Homeخبرونهافغان کډوالو شهبازشریف ته پرانیستی لیک استولی

افغان کډوالو شهبازشریف ته پرانیستی لیک استولی

تاند【دوشنبه د حمل ـ وري ۴مه】پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې دېره هغو افغان کډوالو چې امریکا کې د بیا میشتېدو په تمه پاکستان کې انتظار دي، د دغه هېواد لومړي وزیر ته لیک استولی.

د راپورونو پر بنسټ په دغه لیک کې له شهباز شریف غوښتل شوي،چې د افغانانو جبري ایستل دې ودرول شي او د ویزې غځولو بهیر دې اسانه کړي.

په دغه دوه مخیز پرانیستي لیک کې هغه افغانان چې امریکا ته د ورتګ لپاره یې ویزې وروستۍ شوي یا یې غوښتنلیکونه تر ارزونې لاندې دي، له پاکستان حکومت غواړي چې د ایستلو بهیر ژر ودروي.

تر اوسه د پاکستان لومړي وزیر په دې تړاو څه نه دي ویلي، او نوموړی لاهم پخپله هغه پرېکړه ولاړ دی چې له مخې دې افغان کډوال د مارچ له ۳۱مې وړاندې ووځي.

بل لورته پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د علي امین ګنډاپور په مشرۍ، د خېبرپښتونخوا حکومت هم د مرکزي حکومت هغې پرېکړې ته غاړه ایښې چې افغان کډوال باید د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې مخکې هېواد ته ستانه شي.

تر دې مخکې علي امین ګنډاپور د مرکزي حکومت د دغې پرېکړې مخالفت کړی و او زیاته کړې یې وه چې د قانوني اسنادو درلودونکو افغان کډوالو ته دې پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...