پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

تاند ( دوشنبه ـ د سنبلې ۲۶مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې په پلان کې لري دا غونډه د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه ترسره کړي او زیاتوي، چې دغه ناسته کې به د یوناما مشره روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو ښځو څانګې مشره سیما باهوس او د مدنې ټولنې استازي هم ګډون وکړي.

دا غونډه داسې مهال پلان کېږي چې تر دې وړاندې د ( سپتمبر په ۹مه) نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه خپله ۵۷مه غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کې هم د افغانستان د حالاتو څیړل او د دغه هیواد د خلکو لپاره د طالبانو له خوا طرحه شوي قوانین،  یو له هغو مهمو موضوعاتو څخه وو چې، په بحث پرې وشو.

په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷مې ناستې ته؛ په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپل ځانګړی راپور هم وړاندې کړ.

ریچارډ بینېټ په راپور کې ویلي وو چې طالبانو د جون له میاشتې وروسته د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې ده.

ریچارډ بینېټ: طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب