دوکتور لعل پاچا ازمون
سترګې مې کومې خوا کږې کړم
زما د ناستې یاران تورې خاورې شونه
د خاموشه شور یو شور له شوره ولوېد!
جالۍ خولۍ یې پر سر را ښکله:
ـ ته ودرې چې کومه خرانګه کې را نه پاتې نه وي.
بیا یې خپلو پیڅو ته وکتل، پیڅې یې پور ته وې، د زړه پر سر جب ته یې وکتل، د مسواک ببره خوله یې را پورته کړه، ږیره یې په موټي کې ونیوله، بیا یې سترګۍ ښکته پورته کړې، اخوا دېخوا یې وکتل، ورو ورو خوا ته را نږدې شو:
ـ وروره! نور پوهنځی دې چېرته ویلی؟
د ورور پر نوم یې خج کېښود، ما ور ته وویل:
ـ استاده! ما شپږ سمستره د کابل پوهنتون په پښتو څانګه کې لوستي.
ـ ښا ښا…
د کابل له نامه سره وغوړېده او په ښاښا پسې په سوچ کې شو، په رپېدلو شونډو یې بیا پوښتنه وکړه:
ـ دا څه وخت؟
ـ د ډاکتر نجیب د حکومت تر پایه
سینه یې را وایسته، غاړه یې هسکه او پر شونډو یې نرۍ موسکا خپره شوه:
ـ د کوم ځای یې؟
ـ د همدې ننګرهار
ـ ننګرهار کې بیا؟
ـ د هسکې مېنې
سر یې وښوراوه:
ـ د چا د کورنۍ؟
ـ نیکه مې شهید ملک سردار او پلار مې وطن خېل نومېږي.
دا ځل یې دا ښا ښا ډېر په لوړ غږ ووایه.
ـ نو کابل پوهنتون در نه ولې پاتې شو؟
ـ هلته جنګونه شول او موږ دلته راکډه شوو.
دا ځل یې په ښا ښا کې نوره هم ساه وغوړېده.
ـ صمیم صاحب سره څه بلد یې؟
ـ له هغه سره د لیکوالۍ پر مزي تړلی یم.
ـ پخوا دې ورسره پېژندل؟
ـ دده لیکنې مې په پوهنځي کې لوستې وې، خو لیدلی مې نه و.
ـ څه وخت دې ولید؟
ـ کله چې پېښور ته لاړم، نو هلته مې په ړومبي ځل له انځور صاحب سره د افغان کولتوري ټولنې په دفتر کې ولید.
بې له ځنډه یې وویل:
ـ ډېر ښه سړی دی، رښتیا چې صمیم دی.
نور یې د هغه صفت ته یو یو توری را ټولاوه او په خوند خوند لګیاه و. ما ته یې وویل:
ـ تا ته خو امر هغه اخستی دی؟
ـ هو
ـ ډېره مرسته یې درسره کړې ده.
ـ هغه وهڅولم چې را ځه دا پاتې درسونه همدلته بشپړ کړه.
ـ ته خو د یوې لویې کورنۍ پورې مربوط یې او بل فرهنګي شخصیت یې، ښه کار دې وکړ چې دا پوهنځی دی بیا پیل کړ.
د ټولګي له ښیښي یې اخوا دېخوا وکتل، دروازې ته لاړ، سر یې ښکاره کړ، بېرته راغی او تورې تختې ته ودرېد، پر سپین تباشیر یې ولیکل:
خوشحال پېژندنه
شاه ولي
تر دې سرلیک لاندې به د خوشحال ژوند او فن لولو، د ښي لاس په ګوتو یې سترګۍ ښکته پورته کړې، ورو یې وویل:
که طالع او هنر دواړه سره کېږدې
زه خوشحال به پکې ونیسم …
د شونډو پر سرو یې بیت بشپړ کړ، … هنر
ما ور ته وویل:
ـ استاده! دا هنر دې څنګه په …
خبره یې زما له خولې ومروړله:
ـ پام پکار دی
بیا یې اخوا دېخوا وکتل:
ـ سوړو کې ګوتې مه وهئ
موسک شو:
ـ شپې سبا کول غواړي
د سمستر تر پایه یې یوازې او یوازې تاریخي پېښې او د خوشحال د جنګونو کیسې کولې، یوه ورځ مې ور ته وویل:
ـ استاده! خوشحال خو داسې بیتونه لري چې …
ده یو دم را ته وویل:
ـ په خوله لاس کېده، مه ځانته کار ګوره او مه مونږ ته.
ـ ولې؟
ـ ولې نه د هاتي سر، لکه چې ژوندي دې خوښ نه یو؟!
پر سر یې جالۍ خولۍ تازه کړه:
ـ پر هغوی له استاد صمیم سره غږېږه!
ـ د خوشحال مضمون خو ستا دی، که نه؟
ـ زما دی، خو …
له خو سره یې ږیره په موټي کې تازه کړه او وروځې یې را ټولې کړې:
ـ له مونږ نه، هغه تکړه او زړور دی.
دا داسې وخت و چې د پوهنتون پر فضا شنې جنډې رپېدې. صورت او سیرت د شنې جنډې تر سیوري لاندې جوړېده.
استاده به له هرې خبرې سره شاوخوا کتل، بیا به یې د شونډو پر سرو خبرې کولې، دا وخت به یې دواړه لاسونه لکه تورې پر شونډو ایښي وو، دی د مطالعې څښتن و، په ډېره نرمه او خوږه ژبه به یې تاریخي پېښې وړاندې کولې، په مجلسونو کې به یې له خبرو سره پام کاوه، له ساړه اسویلي سره به یې سر ښوراوه، داسې ښکارېده چې له استاد سره ډېرې خبرې شته، خو د ویلو ځای او وخت یې په مرۍ ګوتې ایښې وې. استاد به خبرو ته سپېرونی ډېر ورکاوه، نه یې غوښتل چې خپل او د بل زړه بد کړي. د شپې پوهنځي محصلینو ته چې زیاتره د جهاد په ګاڼه پسوللي وو، ور ته ویل به یې: پنځوس نمرې خو مو دي، نور نو ستاسې په خوارۍ پورې اړه لري چې څو نورې ورسره جمع کوئ.
له موږ سره بیا دومره سخي نه و، ټکي په ټکي یې پارچې کتلې، په ډېر پام یې نمرې ورکولې.
په ټولنیز چلن کې بیا دومره مهربانه و چې کله ناکله به پرې غرمه کې پېښ شوو، نو له لاسه به یې ونیولو او د زړه پر وره به یې ننه ایستو، بې تکلفه به یې را باندې د خپلو لورېیینو باران ووراوه.
داسې وخت راغی چې په سپینه ږیره ما غوندې سره خوله ایتکي ته هم د ماسترۍ سند اخستو لپاره کېناست، ما به ور ته ویل:
ـ په ټولګي کې ستا پخپل اختیار کې ده. ته زما استاد وې او یې!
دده خوش خندانه څېره به وغوړېدهو د عادت له مخې به یې یو ځل شاوخوا ته وکتل او په ډېره مهینه ژبه به یې را ته وویل:
ـ اوس مې استاد یې، ویاړم چې خدای پاک زما د لاس نیالګی ددې جوګه کړ چې نن زما مخ ته ولاړ دی او زه پر هغه ځای ناست یم چې یو وخت دی ناست و.
ـ استاده! له تا نه اوس هم زده کړه کوم.
ـ د لوړ فرهنګي شخصیت خوی همداسې دروند وي، خدای دې دروند لره.
په سپینه ږیره پوهاند او ماستر شو، د پوهاندۍ او ماسترۍ هارونه یې په غاړه کې پرېوتل، خو له غوړې ډوډۍ یې سمدستي بې برخې اوکورناستی شو.
استاد د رود د سالم ماما د کلي و، سالم ماما د ژوند یو عاشقانه داستان لري، دسیدکمال په څېر یې پخپلو ولسي نظمونو کې د خپلې معشوقې نوم ښه په نره اخست، استاد ددغه ولسي سندربول شعرونه را ټول کړي وو او مونوګراف یې پرې لیکلی و. له استاد سره د سیمې ډېرې خوږې خاطرې او ټوکې ټکالې وې. په ډېره ظریفه او خوږه ژبه یې خلک خپل مجلس ته رابلل. دده ناستې په ظریفه او خوږه ژبه معلومات بیانیول، په سټه او خټه دروند پښتون او د دسترخان خاوند و. په خاموشۍ کې یې د ژوند شور څپې وهلې. له ناستي او مجلسه یې زده کړه کېدله.
څو ورځې وړاندې د استاد ناګار له خولې خبر شوم چې استاد د رنځ پر بستر پروت دی. ور ته مې وویل:
ـ که د ټیلفون کومه شمېره یې را ته پیدا کړې چې ورسره وغږېږم، غواړم چې دده په درملنه کې برخه واخلم.
استاد ناګار را سره ژمنه وکړه چې ضرور به دا کار کوم. اوس خبر شوم چې هغه له ما نه بې مخه ښې او خفه لاړ، له لویې اروا نه یې بښنه غواړم. پروردګار دې دغې لویې مینه ناکې او لوراندې سټې ته جنتونه ورکړي، خو ای کاش چې ما یې لږ تر لږه په درملنه کې برخه اخستی وای! دده پوروړی ازمون