تاند【دوشنبه د حمل ـ وري ۴مه】د بښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې له پاکستاني حکومته غوښتي چې د بلوڅ لاریون کوونکو د مشرې، مهرنګ بلوڅ په ګډون ټول هغه کسان خوشې کړي چې په دغه لړ کې نیول شوي دي.
دغه سازمان لیکلي چې مهرنګ بلوڅ له تېرو دوو ورځو راهیسې له خپل وکیل یا کورنۍ غړو سره لیدو ته نه پرېښودل کېږي.
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې هلته د خپل سرو نیونو بهیر زور اخیستی چې اندېښنې یې را پورته کړي دي.
د بشري حقونو فعاله ډاکتر مهرنګ بلوڅ او د بلوڅو د یووالي غورځنګ ګڼ شمېر نور فعالان په کویټه کې د یوه سوله ییز لاریون تنظیمولو وروسته د پاکستان پولیسو ونیول.
د بلوڅو د یووالي غورځنګ داسې مهال په بلوچستان کې سوله ییز لاریونونه تنظیم کړل، چې بلوڅ آزادي غوښتونکو د پاکستان پوځ پر وړاندې جګړه او بریدونه زیات کړي دي.