پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهریچارډ بینېټ: طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې

ریچارډ بینېټ: طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې

ریچارډ بینېټ تېر ماښام په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷مې ناستې ته؛ په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپل ځانګړی راپور وړاندې کړ.

ریچارډ بینېټ په راپور کې ویلي چې طالبانو د جون له میاشتې وروسته د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې ده.

هغه داسې مهال دا راپور وړاندې کړ چې، طالبانو افغانستان ته د ده پر تګ بندیز لګولی دی.

بینېټ زیاته کړه چې د طالبانو د امربالمعروف وروستی قانون نه یوازې جنسیتی تبعیض ته سیستماتیکه بڼه ورکوي، بلکې ټول خلک اغیزمنوي.

په ورته مهال په یاده ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ټرک وویل،چې  په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو څارنه به راتلونکي ته په دې هېواد کې د سرغړونو د دوام مخه ونیسي.

هغه د بشري حقونو د سرغړونې تعقیب او په دې برخه کې د ملي او نړیوالو اقداماتو د پراخولو لپاره د یوې ټول منلې حل لارې غوښتنه وکړه او په ټولو هېوادونو یې غږ وکړ چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

ولکر ټرک افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نوي راپور ته په اشارې وویل، چې د افغانستان د خلکو بشري حقونه له لسیزو راهیسې د مختلفو اړخونو او کلتور قرباني شوي او زیاته یې کړه، چې په اوسنۍ نړۍ کې پر ښځو د طالبانو بندیزونه بې‌ساري، ظالمانه او سیستماتیک جنسیتي ظلمونه دي  او دا چاره راتلونکی له ګواښ سره مخ کولی شي.

طالبانو د اګست په ۲۱مه د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر نوی قانون اعلان کړ چې په کې پر ښځو نور محدودیتونه وضع شوي آن دا چې په دې قانون کې د ښځو د مخونو او ټول بدن پوښل لازمي او غږ یې عورت بلل شوی دی.

دې قانون په کور دننه او د باندې سخت غبرګونونه را وپارول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب