بوډۍ له خپلې لمسۍ سره مغازې ته را ننوتله. هټیوال، چې د حساب ماشین کې بوخت و، په لیدلو یې ګوتې په هوا کې پاتې شوې. کله به یې غاړه اوږده کړه او کله به شاته شو.
په منډه یې له يخچاله دوه انرژیانې را واخیستې او له کاغذي دسمالونو سره یې، مخې ته ور کیښودې.
بوډۍ په ریږدیدلو ګوتو کاغذ پر وچو او بې حرارته شونډو راتېر کړ، د مخ ګونځې یې لږ وغوړیدې او بیا یې ویل:
شکر، چې لا اوس هم د سپین سرو قدر کیږي.
نجلۍ، مخامخ هنداره کې د خپل صورت ننداره وکړه. په نریو ګوتو یې سپین مخ د تورو ویښتانو له انحصاره خلاص کړ. شونډې يې وخوځیدې، لکه ځانته چې د نظرمات دعا کوي.
نيا ته یې مخ ور واړو، ورو يې وویل:
د سپین سرو قدر….
ته کله يواځې ورته راشه!
١٤٠١، میزان، ٢٣
مننه. حقيقت دې ويلای دی. ښکلا غريب سړی په خپل چاپېريال کې پاچا کړي.
عجیبه ښکلی انسان دی. عجیب لیکوال دی. د افغانستان دوستۍ سخت ایډیال او نمونه ده. له نږدې مې نه دی لیدلی، خو په مجازي نړۍ کې یې پر لیدلي کرکټر میین یم. الله ج د افغانستان له سره مه کوه دوست صیب.
له مينې مو ځار، ښاد اوسې ښاغلیه
په ځوانانو کی د دوست قلم مخکښ او په ټولو ګران دی، خدای پاک دی روغ، خوشحاله او کامیاب لری.
نړۍ مننه، مشر استاد. رب مو ښاد لره.
ډېر زورور پيغام لري
او بوډۍ ههههه که يواځي ورته راغله تشې اوبه به هم ور نه کړي.