یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان د خپل اتومي پروګرام په اړه د امریکا د ولسمشر په...

پاکستان د خپل اتومي پروګرام په اړه د امریکا د ولسمشر په خبرو سخت پاریدلی

تاند:(شنبه ،د ميزان ۲۳مه)‏‌ د پاکستان حکومت او يو شمېر سياستوال د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن په هغو څرګندونو سخت پاریدلي،چې د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه ېې کړي دي.

بایډن نن په يوه وينا کې پاکستان د نړۍ له خطرناکو هېوادونو وباله او ویې ویل،چې دلیل ېې د دغه هېواد د اټومي پروګرام نه انسجام دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وویل،چې‌ د بایډن د دغو خبرو په غبرګون کې ېې د امریکا سفیر احضار او خپل اعتراض ورسره شریک کړی دی.

د پاکستان د انرژۍ وزیر د امریکايي ولسمشر دغه څرګندونې بې بنسټه ګڼلي دي.

په عین وخت کې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي،چې د امریکايي سفیر احضار به ېې له امریکا سره د هېواد پر اړیکو منفي اغېز ونه کړي.

امريکا متحده ايالاتو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. دا خبره باید امریکایی مشرانو پخوا په نظر کی نیولی ځکه همدی امریکا او نورو هیوادونو په ایران، روسیی او شمالی کوریا په اتومی برنامو او فعالیتونو باندی غبرګون ښوده مګر تر نن ورځی پوری د پاکستان په اړه هیڅ ډول عملی ګام ندی پورته کړی زما په نظر کچیری اوسنی امریکایی مشر دا موضوع جدی ونیسی د سیمی هیوادونو او په تیره بیا د چین او ایران لپاره مهمه ده ځکه د پاکستان دریځ به د چین او ایران او همدارنګه د برتانیی او امریکا لپاره څرګند شی نو اوس برتانیی او چین ته هم مهمه پدی اړه خپل وړاندیز او نظر څرګند کړی
    هند باید داسی ووایی کچیری دا اتومی وسلی د جیش او لشکر طبیی او نورو وسلوالو ډلو ته په لاس ورشی نو ایران، هند او چین او افغانستان ولسونو ته خطر دی باید ټول هیوادونه په مشترک ډول خپل غبرګون او نظرونه وښایی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب