لپاره یـې جوړ کړی وو. د لیپټاپ له بندولو سره یـې پام شو چې هسې نه دا فولډر هم د هېرې او فراموشۍ غار ثابت شي.

 

ژباړه:

18 ستمبر 2024م کال

ویرجینیا، امریکه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...