Homeخبرونهمجاهد: مخکې ۷۰سلنه خلکو د زده کړو سهولت نه درلود، د‌ نجونو...

مجاهد: مخکې ۷۰سلنه خلکو د زده کړو سهولت نه درلود، د‌ نجونو ښوونځي خامخا پرانيزو

تاند:(شنبه ،د ميزان ۲۳مه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد، چې د علماوو په يوه غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی، ادعا کړې چې د پرزول شوي جمهوري نظام پر مهال ۷۰ سلنه افغانان د زده کړو له امکاناتو څخه محروم وو.

نوموړي د خپلې دغې ادعا په اړه توضیحات نه دي ورکړي.

هغه په ورته وخت کې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د بيرته پرانيستلو ډاډ ورکړی او ویلي، چې په دې اړه دوی پر لازمو تدابيرو کار کوي.

د نجونو او هلکانو جلا ټولګي، نجونو زده کوونکو ته د ټرانسپورتي اسانتياوو برابرول او د تعليمي نصاب بيا کتنه د طالبانو وياند په دې برخه کې اصلي موارد ښودلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري نظام پر مهال هم د نجونو او هلکانو نه يوازې ټولګي، چې ښوونځي هم سره جلا وو.

د طالبانو وياند په داسې مهال د ترکيې د علماوو کنفرانس ته ورغلی، چې د طالبانو له محدودو مشرانو پرته نور څوک يې په بهرنيو سفرونو ډېر نه ځي او منتقدین ېې دليل د دوی په ليکو کې د ښو ويناوالو او مذاکره چيانو کمی ګڼي.

1 COMMENT

  1. د ارګ ددروغو تریشل زیبولا مجاهل!
    مخکی هم تاسو په مکتبونو خرمرګی کول او دافغانستان د ښیرازۍ او د افغانانو دښمنان وۍ او اوس هم تاسو د افغانستان د نیم نفوس په مخ د تعلیم او روزګار دروازی تړلی.
    الله تعالی دی تاسو منافیقین او د هیرامنډۍ مړوسیان او نوکران ذلیل او رسوا کړی او الله تعالی مو د ځمکی له مخ نابود کړه چی دا خوار اوزار ملت ستاسو له شره په امن شی. امین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...