سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد امر بالمعروف وزير: نړیوال د بشري حقونو په نوم د افغان...

د امر بالمعروف وزير: نړیوال د بشري حقونو په نوم د افغان ښځو بې عزته کول غواړي

تاند:(شنبه ،د ميزان ۲۳مه)‏‌ د طالبانو د امر بالمعروف وزير شېخ محمد خالد حنفي په یوه تازه وینا کې نړیوال تورن کړي،چې د بشري حقونو د تامين په نوم غواړي افغان ښځې بې عزته کړي.

نوموړي يادې څرګندونې په فارياب کې له خلکو او یو شمېر طالب چارواکو سره د جوړې شوې غونډې پر مهال کړي دي.

طالب وزیر ادعا کړې،چې نړيوال غواړي افغان نارينه او ښځې د يو بل څنګ ته پر يوه مېز او چوکۍ ناست واوسي.

شېخ خالد نه ده په ډاګه کړې،چې دغه غوښتنه کله او چېرته د کومو نړيوالو له لوري د څه لپاره شوې ده.

د طالبانو يو شمېر نورو چارواکو هم وخت په وخت ورته څرګندونې کړي، خو په دې اړه ېې د خپلو ادعاوو اسناد نه دي وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال هم د نجونو او هلکانو ښوونځي سره جلا وو او څنګ په څنګ ېې زده کړې نه سره کولې.

د طالبانو مشرانو، چې په نا معلومو دلايلو یې له څه باندې یوه کال راهیسې يې له شپږمو ټولګيو څخه د نجونو پورته ښوونځي تړلي، د یادو ښوونځيو د بېرته پرانیستل کیدو په اړه ېې د نړیوالو او افغانانو غوښتنو ته غاړه نه ده ایښې.

2 COMMENTS

  1. طالبه اولس نور نشي دوکه کولای هغه خلک سي ليکل او لوستل کولاي شي په دي پوهيږي چي د ښځو حقوق څه شي دي او هغه خلک چي لوستل نشي کولای حتاتر تاسو پوري چي له پاکستانه راغلي ياست هلته مو په خپله سترګو ليدلي چي ښځي مکتبو او پوهنتونوته ځي چي عالي زده کړي په هره برخه وکړي. دلته ته ټيزن را ځي په نجونو د مکتب بنديز د ټوپک په زورلګوي. رښتيا چي له تاسونه پاکي د پاکستان په مدرسوکي داسي وحشيان جوړ ګړي چي منطق نه منی. ګرده عيسوي دونيا خوپريږده حتا په نوره اسلامي دونيا کي موهم د ښځو په حقوقو سترګي پټه کړي دا ولي :
    له چړي نه مو نيولي تر مولوي پوري په مدرسه کي په يوه کټ پريوتي او له يوه کټه را پاڅيذلي ياسته او په تاسو کي شرم او حيا آی. اس. آی .مړ کړي دی.

  2. دا بې علمه او بې دینه سپی وتړئ. ددوی ښځې به د اعتبار وړ نه وي نو ټولو ښځو ته په یوه سترګه مه ګورئ. رزیل خره، ښځو ته د تعلیم حقوق ورکړه چې ډاکټره شي او کله چې ستا ښځه لنګیږي د سړي په ځای ښځه پکې ګوتې ووهي. پدې شل کاله کې مو ډیرې ښځې کونډې کړي او سرپرست نلري یا ورته د کار اجازه ورکړه چې خپلو اولادو ته نفقه پیدا کړي او یا یې د نفقې غم وخوره. کله چې به تاسو په غرو کې وئ او هلکان به مو ساتل او په کلونو به کورو ته نه تلئ ستاسو ښځې مجبوره وې چې پنجابي یاران وساتي نو ټولو افغانو خویندو ته د هغوی په سترګو مه ګورئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب