یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاتمر: افغانستان د نیابتي جګړو په میدان او د ترهګرو په ځالې...

اتمر: افغانستان د نیابتي جګړو په میدان او د ترهګرو په ځالې مه بدلوئ

تاند:(شنبه ،د ميزان ۲۳مه)‏‌ د د افغانستان د سولې او عدالت خوځښت، چې د پرزول شوي جمهوري نظام د يوه مهم مقام محمد حنیف اتمر په محوریت جوړ شوی، نن ېې د یوې انلاين غونډې په ترڅ کې خپل موجوديت اعلان کړ.

حنیف اتمر په دې غونډه کې وويل:«طالبانو او افغان سیاستوالو ته وایم چې له افغانستان څخه بیا د جنګ میدان مه جوړوئ، د ترهګرو په ځاله او د بهرنیانو د نیابتي جګړې ته پکې فرصت مه ورکوئ.»

د دغه خوځښت غړو په خپلو ويناوو کې پر خبرو اترو او مفاهمې تینګار وکړ.

 اتمر زياته کړه،چې د دوحې تړون عملی شوی نه دی او د جمهوري نظام په سقوط کې د جمهوري نظام مشران، طالبان او بهرنیان ملامت و.

هغه په دې اړه وویل:«زموږ په نظر دا مسوولیت پر درو خواوو لویږي؛ اول د جمهوریت پر سیاسي او دولتي مشرانو، د دوی فساد د دوی خودخواهي او د دوی بې اتفاقي باعث د سقوط سو. له بده مرغه زه هم په دې جمع کې شمېرل کېږم. دویم د دې مسوولیت د طالبانو وهغو مشرانو ته متوجه دی چې د دنیا او افغانستان خواري پر وسوه چې د سولې له لارې دا کړکېج دا وضعیت حل کړي تر آخره یې د سولې فرصتونه تر پښو لاندې کړل، پر نظامي حل یې ټینګار وکړ، افغانستان، وطن او منطقه یې له دې مصیبت سره مخامخ کړه.»

د اتمر ترڅنګ د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس محمد معصوم ستانکزي او یو شمېر نورو هم انلاین ویناوې وکړې.

حنيف اتمر وویل دوی سوله غواړي خو د یوه مشروع نظام پر اساس.

ده د افغانستان د سولې او عدالت خوځښت د هدف په اړه وویل:«موږ د یوه هدف لپاره راټل سوي یوو چې هغه په هیاد کې سوله ده، پر داسې نظام باندې باید (سوله) ولاړه واوسي چې هغه نظام خپل مشروعیت د ملت په رایې په ملي او بین الملي سطحه ولري. دا زموږ مرام دی او د دې هدف لپاره راټول سوي یوو.»

اتمر ټینګار وکړ، چې د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط سبب بلل کېږي خو ده په عین حال کې وویل چې د دوحې تړون تطبیق شوی نه دی.

اتمر د طالبانو حکومت نامشروع وباله او ویې ویل چې د اوسني کړکېچ حللار د جګړې په دوام کې نه ده.

طالبانو د دوی پر وړاندې د زياتو شوو خوځښتونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. افغانستان چا دې حالت ته ورساوه همدا ستاسو غوندې خاینانو او وطن فروشانو د پردیو جاسوسانو. نور افغانان یو ملي او د ټولو خلکو په خوښه او رایه حکومت غواړي چې هر افغان ته پکې د اهلیت په حساب برخه ورسیږي. دا شل کلن چیپټر باید بند شي ځکه د افغانستان په تاریخ کې داسې مفسده، پردیپاله، خاینه او جاسوسه دوره نده تیره شوې. هم طالب، هم مقاومت، هم اشرف غني دولت او هم داعش د بل د لاس نیالګي دي.نه طالب غواړو، نه ټلواله، نه قومي ژبني او سمتي ډلې. مونږ داسې دولت غواړو چې په اهلیت او لیاقت ولاړ وي او هر افغان پښتون، تاجک، هزاره او ازبک او ترکمن حقوق پکې سمبال وي.

  2. خدای دې بېخ وباسه په دې راپور لیکلو. نه دې د سر پاراګراف معلوم دی نه د منځ او نه د پای.

  3. ګوډه:
    دې ځاله کې خو ستا هګۍ خسا شوې. دې ځاله کې دبې وخته هګی واچولې موږ دوه سری حکوووووووووووومت دووووووووووووه افغانستان نه درلود چې تا هم پروتوکولونه دټېپرو له نرخه ټيټ په کې لاسلیک کول ایا د حل لاره همداوه؟ موږ ټول افغانان یو خو دوه افغانستان دبشردوست په خبره: یو هغه افغانستان چې نکټایی ،انګریزی پطلون ږیرې تراشلې لوکسو ګاډو کې عصری رستورانو ته تلل وه خو اوس هم عین کیسه ده یوازې توپیر په پنډکی لنګی ، ږیره اوکالیو کې دی . خوبل د یتیمانو، بېوزلو، وږو تږو، د یوې مړۍ ډودۍ او تعلیم په ارمان ولس چې شمېره یی له څو ملیونو څخه اوړی افغانستان دی. داولس دخپلواک ، دتا ، مکار زاخیلوال ، عجمی او عربی ملا پلمې ا و استخباراتی دسیسې ښې پېژنی.ژرنده که دپلار ده هم په وار ده. دسقوط نامحکومه عام وژونکی عناصر چا عفوه کړی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب