پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهډونالډټرمپ له یوه بل بریده روغ وتلی

ډونالډټرمپ له یوه بل بریده روغ وتلی

تاند ( دوشنبه ـ د سنبلې ۲۶مه) رویټرز خبري اژانس د امریکا د فدرالي‌ څېړنو ادارې په حواله لیکلي، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی.

رویټرز خبري اژانس زیاته کړې چې د نوموړي د ترور دغه هڅه تېره ورځ یکشنبه د سپتمبر په ۱۵مه په فلوریدا کې د ټرمپ د ګلف لوبغالي نه د باندې شوې ده.

سرچینې که څه هم خبر کې د ټرمپ د وژلو د هڅې نور جزیات نه ي ورکړي خو خو رویټرز په پولیسو کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې،له ګلف لوبغالي نه د باندې ډزې شوې دي.

د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مسوولينو هم ویلي، نوموړی هغه ته نژدې له شویو ډزو روغ وتلی دی.

په ورته مهال CNN ټلوېزیون د فلوریدا د ځایي چارواکو له قوله ویلي، چې مشکوک برید کوونکی نیول شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ د ترور له پيښې روغ ووځي؛ تر دې وړاندې د تېرې جولای میاشتې په نیمایي کې په پنسلوانیا کې د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال پر ټرمپ ډزې وشوې، خو هغه مهال نوموړی په غوږ ټپي شو.

1 COMMENT

  1. دا هم له د افغانستان ګلمرجان دوه ځله برید شوی ځکه په هغه باندې یوځل هرات کې بیا د کابل لوېدیځ میرویس میدان کې شوی؛ چې په کابل اریانا هوټل څخه د وتلو په مهال شوی وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...