یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د پښتورګي ډبره کله رامنځته کیږي؟

د پښتورګي ډبره کله رامنځته کیږي؟

ډاکتر رحیم

په طبعې ډول په تشو ميتيازو کې مینرالونه او مالګي موجودې دي چې په ځېنو حالاتو کې په پښتورګو کې د تيږو د رامنځ ته کېدو سبب کیږي.

په پښتورګو کې د تيږو رامنځ ته کيدل د بولي تناسلي سيستم يو له هغو خطرناکو ناروغيو څخه دي چې انسان ته  سخت درد پیدا کوي.

د ښځو په پرتله نارينه څلور چنده زيات په پښتورګو کې د رامنځ ته شوې ډبرو په ناروغيو اخته کېږي.

د پښتورګو تيږي په تشو ميتيازو کې له شته منرالونو او مالګو څخه هغه مهال منځ ته راځي چې کله په جامدو کرسټالونو باندي واوړي.

په نورمال حالت کې هم کيدای شي د تشو ميتيازو په واسطه له مالګو او مینرالونو څخه جوړ کرستالونه په پښتورګو کې موجود وي، خو دا کرستالونه پرته له دي چې د بولې تناسلي سيستم په برخو، په ځانګړې ډول په پښتورګو کې کومه ناخواله را منځ ته کړې په سمه توګه د ميتيازو په واسطه د دې سيستم له برخو څخه تيرېږي، خو د ځېنو لاملونه له کبله کيدای شي جوړې شوې او غټې تيږي را منځ ته کړي.

په پښتورګو کې شته کرسټالونه چې کله د ځینو لاملونو له کبله په پوره توګه په غټو تيږو بدلې شي، له دې سره سره چې سخت درد را منځ ته کوي حالب يا هغې نلکې ته چې له پښتورګو څخه ميتيازي مثانې ته انتقالوي هم يو وړلې شي.

کله چې د پښتورګو يوه پوره غټه شوې تيږه په حالب کې ونښلي د زيات خوږ، د پښتورګو د ميکروبې کيدلو او آن کله کله خو د پښتورګو د ويجاړېدو او دندي د له منځه تللو سبب کیږي چې په خپل وخت د انسان په وجود کې د يو لړ روغتيايي ستونزو لامل کیږي.

کله چې تيږه له پښتورګي څخه را خطا شي او د مثانې په لورې اتقال ومومي د سخت درد سبب کیږي چې دې درد ته Renal colic وايي.

د پښتورګي التهاب، د ځيګر، ګردې او مثانې ناروغۍ، په تشو ميتيازو کې د تيزابو ډيروالی، له نورمالې اندازې څخه د فپروسټاټ غدې لويوالی، د سابو او چايو ډيرکارول، د چټلو او ناپاکو اوبو څښل، په وجود کې د ويټامينونو کموالی او کله کله د زياتو پروټين لرونکو خوړو خوړل اوپه کمه اندازه د اوبو استعمال په پښتورګو کې د تيږو د را پيدا کېدو سبب ګرځي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب