پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+ د پروین ملال څو شعرونه

 د پروین ملال څو شعرونه

                                                           د غنم تر وږو

یو نازولی د غنم تر وږو  ږغ راځي

د غوړیدلي دسترخوان وږم

پر تناره د پخیدونکې ډوډۍ

دوږمو لپو کې ټپ، ټپ راځي

ټولي کړکۍ پرانیزئ

دلته پراته د سالنډۍ ناروغان

خونې ته روغه په قدم، قدم

هوا نه راځي

وډبرینو دیوالونو ته د وریښم خیال

او تمنا نه راځي

پر تناره د پخیدونکې ډوډۍ

ټپ، ټپ نامرد دي

وږي، وږي ماشومان ویښوي

څو ارواګانې ستړې، ستړې

په بازار کې لالهانده ګرځي

د ابرو بیه کښته شوې د قحطۍ کال دي

وختونه وشوه

زموږ د ښار د تنورونو څخه

 لوږه، هر ځل د قمار لوبه ګټي

د ترږمۍ په څیرې،

نجلۍ په تور کفن کې ځان نغاړلی

ټوله رنګونه په بازار کې ورک دي

د پلوشو په سپینو تلو کې

ټپونه د جزام شنه شوي

 د رنګریز خم دې پیکه شوی دلته

 د  بوډۍ ټال دی پلورل شوی دلته

لمرینو وړانګو بغاوت کړی دی

اسمان تخته اوریځ په غیږ ګرځي

څاڅکې له تندې څخه مړه شوله

اوبه نه لري

پر تناره د پخیدونکې ډوډۍ

ټپ، ټپ نامرد دي

وږي، وږي ماشومان ویښوي

د واکدارانو د کورونو دروازو کې

بې حسۍ شنې شوې

د مسجدونو دروازو خپلو غوږونو کې

پمبه ایښې ده

د اسکیرولو ښځو، ږغ نامحرم شو ټول ږغونه

د زمان د سیند په شور کې ورک شوه

بربنډې پښې د نازولو وږمو

د اغزو څوکو کې ټپي، ټپي شوي

د دوعا نرم توري

د هسک په لوري، الوتللای نه شي

تشیال د تورو او زګیرویو ډک شو

اوس به د تورو او لفظونو د تابلو انځورګر

  و تابلوګانو ته

په کومو تورو کې رنګ د اظهار لټوي

زګیروي به څنګه رسموي

او د تاریخ ځواب به

په کومو تورو لیکي؟

پر تناره د پخیدونکې ډوډۍ

ټپ، ټپ نامرد دي

وږي وږي ماشومان ویښوي

 ۲۰۲۴ / ۹ /  ۱۳

د مینځې خوب

شپې کرمه ورځ کې څه دي؟

د زړې کلا څلور خوا دیوالونه

یو ټوټه اسمان پر سر مې

لږه مځکه ترپښو لاندې

مڼډه، منډه د سپېدو، بیا تر ماښامه

هر څه، هر څه بې انجامه

سبا بیا هغه میچن، هغه تنور دی

هغه منډې، هغه ډار میړه تربور دی

ژوندون نه دی زخم، زخم د ناسور دی

شپې کرمه ورځ کې څه دي؟

بدرنګ بوی، بدرنګ محل وي

د غړکې دربلۍ وي

یا د تورې غوا لوشل وي

دود وهلی پخلنځی وي

دود وهلې مې لمن وي

د تنور دوږخي غاړه

د اوربل څوکې مې چیچي

د لمبو غاښونه واړه

د کوڅېو تر ول تاو شي بیا راتاو

لمبې له واره

د لفظونو په سنګسار مرم

له ماښامه، تر سهاره

شپې کرمه ورځ کې څه دي

ګوندي بیا یو څوک وي راشي

ما په خوب کې د خپل ځان سره

 تر دې کلا وباسي

د یو ښکلي شعر په شاني

د یو دنګ شهزاده خیال وي

دواړه والوزو اسمان ته

د وږمو په وزرونو

د بوډۍ په ټال کې کښېنو

څو سندرې په مثال

لکه اوبه، اوبه راګونه

لکه شعر او خیال لفظونه

د هغه په مخ کې کښېږدم

ږغ یې ډک د لطافته

دوو لاسونو کې

د میینې موسمونه

غیږ کې یې خلاصې دروازې د جنتونه

د وږمو او نګهتونو ډک بڼوڼه

د قدم سره  یې واړه پسرلي

د جنت راشي

زما وشونډو ته د سرو پاڼو په څیر

ښکلونه راوړي

په څو څاڅکو پسي تشه ټوکرۍ یوسي

د سپوږمۍ څخه حریر

او الماس راوړي

غاړګۍ د سپینو، سپینو مرغلرو

د سیندونو د څپو څه په غلا راوړي

شپې کرمه ورځ کې څه دي

ګوندې خوب کې ووینمه

چې یو څوک پر مامین وي

رالیږې د میینې ډک، ډک پیغامونه

د څو ستورو په لاسو کې

لپې، لپې ښکلي، ښکلي سلامونه

پر تندې یې لمر ختلي

مړوندونو کې روان د عشق او میینې

ډک سیندونه

د بڼو پر بام یې ناست وي انتظار د دیدنونه

د لېمو یې دوې معصومې ښایستې، ښایستې کوترې

زموږ د بام پر لور راوالوزي او راشي

څو خبرې د غمیو په شان روڼې

د کره شاتو په څیرې

په نباتو کې نغښتلي

د وریښمو په شان نرمې

تر سهاره زما لمنې ته راتوی کړئ

په ټټر کې ئې یو زړه وی

هغه زه په غلا

خپل کورته ځینې راوړم

هغه زه په غلا وکور ته ځیني راوړم

شپې کرمه ورځ کې څه دي؟

 ۲۰۲۳ / ۹ / ۷

غزل

چا چې وعده کړي وه، هغه انتظار ونه کړ

زړسوی یې زما په تورو زلفو او رخسار ونه کړ

 زه هم میینه وم ما مینه وکړه وه مې پالل

د چا د بیرې مې توبه او استغفار ونه کړ

لمر مې وشاته لکه غر د وړانګو تږي ومه

ژوند مې تیاره، تیاره، خو سوال مې د سهار ونه کړ

سوالګره نه وم، دروازې ته یې یوځل ورغلم

غرور صفته ومه سوال مې په بار، بار ونه کړ

څه ننداره څه د عشق لوبه وه ما وګټله

پلور مې د عهد، د لوړ قدو په بازار ونه کړ

د (پروین) اوښکې وم د شپو پر لمن وڅڅېدم

له استغنا مې د سبا پرلاره څار ونه کړ

۲۰۲۴ / ۹ / ۲

4 COMMENTS

  1. پر ګوتو مو برکت، د تل په شان ښایسته کلام:

    ټوله رنګونه په بازار کې ورک دي

    د پلوشو په سپینو تلو کې

    ټپونه د جزام شنه شوي

    د رنګریز خم دې پیکه شوی دلته

    د بوډۍ ټال دی پلورل شوی دلته

  2. دتل په شان ښایسته کلام، پر قلم مو برکت:

    لۍ په تور کفن کې ځان نغاړلی

    ټوله رنګونه په بازار کې ورک دي

    د پلوشو په سپینو تلو کې

    ټپونه د جزام شنه شوي

    د رنګریز خم دې پیکه شوی دلته

    د بوډۍ ټال دی پلورل شوی دلته

    • ډیر دروند خوشحال جان وروکه ، ډیره ډیره مننه چې دلته مې هروخت لولي او خپل ښایسته اودروند نظر راباندې لوروي سرلوړي او ښاد اوسئ

  3. زموږ د پښتو ژبی د شعر ملکې پروين جانې،
    ښايسته نظمونه او غزل دې مې ولوسته، په هر يوه مې جلا جلا کېف وکړ.
    په شاعري کې دې شعري منظم قالبونه نه بلکه هنري شهکارونه پنځولي.
    زه دې د هنر ستايلو ته ډېر وړ الفاظ نه لرم خو ته دې جوړه او خوښه اوسې او شاعري دې همداسې ښکلې او دوامداره!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب