یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد سولې او عدالت ملي خوځښت اعلان له مثبت او منفي غبرګونونو...

د سولې او عدالت ملي خوځښت اعلان له مثبت او منفي غبرګونونو سره مخ شوی

تاند:(یکشنبه ،د ميزان ۲۴مه)‏‌ د پرزول شوي جمهوري نظام د يو شمېر مهمو چارواکو له لوري «د سولې او عدالت ملي خوځښت» اعلان، چې پرون د يوې انلاين غونډې پر مهال وشو، له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

د دغه خوځښت مشري د پرزول شوي جمهوري نظام دوه مهم چارواکي محمد حنيف اتمر او محمد معصوم ستانکزی کوي.

اتمر په جمهوري نظام کې د ملي امنیت سلاکار او د بهرنيو چارو وزير او ستانکزی د ملي دفاع وزیر، د ملي امنیت لوی رییس او په وروستيو کې یې طالبانو سره د جمهوري نظام د سولې د مذاکراتي پلاوي مشري پر غاړه لرله.

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني يوه نیږدې سلاکار محمد اکرم خپلواک،چې اوس په کابل کې دی، په دې اړه خپل يادښت کې داسې لیکلي:« ایا همدوی نه وو چې د ملي‌امنیت شورا او د ملي امنیت ریاست اکثریت بودیجه یې د ملي یووالي‌ د له منځه وړلو لپاره مصرفوله؟ ایا همدوی نه وو چې په خواله رسنیو کې یې زرګونه کسان د افغانان د تخریب او افغاني او اسلامي‌ارزښتونو د پایمالېدو لپاره ګمارلي و؟ ایا همدوی نه وو چې امنیتي قواوې یې کمزورې کړې؟ ایا همدوی نه وو چې ولایتونه یې په لوی لاس سقوط کړل؟ ایا همدوی د زرګونو افغانانو د امنیتي دفاعي قواوو او ملکیانو د شهادات مسوول نه دي؟ ایا دوی نه ول چې له طالبانو سره د هر ډول سیاسي هولکړه لیک مخنیوی یې کاوه؟ ایا همدوی نه وو چې د دوحې مذاکرات یې په لوی لاس ناکام کړل؟ ایا همدوی نه وو چې بالاخره یې جمهوریت سقوط کړ؟ او نن د دنیا په ګوټ، ګوټ کې افغانان بې هویته او در به دره ګرځي.»

د‌ افغانستان د نجات په نوم د يوه سياسي حرکت مشر حضرت عمر زاخيلوال په يوه ويډيويي پیغام کې حنيف اتمر د جمهوري نظام د سقوط له اصلي عواملو ګڼلی او ورته هڅې ېې د بهرنيو استخباراتو پروژې یادې کړي.

نوموړي د ياد شوي سياسي خوځښت مشران د جمهوري نظام د سقوط اصلي عاملين ګڼلي او ملت ته ېې په دې اړه ځواب ویلو ته بللي.

د ملي امنیت بل پخواني سلاکار او د بهرنيو چارو پخواني وزير رنګين دادفر سپنتا بيا ياد شوي سياسي خوځښت ته د بریالیتوب هیله ښودلې ده.

د پکتيا پخواني والي محمد حليم فدايي په دې اړه خپل غبرګون داسې څرګند کړی دی:«‏د سولې او عدالت حرکت په اړه دښاغلي اتمر دريځ واقعبینانه او ملي وو.دجمهوریت دسقوط دري عوامل او دحل لار یې معقولې/عملي دی. البته، مخکې له دې چې ددوحې په توافقنامه او یا له طالب سره ستونزه حل کړي،باید داوسني بحران څخه ناراضه ټولو عمده سیاسیونو ترمنځ پر اجماع کار وکړئ.»

سیاسي فعال کبير حقمل لیکلي:«‏هر ډول سیاسي حرکت او مبارزې ته هرکلی په کار دی. ‎افغانستان تر ټولو ډېر دا مهال فعال سیاست او د سیاسیونو یووالي ته اړتیا لري. باید په لا ډېر قوت، اتحاد او جدیت سره د هیواد د بحران حل ولټول شي. ‎افغان ولس ددې حالت او داسې ظالم- ناروا نظام مستحق نه دی او باید ژر تر ژره ترې بېغمه شي.»

د سولې او عدالت ملي خوځښت مشر حنیف اتمر په یوه مرکه کې وويل،چې دی د جمهوري نظام د هغو چارواکو د معلومیدو او محاکمې غوښتنه لري چې د نظام د سقوط او فساد سبب شوي.

هغه په ورته وخت کې وویل،چې که خلک پر دوی باور هم ونه کړي، په هېواد کې د شته ناورينونو د مخنيوي لپاره به خپلې هڅې وکړي.

حنیف اتمر پرون وويل:«طالبانو او افغان سیاستوالو ته وایم چې له افغانستان څخه بیا د جنګ میدان مه جوړوئ، د ترهګرو په ځاله او د بهرنیانو د نیابتي جګړې ته پکې فرصت مه ورکوئ.»

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. پښتو کې یو متل دی چې وایی : که غر جګ دی پر سر ئې لارده او یا دا چې وائي : غوټه چې په لاس خلاصیږي ، خولې ته حاجت نشته .
    د افغانستان خلک د خپل تاریخ په یوه ډېر حساس وخت کې له ملي او نړیوالو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي . له یوې خوا د افغانانو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره ملي اجماع او ملي توافق نظر نشته او له بلې خوا مغرض او منافق ګاونډیان خصوصا پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د خپلو روزل شویو جاسوسانو پر مټ خلاص لاس لري او لګیا دي د خپلو لاسپوڅو په مرسته د ملي شخصیتونو او کدرونو د فزیکي نابوۍ او یا له هېواده د کډوالۍ لپاره اړ کوي .
    په دې اساس د ملي شخصیتونو، مشرانو او وطن دوستو ځوانانو هڅو ته باید ټول هېوادوال په درنه سترګه وګوري . کېدای شي د دوی او نورو وطندوستو اشخاصو په کوشش او هڅو سره د موجوده ستونزو د حل لپاره یوه روښانه لار پیداشي .
    که په جګړو زمونږ ستونزې حل کېدای، نو په دې 43 کلونو کې به د افغانستان ستونزې حل وي . متاسفانه په وژنو ، تهدیدونو ، بندي کولو ، مهاجرت ، تبعید ورانولو ، سوځولو او بمباریو یوې هم سمه نتیجه ورنکړه .
    د « سولې او عدالت ملي خوځښت » په اوسني ترکیب کې رښتیا هم ځینې کسان شته چې د جمهوري نظام د سقوط سبب شول ، خو د دوی ترڅنګ پر وطن مین کسان هم شته .
    په اوسنیو شرایطو کې د ټالبانو موجودیت سره له بې شمېرو ستونزو د ځینو مخکېنیو شر ، فساد ، غلا ، بې امنیو ، زورواکانو ، جنګسالارانو ، د مخدره موادو کښت ، قاچاق او د ځوانانو د معتادي ستونزې کمې او یا حل شویدي . که زمونږ افغانان او مشران په هر لوري کې چې وي پر یوه مېز سره کښېني او د ستونزو د حل لپاره معقولې لارې ولټوي.
    هيله ده دا ځل د جګړې پرځای د مذاکرو ، وړاندیزونو ، نرمښت او یو د بل د منلو په واسطه د ګران افغانستان لپاره د راتلونکي نظام د جوړېدو او له نړیوالې انزوا نه د خلاصون لپاره یو هر اړخیز او ټولو ته د منلو وړ کړنلاره جوړه کړي او افغانستان د تل لپاره له جګړو او د نظام په مقابل کې له زوره کار اخیستل منع کړل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب