یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپوتین د لویدیز استخباراتي شبکې د ط-انو د مخالفانو په ملاتړ تورنې...

پوتین د لویدیز استخباراتي شبکې د ط-انو د مخالفانو په ملاتړ تورنې کړې

تاند:(شنبه ،د ميزان ۲۳مه)‏‌ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا ځل د لویدیز پر پټو استخباراتي شبکو تور پورې کړی،چې د افغانستان د حاکمو طالبانو د مخالفانو ملاتړ کوي.

د هغه په وينا، لویدیز دغه ډلې د مرکزي اسيا امنيت ګواښلو ته هم هڅوي.

د روسیې ولسمشر په مشخص ډول د امریکا او انګلستان د استخباراتو يادونه کړې، خو په دې اړه ېې نور جزییات نه دي ورکړي.

ولاديمير پوتين په تازه څرګندونو کې دا هم ويلي، چې د افغانستان ناورین د سیمې تر ټولو لویه امنيتي ننګونه ده.

هغه په افغانستان کې د کورنۍ جګړې مخنیوی تر هر څه مهم ګڼلي او په دې اړه ېې خبرداری ورکړی.

د چارو یو شمېر شنونکي بېا په افغانستان کې د روان بحران اصلي ریښه د سیمې د قدرتونو او لویدیز نړیوال جنجالونه بولي.

دوی له افغان سیاستوالو، په خاص ډول د طالبانو له حاکمې ادارې غواړي، چې په افغانستان کې د نړيوالو د نيابتي جګړو او ناندريو د مخنيوي لپاره هر څومره ژر سره جرګه شي او د خپلمنځیو توافقاتو تر څنګ د ملت غوښتنو ته غاړه کېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب