پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+ملي احساس | زهير سپېڅلی

ملي احساس | زهير سپېڅلی

ملي احساس د يوې ټولني او هيواد  د پرمختګ راز دی.
چېرته چي ملي احساس پياوړی وي، ملت په خوښۍ او کاميابۍ ژوند کوي.
ملي احساس، ملت پياوړی ساتي.
ملي احساس د ملت د پياوړي او مضبوطي ارادې ثبوت او ښکارندوی دی.
هغه هيوادونه چي نن اباد او ملتونه ئې سوکاله او هوسا ژوند کوي، دا ئې د ملي احساس او ملي فکر برکت دی.
د ملت  چي وجدان ويده شي، ملي احساس ئې مړ شي، بيا تر هيوادنۍ او ملي ګټو، شخصي او ګوندي ګټي ښه پالي.
هر وګړی خپل غم کوي، د هيواد او نور ملت فکر نه لري.
تر خپلو له پرديو سره ښه اخلاص کېږي.
پوه شئ!
چي هلته به فساد په هره برخه کي ډېر ژر وده کوي او ډېري ژر خپلي ريښې په هره اداره کي غځوي.
چېرته چي فساد لوړي کچي ته رسېدلی وي، هلته په ټيټه کچه فساد فساد نه بلل کېږي، رواج ترې جوړ شي.
په مفسده ټولنه کي غلا، رشوت، قانون ماتونه، فقط پر کمزورو د قانون پلي کول، له خپل صلاحيته ناوړه ګټه اخيستل او نوري ظالمانه کړني په عادي ډول حتا په افتخار رواني وي.
که ټول ملت ملي احساس او ملي فکر و نه لري؛ د څو کسانو په احساس هيواد نه ابادېږي.
په فاسده ټولنه کي پاک او مهذب خلک ژوند نشي کولای.
نېک او ښه خلک دغسي پکي معلومېږي، لکه په پاکه ټولنه کي چي بد او ناوړه خلک ګرځي.
هر وخت چي يوه ټولنه په فساد ککړه شي؛ نوره هغه ټولنه په معنوي مرګ مړه ده.
اخلاق، انسانيت، شرافت او احساس پکي مړه شي.
فاسده ټولنه هيڅ پرمختګ نشي کولای.
په مفسده ټولنه کي شخصيتونه او استعدادونه وژل کېږي.
په ټولنه کي چي فساد حاکم شي، عدالت، انصاف او صداقت مسافر شي.
په فاسده ټولنه کي توتۍ د تور کارګه ښځه وي.

2 COMMENTS

  1. هو،ملی احساس د یو ملت د بقا، عزت ،وحدت او مصئونیت لپاره مهم رول لرلی شی خو مع الاسف جاهلی تعصبات لکه قومی،ژبنی،سمتی او تنظیمی دا احساس له منځه وړی او د نفاق ابواب پرانیزی او ملت د تباهۍ په لوری سوق کوی چي همدا تجربه د لسیزو راهیسی روانه او نڼ هم دوام لری او دی تداوم سره وحدت او قوت او هغه انرژی چي ملتونه عزت او سلامت ته رسوی د بیکاره قیادت ،انحصار او عدم اهلیت په واسطه ضایع او ملت ذلیل او ښه ظرفیتونه د لاسه ورکوی۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب