جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبطنزونهانسان په يو حال نه دی!/ طنز: سردار ولي بې‌کور

انسان په يو حال نه دی!/ طنز: سردار ولي بې‌کور

د سهار په شنه خړه زموږ کوڅه کې د حاجي صاحب ختم قران ته لاړم له ختم وروسته د ډوډۍ پر مهال، ملاصاحبانو او قاري صاحبانو مذهبي بحث شروع کړ، ویل زمانه خرابه شوې ده، د خلکو عقیده خرابه شوې ده، خلکو دین ته شا اړولي ده ټوله ورځ په حرامو پسې لګیدلي دي. یو کس خو زموږ د کوڅې مامور اسحاق سخت وغانده، ویل لورګانې يې داسې کاوبای پتلونونه اغوندي او بیا پوهنتون ته ځي چې سړی ورته کتلی نشي، مطلب ډېرې بې حیا روانې وي.

له دې سره يوه يې ديموکراسۍ ته بد رد شروع کړل، ټولو یې په تاييد سرونه وځنځول او ټولو په ګډه ډیموکراسي ملامته کړه، د افغانستان حالات یې په دیني غلبیل وشنل، په امریکې یې لانتونه وويل، زه یې هم د خبرو تر اغیز لاندې راغلم او سر مې ورسره ښورولو. بیا یې د جمعیت اصلاح د ثوابي او خیریه کارونو صفتونه شروع کړل، چې څنګه د قران کریم دورې جوړوي، خلک له بدو لارو راګرځوي او … چې له ختم القرانه راوتم سم دم ایخوانی وم.

په همدې اخواني او اصلاحي سوچونو کې مې ملایانو او کوربه سره خدای په اماني وکړه، اوس نو د سهار نهه بجې وې او باید د یو ملګري دفتر ته تللی وای، هغه له ډېر وخته هیله درلوده چې باید ورسره وګورم، ټونس موټر ته وختم، ډريور په لوړ غږ سندره چالان کړې وه، په ډېر \حق په جانب\ انداز مې ورته وویل لږ له خدایه حیا وکړه وشرمیږه، خلک په څه حال کې دي او تا سندره لګولې ده، اول خو سندرې اوریدل ګناه لري او بیا یې په نورو هم په زوره اورې دا دې نور هم ګناهګاروي، موټروان چې زما غوصه ناکې څيرې ته وکتل کور یې ودان ژر یې ټيپ مړ کړ، تسپې مې را وویستې ځان سره مې اړولې. کله چې د ملګري دفتر ته ورسیدم، ګوټه یې ښه توده کړې وه او یو پنځه کسه نور هم ناست ول، ښه ګرم بحث یې روان کړی و. بس زه هم په کې ور ګډ شوم، ټولو په دې بحث کاوه چې پښتانه تباه شول، برباد شول، نور قومونه آسمان ته وختل او زموږ لا هم خر خټه کې نښتی دی. په دې بحث روان و، چې موږ څنګه له هزاره ګانو، تاجکانو او نورو قومونو سره سیالي وکړو، زموږ د ژبې، زموږ د ملي مشرانو او نورو خلکو سپکاوی کېږي او زموږ پښتانه سیاستوال بق بق ورته ګوري، تر څو به داسې خاموشه ناست یوو، ما ورسره د سر خوځولو علاوه یوه دوه درې جذباتې خبرې هم وکړې، هیڅ نه پوهیدم دا خبرې څنګه خولې ته راتلې، خو بس زړونه مو ښه سره تش کړل، بیا مو په یوې ګډې کاري طرحې سلا وکړه چې یو بل سره به یې د ایملونو له لارې شریکوو، یو غټ بدلون به راولو او په خلکو کې به ملي جذبه پيدا کوو، چې لږ وښوریږي.

زه لا همدلته ناست وم چې دوه ملګرو راته زنګ وواهه ویل چیرته یې!؟ موږ درته چوک کې منتظر یو، بس د دفتر والا ملګرو نه مې خدای پاماني واخیسته او په یو بل موټر کې کیناستم او مخ په چوک روان شوم. د کلینډر پاړسي خبرې چې «شارو شارو» غږونه یې کول هم راباندې بدې لګيدې، د پښتنو ستر ستر باباګان مې سترګو ته دریدل او پښتون قام راته په نړۍ د پاچاهۍ لایق ښکاریده، خو زړه کې مې ټوله پړه په بې اتفاقۍ او دې نورو قومونو وراچوله او کاملا په نشنلیستي او فاشیستي فيلينګ کې تر چوکه ورسیدم.

هلته مې له ملګرو سره غاړه غړۍ ستړې مشې وکړه، يو په کې د چه ګوارا په سټایل خولۍ په سر کړې وه او په جاکت یې هم د چه ګوارا عکس لګیدلی و. دوی دواړو هم کومې امریکايي کمپنۍ سره کار کاوه چې اوس بیکاره شوي و، لاړو یو سماوات کې مو چای راوغوښت او کیسې مو شروع کړې، دوی دواړو په افغانستان کې د بیکارۍ او د کارګرو بد حالت ژړلو او په دې کې یې د غربي او امپریالیستي سیاستونو په نقش رڼا واچوله، دوی ویل پانګوال نظامونه څنګه ملتونه زبېښې، څنګه له انساني ځواکه لکه \یک بار مصرف\ لوښی استفاده کوي او کله یې چې په کار نه وي بیا یې همداسې رخصتوي، آزاد بازار یې په کلکه وغنده او سوسیالیستي انقلاب او د غرب او پانګوال نظام په ضد یې مبارزه د ټولو خواریکښو د آزادۍ او نس د مړیدو یوازینۍ لار وبلله، د دوی خبرې هم ډېرې خوږې وې، ماته یې هم خوند راکړ ومې ویل د دې پانګوالو او شتمنو په ایمان خلقیان ښه پوهیدل، هر څنګه چې و، نران خلک و، په همدې اړوند مو بلا ډېرې کېسې سره وکړې، چې له دوی را جلا کېدم، نو سوسیالیستي سوچونه راته پيدا شول، هر شي ته مې له طبقاتي نظره کتل، په ښار کې سترې ودانۍ، غټ هوټلونه او ګران بیه موټرې راباندې ډېرې بدې لګیدې لکه ځان سره مې ویل چې دې خلکو واقعاً د خلکو وینې څښلې ځکه دومره شتمن شوي دي، بیخي انقلابي او چپي خيالونه مې مخې مخې ته کيدل. ځان سره مې ویل چې دې خلکو ته یو بل حفیظ الله امین په کار دی دا حکومت یې لارې ته نشي راوستلی.

د پنجشنبې ورځې رخصتي وه، ما هم هڅه کوله چې زیات نه زیات خلک او دوستان وګورم، د مازیګر څلور بجې یو مدني بنسټ ته دعوت وم، هلته د هیومنیزم په اړه لکچر ورکول کېده، ورپسې د یو آزاد بحث بندوبست شوی و، کله چې هلته ورسیدم لکچر شروع شوی و، زه لږ ناوخته ورغلم، لکچر ورکوونکي او ګډونوالو ټولو په دې خبره اتفاق درلود، ويل يې انسان تر هر څه لومړی دی، تر هغو چې موږ تعصبات ورک نه کړو او انسان ته د انسان حیثیت ورنه کړو، په هر کار او عمل کې مو د انسان ښیرازي او پرمختګ هدف ونه ګرځوو دې وطن کې به همداسې وحشتونه روان وي، څوک به دین د وسلې په توګه کاروي او څوک به قوم او ژبه، موږ باید ډېر لوی فکر وکړو، د ښځو او نرو مساوي حقونه ومنو احترام یې وکړو، نړۍ تر بل هر وخت خطرناکه شوې ده، د اتومي جنګ امکان شته، چاپیریال ککړ شوی دی او دا هغه چلنجونه دي چې په ټوله نړۍ کې د انسان ژوند ګواښي. بحث کې مې ورسره په نره برخه واخېسته او داسې مې وښوده چې زه هم تر تاسو کم نه یم، ټولنه کې مې په ډیموکراټیکو او لیبرال ارزښتونو ټینګار وکړ چې هر سړی پوه شه او خپل کار یې موږ باید اول ټولو ته د سر او ژوند خیر وغواړو بیا به دا نورې کېسې پسې راکاږو، د غونډې په پای کې چې کومو کسانو ته زما خبرې عالمانه ښکاره شوې وي، یو یو سلیفي عکس يې را وویست او ماښام د کوڅې د جومات سر ته را ورسیدم. د ملا آذان روان و، ما ویل راځه یو څو کسه به جومات کې هم وګورې او ښه به هم ښکاره شې. د لمانځه وروسته یو نابلده ږیرور اعلان وکړ ویل د ایمان خاوندانو ټوله ورځ مو دنیايي کارونو پسې تیره کړه لږ تم شئ دلته د دین په اړه یو څو خبرې کېږي. خلک تبلیغان ول، بس ما هم ورته پلتۍ ووهله او پوخ ورته کېناستم، ددې خلکو استغنا او اسلامي جذبې سخت متاثره کړم، اخر کې مې د موبایل کمره چالان او ما هم له دغه تبلیغي او داعي سره یو سیلفي واخیست او په چټکۍ مې ځان تر کوره ورسولو، هلته مې ماشومانو او ښځو باندې دوه درې پټکې وکړي چې لمونځونه مو کړي او کنه؟ د تبلیغي خبرې مې دوی ته تکرار کړې او یو هم رانه بې لمازه بسترې ته لاړ نه، په ټولو مې لمونځونه وکړل او ما فیس بوک پرانیست او د مولانا صاحب سره ویستلی سیلفي عکس مې ور واچولو ورته مې ولیکل:

په مجلس د عالمانو به سره زر شي

که وي کاڼي او یا بوټي د صحرا

نور ورته کیناستم لایکونه مې شمارل چې په همدې کې لمونځ رانه پاتې اوخوب يوړم. په خوب کې مې هغه ټول خلک په يو مجلس کې سره وليدل، ټولو يو بل ته برګ برګ ول، له يو بل سره يې دعوې وهلې، هر يو هماغه خپله خبره تکراروله، د هر يو خبره بېله بېله زما په مغزو کې تاوېدله، سهار لمر د آسمان نیمايي ته رسیدلی و، چې له خوبه پاڅېدم ماغزه مې ستړي او سترګې مې پړسېدلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب