شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپايبڼه/ پوهاند دوکتور م.ا. زيار 

پايبڼه/ پوهاند دوکتور م.ا. زيار 

د استاد غضنفر په ننگونه: 

لنډکۍ غونډلې (جملې)

بې کړه (شپه ښه!)، بې نومه (ښايي، لاړه -راغله)- بې کړ او بې نومه ( هوکی، مننه!)، يا وييغونډله (بس، توا، تبا) او وييکغونډله (هو، نه، نو،خو،څه، هېڅ) …

د استاد غضنفر (تاند۲۰ اکتوبر۱۶) د (ناليکل شويو فعلونو جملې) تر سرليک لاندې ليکنې دېته وهڅولم  او راوننگولم چې تر هرڅه  له مخه يې په پښتو پښويه (درېيم چاپ ۱۳۸۴: ۲۵۴۲۵۵) کې د ((لنډکۍ غونډلې)) د راوړو ډولونو، د ښه ترا غځونې او کرونې لپاره له ځينو بېلگو څخه گټه  واخلم .  په دې کې خو څه شک و شوپيان نشته چې دغه کم څېړل شوي  ژبني يا پښوييز جوړ ښتونه د نورو دوديالو ليکنيو ژبو په څېر په ارته بيرته  (و) گړنۍ پښتو کې له هماغو لومړيو راهيسې د ويونکيو د ورځنۍ گړنۍ ژبې يوه نه شلېدونکې برخه جوړ وي.

په دې کې داسې بېلگې هم مخې ته راځي چې گړسره پر يووستوو وييونو اوښتي  او په (←وييغونډلو) اړه پيداکوي، لکه: د کندهار خواته توا او تبا (ته به وايې) چې ان د ښکار ندوی په بولـله (پخ ۵۲) کې يې څرک اېستلای شو:

 هرپلو د گلو وږم دی لونلی(ته وا) راغله له خوتنه کاروانونه

د يوې ارتې بيرتې ژبنۍ سيمې پر کچ ډېرپېښی ويی (( بس)) له (پوره، کافي، فقط، همدو مره، پای، نور نه…) ماناوو ، او د (څيز نوم،ستاينوم، کړول) تر څنگ د څېرمه او لنډکۍ غو نډلې له چارونو (نقشونو) سره ، له ايران او افغانستانه تر کلکتې پورې کابو په درستو ژبو کې کارول کېږي. پارسي هممانيز انډولونه (بسی، بسيا، بسا، بسنده)  او ښايي، بسيار هم ترې رارغېدلی وي، خو په پښتو کې پر دې ټولو سربېره د نومکړ (denominative) په توگه له  اوړوني (تصريفي) بڼو (بسېږم-بسوم، بسېږې- بسوې،بسېږي- بسوي) او بېلښتي (اشتقا قي) بڼو (بسنه، بسونه، بسېدنه، بسېدانه…)، د خوشال بسياند، بسيا او بسنده (۱– خج) له (قانع؛ مکفی)  ما ناوو سره پوره دود لري ؛ بېلښتي ښځينه نومونه  او ستاينومونه(بسو، بسۍ)  يا يې تړښتي (بس بي بي، بسلاره) په توگه، او له (بسيا)  څخه نوې رغاونې (بساينه)، (پر)ځان بسيا( خودکفأ)او داسې  نورې هم درواخله ؛ له مرستيال کړونو (کول-ېدل-شول، استل- ول) سره  رامنځته کېدونکي تړښتي (ترکيبي) کړونه هم بشپړ اوړون يا گردان مومي. (← پښويه)

دا بېله خبره ده چې تر پسرغښتي ژبپوهنې پورې ورته، ان د لويديزو پښويپوهانو (گرامر ېستانو) پام هم دومره نه وو اوښتی او پر هماغه را پېژندلو دودو غونډلو يې بسنه کوله؛ په نورو ټکو، د هماغه ټولمنلي پېژند له مخې يې د نومېرلو (مشخصو) لويو او وړو توکو پر وېش او ټاکلي اوډ (تر تيب) بسيا پاتې ول. نو د هغو ترڅنگ يې لنډې گنډې نيمگړې يا د انگرېزا نو په نومَونه (coloquial, informal,slangy) غونډلې بللې. په  پسرښتي نومَو نپوهنه کې يې داسی غونډلې ته په الماني ←وييغونډله  (Satzwort →Ulrich) او په انگر ېزي  کو شنۍ ياکوشنوټې غونډله (→Palmer)  (minor sentence وايي.

پسرغښتي تيورۍ د بېخبنايي يا پټتواني (بالقوه)  او مخبنايي يا کړتواني (بالفعله) ژبنيو ډولونو ترمنځ يوه جوته سره کرښه را کښله؛ او په دې لړ کې يې لنډيزونه د کړنيزې ژبې او پښويې نه بېلېدونکې برخه وبلله

استاد غضنفرته هم، توا الهام شوی،او يا ښايي، څه لوستنه يې کړې وي، د کارونيزې (تطبيقي) پښتو ژبپوهنې د يوه همېشني مينه وال په توگه لنډکيو غونډلو، لږ ترلږه دغه يو  ډول ٌبې فعله جملوٌ   ځير شوی دی. دغلته يې هم د (و) گړنۍ پښتو بېلگې را خېستې او هم يې د ليکنۍ  هغه له اوسنيو او پخوانيو پېيلو او ناپېيلو ادبي متنونو څخه راچاڼلې دي. په دې تړاو يې دا خبره هم له پسرغښتي ليدتوگې سره پوره اړخ لگوي چې د ا راز نيمې نيمگو رې غونډلې د غږېدونکي او اورېدو نکي ترمنځ وبله پوهاوی نه خرخشنوي، يا د ده په خپله څرگندونه: ((په داسې جملو خبرې کوو چې فعل پکې نشته مگرمخاطب ته خبره بشپړه رسېږي …))؛ همداسې يې (نيم اگاهانه) د سبک له پلوه گټورتيا ته هم گوته نيسي:

 ((د ولس په ژبه کې داسې جملې زياتې دي چې په ليکنو کې د ژوندۍ ژبې رنگ او خوند پيدا کوي. )).

د پسر غښتي ژبپوهنې يوه داسې ليدتوگه د ژب-سا پوهنې (سايکو- لنگوېستيکس) زېږنده ده چې د ژبنيو توکو د نيمگړتيا، نشتيا او يا خرخشنتيا تشه په (intuition شهود، اشراق، کشف،درک فوري…) ډکوي، يانې هغه نگېر (احساس) يا ادراک چې هرڅوک يې د خپلې ژبې د سم وناسم پر وړاندې لري، په دې کې اکربکر (حالت، موقعيت) ، ليده کاته (مشاهده)، از ماينه، مخينه، بلون (تداعي)، قرينه… رانغښتل کېږي؛ هرگوره، کومه مانا يا ماناوې چې له دې لارې لاسته راځي، ٌ مصداقي ٌ مانا يا ماناوې بلل کېږي چې پر وړاندې يې يېکي يوه بېخبنايي  ُ مفهومي ٌ مانا ټيکاو لري.(←ماناپوهنه)

که نه ناشو نې وه، له نابشپړو غږيږو سېمبولونو څخه پوره موخه او مانا ترلاسه کړو: نه به د کوشنيانو او نه د ناروغانو، نشه يانو، بېړاگانو… په نيم نيمگورو خبرو اترو پوهېدای او نه د روغو جوړو غټانو له لنډکيو او خر خشنو غونډلو مو سم سهي جاج و مانا اخېستای، لکه واخلې :  پام، منډه، مه، هو، نه، بس…؛ ورځني اداب ( په خير، جوړ تازه، مخه ښه، شپه ښه يا ښه شپه… !)، يا يوبل ته وايي: درغلم ، دادی  گاډی راغی… (د وسمهال پرځای تېرمهال کارول)؛ پوځي بولۍ ( ژوند ژوند، پروت، درېش، اور…) ؛ همدا سې د غبرگ زمري راوړې بېلگې او په ← پښويه او ماناپوهنه کې زما هغه.

د داسې غونډلو د  پيداينې او کارونې د موخو، لاملونو او کارونځايونو په لړ کې ژبنۍ يا پښوييزه سپما هم  د هېرولو نه ده؛ نن سبا ژبپوهان پردې گروهه ټينگ ولاړ دي چې پر نړيوال کچ له پرلپسې نويو نويو جاجونو (مفاهيمو) سره د وييپانگې پرلپسې غځېدنې او را خپلونې د هرې سيالې او دوديالې ژبې پايښت له پو ښتنې سره مخامخ کړی او د دغه خطر د کمونې لپاره اړينه ده، د ډېرو رغاونيزو او پښو ييزو دويو (قاعدو)، ارکاييزمونو او پېچلتياوو پېټی يا بوج تر روستي شوني بريده، يانې دجاج و مانا د خونديينې په شرط، را سپک کړ شي، نو په دې لړ کې لنډ کۍ غونډلې پوره سپمايي ونډه پرځای کولای شي. زموږ د ٌ يوې -کره ليکنۍ پښتو ٌ  له څو غورو آرونو (اصولو) څخه  هم يو دا دی چې بويه په غورځن وچاڼ (اطراد و انتخاب) کې هماغو گړدودي ځانگړتياوو ته د غوراوي رښته ور کړو چې په پرتليز ډول يې پښوييز او رغاونيز ارکاييزمونه او پېچلتياوې -له سراسري ژبنی سېستم له خوند يينې سره- تر يوې نومېرلې کچې له لاسه ورکړې وي، لکه واخلې،د منځنيو گړدودو دا، د سوېل لوېديزو هغو پر وړاندې ؛ او دويم غوره آر د  ٌ ←څلورگونې وييپانگېٌ  رنگارنگي او يو برابر کارونه ده.

هرگوره، زه پرخپل وار د ((بې فعله جملو)) په گډون د لنډکيو غونډلو پر گردو بېلا بېلو ډولو نو رڼا اچوم او په ترڅ ترڅ کې دلته او هلته  د غبرگ زمري له گڼو بېلگو څخه يو شمېر پر خپلو دېو ورسر باري کوم.

الف- بې کړ يا بې کړوالغونډه:

دا هغه غونډله ده چې د وينا يا ليک په بهير کې يې کړ (کړوالغو نډ = اېښونی = مسند) وغورځول شي، له دې لاندې لارو رَودو څخه :

۱- د تړوييکي (عطفيه ادات)  ٌ او ٌ له سپما سره رامنځته کېږي، لکه :

زمر پر درو بجو راغی، خيبر او لمر پر پېنځو، زرمينه پر شپږو او زه پراتو. دغلته د کړ (راغلل)  له بېلابېلو گرداني بڼو څخه  يوازې په لومړۍ مله غونډله کې پر يوه بڼه بسنه شوې او په نورو ورپسې غونډلو کې نگښي (،،،)، په نوروټکو، لارغو (مکثو) د (او) ځايناستي شوي او پخپله  تش يوځل د روستۍ ملې غونډلې په سرکې راغلی دی او په دې توگه، هم څلور کړبڼې سپمول شوې، درې ځله (شمېرنومونه) او (بجو) او درې ځله هم پخپله تړوييکی ٌاوٌ .

۲- په دې لړ کې يې دا بېلگې هم راغلې دي چې تر پوره غونډلې روسته د نوموالغونډ (اسميه فقرې) مله توکي راځي، لکه د ((تاريخ مرصع )) دا دوې بېلگې چې ورته ولسي رنگ لري: ٌشپږ ښه ځوانان د خټکو په کار راغلل: دوه مهمندي، يو ببر، يو سيني، يو د کډې اسماعيل خېل، بل هم مېږه خېل  ٌ ،  ٌلس شل جاهلان په يوه پسې)، ( لس شل په بل پسېٌ.

د استاد شپون  له بېلگو يې:

  ٌصندلۍ ته خوگياڼيوالو چرگۍ ويله، بس مينځ كې نغرى، پكې غټې سكروټې، په خوږلن پټې. ٌ.

*دغه کار په ادبي پارسي ليکلار کې له ښايسته ډېر مهاله، لږ ترلږه زموږ له مولانا اکبر خادم او ماستر کريم (← غضنفر) سره هممهاله دود موندلی دی.

ښه مې پر ياد دي چې څه له پاسه دېرش کاله پخوا د کابل پوهنتون په علمي شورا کې زموږ د پوهنځي د پارسي څانگې د استاد ٌناظميٌ د ترفيع اثر پر ورته غونډلو نيوکه وشوه، يوه استاد لا دا وړا نديز هم وکړ چې که د ميرزايانو ٌعبارت است از : ٌ  تر غونډلو روسته سرباري کړ شي! خو څنگه چې ماته د دغه نو ښت پته لگېدله، نو د پوهنځي د استازي په توگه يې را ته دفاع اړينه واېسېده.

۳له ناتړ  ٌ يا=که  ٌ سره : دواړه رازه (ناتړ)  وييکي د غبرگغونډلې  د(دوه ملو جملو) تر منځ  د موخې له مخې د رد يا غوراوي (اطراد ياانتخاب) دنده ترسره کوي؛ له کره پښتو سره سم، لکه ٌ او ٌ تش يو ځل د روستۍ ملې غونډلې په سرکې راځي او ور له مخه يې نگښي (کامې) يا لارغې ځايناستي کېږي او هماغومره سپما را منځته کوي، لکه: زمر کار کوي، کتاب لولي، يا ورزش ته ځي. مانا يې دا چې زمر پر يو ټا کلي مهال دا يا هغه کار کوي، که څه هم، کېدای شي، د وييونکي يا ليکونکي موخه درېواړه کاره اوسي او دا راوښيي چې ورځنۍ يا همېشنۍ بوختيا يې دغه درې سره کاره ترسره کول دي، خو په پرلپسې ډول، نه هممهاله ؛ او  يايې هم، موخه غوراوی وي، يانې هغه، يا دا کار کوي، نه هغه ټول.

همداسې گڼې متليزې بېلگې، لکه: يا مرگ يا پښتونستان، موړ يا مړ، مرگ يا ژوند… ؛

د لنډيو په لړ کې :

ياخومې يار شه يا بېزار شه// يا مې پيزار شه چې په پښو دې گرځومه

يا به مې دا ياري ياري شي// يا به مې سر د غرعرې شمال وهينه

يا د شمشاد خوږې وږمې دي// يا د نجلۍ د څڼو بوی مزه کوينه

يابه دې زلفې کمربند کړم// يا به زما له وينو کېږدې سره خالونه ( د قديم په غږ کې)

همداسې ((يا دا وکړه يا دا)) د شعري لړ (رديف) په توگه چې دويم کړ يې غورځېدلی دی.

د (يا) له همچاري يا هممانيز (که) سره، لکه د خوشال د يوه سمت غزل د لړ (رديف) په لړ کې: که شته شته که نشته نشته… .

۴ – د آروکړونو(اصلي افعالو) په تړاو:

 دا کړونه په دوو يا زياتو ملو غونډلو کې يوه ځل ته رالنډېدای (عطفېدای) شي، هغه هم زياتره  په لومړۍ مله کې راځي او تړوييکی (او) بيا يوځل تر روستي نوم له مخه، لکه :

ما مڼه وخوړه، لور مې انار، زوی مې ام او مېرمنې مې هېندواڼه؛ زمري ته مې قلم ورکړ، ب زرک ته کتاب، زرمينې ته کتابچه او سنک ته… .

دغلته تړوييکى ياعطفي ادات (او) بيا تش پايته  يوځل راځي او غورځن (حذف) يې په ليکنه کې په نگښي يا کامه (،) ښوول کېږي او په گړهار کې په لارغه (مکث)؛ که ملې غونډلې ، له  همرنگو او ناهممانيزو کړونو دواړو  سره رغېدلې وي، نو ٌ او ٌ  يې يو وار پايته راځي او نور يې پرځای نگښي (،) ليکل کېږي او په لارغه  ادا کېږي.

* که د ملو غونډلو آرکړونه سره ورته نه وي، نو سره عطفېدای نه شي، او يوازې هماغه تړ وييکی (او) او همرنگه مرستيالکړونه (کول-ېدل…) د سپما چار پرځای کوي، لکه:  زرمينه لوبې کوي، مور يې پخلی، ورور يې کورنی کار او پلار يې کرکيله- هرگوره ، دغلته په عطف کې (نو ږی، گڼه، وگړی) په پام کې نيول اړين نه دي.

۵– په کړوالو (فعلي) ملو غونډلو کې د (استل- ول-دی-وو…) مرستيالکړونو د بياځلتيا (تکرار) مخنيوی، په نورو ټکو، سپما :

لکه وار له مخه چې نغوته وشوه  د (استل- ول) گرداني بڼې (يم، يو،دی-ده-دي- ياست، وو-وه-وې-ول- واست) په څوملو غونډلو کې د مخنۍ يا روستۍ هغې پايته راوړل  پرلنډون، اسانۍ او روانۍ سربېره، نه کليشه والی هم  سمبالوای شي، لکه :

زمر اويا کلن دی، مېرمن يې شپېته ، زوی يې اته دېرش، لور يې شپږدېرش، نمسی يې شپاړس او نمسۍ يې لسکلنه (ده)؛

زما پلار په کلي کې وو، ورور مې په ښار، ترونه په سرو بي او تره زامن په کابل  کې؛ زما دوه کوره په کامه کې ول او يو په  کابل؛  لومړۍ زدکړې مې په ننگرهارکې کړې وې ، منځنۍ په کابل او لوړې په بهر کې؛ تاسې وړمه ورځ پر زابل ، پرون پرکابل او نن پر لغمان ياست، يا تاسې وړمه ورځ پر زابل واست، پرون پرکابل او نن پر لغمان!

خو په دې غبرگغونډلو کې تش يو (وگړ) نومځری (تاسې) سپمېدای شي:  تاسې گهيځ راغلا +ست او مازيگر بيرته ولاړ ياست، يا: تاسې گهيځ راغلي واست او بيا وخته تللي ياست!

د استاد غضنفر له بې کړه بېلگو څخه: « زه يې ملامت، مگر دی هم بايد خپله پړه ومني.»

« موږ يې گناهگار، خو دی دې خدای راجوړ کړي.»، بس همدومره! (يعنې همدومره خبرې کافي دي)، ٌنه کار په هغه څه کارٌ   يا يې بل گړدودي ځېل ((چې نه کار- هلته څه کار))او داسې نورې بې (ارتباطي) کړ(ول-استل)  متليزې غبرگغونډلې (جوړه  جملې)، لکه: بد عمل-  د لارې مل… هرگوره،سته- نسته (شته- نشته) هم له (استل) کړ له بېلنگونو (مشتقاتو) څخه گڼل کېږي او په دې ډول يې اړوندې غونډلې په بې کړه هغوکې نه، بلکې په بې ←نومه  غونډلو کې شمېرل کېږي، په متل کې، لکه: په تېر پسې ترتاب (حسرت) نسته

د حاجي شريف  له خولې  (←غضنفر) يو طنزيه بې کړه غونډله : ((…د شيطانانو د ويشتلو لپا ره مې چې څنگه گاټو ته لاس وغځاوه ، شيطان را باندې اواز وکړ: شريفه ته هم؟)) يانې ته مې د يوه پخواني يار په توگه  هم ولې؟

ب-  بې نومه يا هغه لنډکۍ غونډله:

 داسې غونډله چې (نوموالغونډ = ايښی يا مسنداليه) يې وغورځول شي، هرگوره د کړ اړونده وگړپايله (-م-و، -ې-ئ،-ي… ) د اړوند نوم استازي کوي، خو زموږ د دوديزې نومونپوهنې پر خلاف يې ((متصل ضماير)) نه بلل کېږي ، لکه : کورته ځم، نن کار نه کوم… يا تش يو گردان شوی کړ، لکه: راغلم-راغلو، راغلې- راغلئ …)؛ له متليزو غبرگغونډلو څخه، لکه : وخوره او مه مره (بخور و نمير، قوتوا و لايموتوا)… .

د اوږدو غونډونو په لړ کې ، لکه د خبرو اترو په بهير کې او بيا د يوې پوښتنې (کور ته ور غلې؟) د غبرگون په توگه : واښه پر خوله- رسۍ پر غاړه! يا دا په زړه پورې بېلگه ((خان خپه- بي بي خوشاله)) چې يو مهال د يوه گرانبيه ښايسته ټوکر په نامه يې ديوه نوموالغونډ او بيا د يوه پاخه تړښتي ويي ( ترکيبي کلمې ) په توگه دود موندلی وو. (← وييپوهنه : تړنگونه)

ج- غونډ- غونډلې (عبارتي جملې) :

يوه غونډ- غونډله يا غونډيزه (عبارتي) غونډ له د لنډ کۍ غونډلې هغه ډول دی چې له آره د غونډلې د دوه گونو غونډونو (نوموالغونډ او يا کړوا لغونډ) له غورځن (حذف ellipse) څخه  راپاتې يو خپلواک يا ناخپلواک غونډ وي.

–  زياتره سرليکې (سرلوحې)، سرليکونه، نارې، شعارونه، اعلانونه، ورځني اداب، لکه: هرکله- هرکله، جوړ تازه، پر مخه ښه، خدای په امان، ورځ-گهيځ- غرمه نېکمرغه! (نېکمرغه) هم نن سبا (-ښه) ته رالنډ شوی دی؛ پوځي غونډيزې بولۍ، لکه : کيڼ څرخ! ښی څرخ!

يا له کړسټو سره:  ښی شاگرځ! کيڼ شاگرځ! وړاندې مارش! وړاندې گور! ټولی درېٍش (درېږ)!

– رسنيزې بېلگې: نور بيا، تربيا، تربياليدو، ترسبا، خدای سپارلی… .

– د خبري غونډلو د غبرگونونو په  توگه، لکه په دې روسته خبرو اترو (دايلاگ) کې:

-زمر مې وليد!

-څومره ښه!، (څومره بده!)،

– دا  ترهگرۍ به ژر پايته ورسي!

– پر خوله دې گوړې شکرې!

– د پوښتغونډلو د غبرگونونو په توگه:

– کله راغلې؟

-پرون مازيگر!

– څو بجې ؟

– څلور نيمې!

– بيرته کله ځې؟

– سبا بل سبا!

د غضنفر پر اخځ: د ( ۱-وگړي) له خوا د خوشال په شعرو کې :

(زه څه) خدای پر ښکلي مخ باندې مين دی…د ( زه لا څه يم) پرځای. (ښه خو دا) چې د چا نوم پکې يادېږي… د (ښه خو دا ده) پرځای، له دې دامه په څه چل راوتل لا ښه… د (دا ښه ده) پرځای.

حميد وايي :

تر هغې ورپسې ژاړه، څو درځي عبدالحميده

 (دا په دا) چې دُر مونده شي په درياب، (نه په ناله کې)

په (نه چې باران وشي)  کې، ((نه چې)) لکه نورو ورته لنډيزونو غوندې  له آره د لومړۍ څېرمه غونډلې (کېدای شي) پرځای راغلې؛څومره ښه، که وشوه ،ښه ترښه- که نه…

يوغونډيزه (منادا) هم يوه ندائيه غونډله  بلل کېږي، لکه  د بازنامې په لومړي بيت کې :

((خدايه!)) ته په زړه کې اچوې دا مينې (چې په ښکار دې مبتلا کړم ، ته مې وينې!)

ه- وييغونډله (يو لغته جمله) :

دا داسې لنډکۍ غونډله يا د غونډلې انډول ده چې يو (ساده، بېلښتي يا تړښتي) ويي د يوه متن يا خبرواترو په بهير کې د غونډلې دريځ راخپل کاندې، هغه هم له بېلابېلو ماناناوو او پښوييزو چارونو سره.د وييونو په لړ کې  څلورگونې نوم ډولونه: څيزنومونه ( غر، اوبه، ونه، ښځه، سړی، دروغ، رښتيا، درېغ، درېغه …)، ستاينومونه (ښه، بد، تور، سپين، نېکمرغه، يابس→…)، شمېرنومونه (يو،دوه، درې…) او نومځري) (زه،موږ، ته، تاسې، دی، دا، دوی …)، کړولونه (ژر، ورو، وړاندې، رو سته، نن، پرون، تل، تل ترتله، هر کله، هرو مرو…) ؛ هرگوره، د تېر ډول  په  څېر دلته هم  د ورته خبرو اترو يا دايلاگونو په کار ونگ سره، لکه :

–  يوه ډوډۍ څو افغانۍ ده ؟

– لس!

– زه روغتون ته ځم.

– کله؟

– نن!

کلداره  لوړه ده، که افغانۍ؟

– افغانۍ!

– پر امريکا ورځ ده، که شپه ؟

– شپه!

دا څوک ده؟

– زرو!

په سودا پسې ته ځې که زه!

– زه!

لکه په سر کې چې ورته نغوته وشوه، په (و) گړنۍ پښتو کې داسې لنډکۍ غونډلې هم مخې ته راځي چې گړسره پر يووستوو وييونو اوښتي او په وييغونډلو اړه پيداکوي، لکه : توا او تبا (ته به وايې)

خدايزده (خدای پوهېږي) چې کله (خدای…) ته هم رالنډېږي ؛ د خوشال (مشواڼی ۱۸۷) د يوه درست غزل لړ د (… زده) په بڼه راغلی دی :

د گلونو قدر چازده- د بلبلې يا بورازده، نور لکه: کيميازده، وفازده، ما په تازده- تا په مازده، تا خندازده- ما ژړازده، ما رښتيازده؛ د ننگرهار خوا ته ترې قسميه هم جوړېږي: تازده او خدای چې ترڅنگ يې (ته او خدای!) هم ويل کېږي.

نورې قسميه بېلگې، لکه:

کندهاری خدښکه (xwdəška) يا ننگرهاری(خدايکه xwdāyka )، پرخدای (چې) ، (پر)خدايږو يا خداږو…

چې خوشال (مشواڼی ۱۰۷) روستی توکی تر الفپای قافيې کلمې روسته د يوه غزل د رديف په توگه کارولی دی:

راته مه وايه په تاږو- چې په تا نه ږو په چاږو

ته زما د سترگو تور يې- په دا تورو سترگو ستاږو…

يادښت: (زده) او (ږو) له آره ارکاييکې (لرغونې) کړبڼې دي چې ناپای (مصدرونه) يې (زدول- زديل) او (ږول- ږوېدل) اټکلولای شو:

(زده) يوه داسې اوړون بڼه (گرداني صيغه) ده چې د درو واړو يوگړو اوډېرگړو وگړو لپاره له تولپېر (اضافي حالت)  سره په همدې يوډول په گډه کارول کېږي، په وسمهال کې لا د پاسنيو بېلگو په لاسوند بې اړيکيز يا ارتباطي کړ ( استل) هم د بشپړې غونډلې چار پر ځای کوي، لکه: زما-زموږ-ستا-ستاسې د ده د دې- ددوی زده؛

(ږو)  بيا، لکه په بېلگو کې چې ليدل کېږي، د ورته گډې گردانې بڼې په توگه يوازې په وسمهال اړه لري، هغه هم تش په الف- پای نومونو او  د لومړي او دويم وگړنومځرو له اوښتو يا مغيره بڼو ( ما-تا-چا) سره، ځکه  د دواړو پايلې الفونه دي؛  خو (پق)  (گويږ)  له ( پرسش) مانا او(گويږل) له (پرسيدن) بشپړ اوړون (گردان ) او نومکړونو سره  راخېستی ، نو کېدای شي، له (ږو-) سره گډه ريښه ولري او د پېړيو په پوړيو کې يې له جوليز بدلون سره مانيز بد لون هم مو ندلی اوسي. لا  د جوړه تړنگ  ( پوښتنه-ږويږنه) ليکدود يې دغه  اټکل  نورهم  را پياوړی کوي.

د– وييکغونډله (اداتي جمله):

دا  د لنډکۍ غونډلې هغه کوشنيترين ډول دی چې په وينا ييز يا متني بهير، هغه هم د دا يلاگونو په ترڅ کې يووستوي وييکي (ادات) د غونډلو استا زي کوي ، لکه (ښه، نه، هو، خو، نو، هېڅ… ) د ۲وگړي، يا ۱وگړي له خواد مونولوگ، هغه هم د امر و نهې وييکو (مه! ، نه!) په توگه، لکه چې وايي :  يو تورغوږی ماشوم په (مه) او(نه) نه دی.  د ارې غونډلې  په سر کې يو شمېر کارېدونکي وييکي د څېرمه غونډلو پرځای راځي، ښه، هن، هو،سخ، گوندې (گنې) ، يا پارسي(کاش، کاشکې)… .

هن، لکه په دې شعر کې:

هن، ماخو درته ووې چې ما ستالارې کتې

اوس  نوته وايه رښتيا چې تا دچا لارې کتې

سخ (خوشا)، لکه د شېخ اسعد د ويرنې (پخ۴۶) د روستي بيت (مقطع) په سر کې:

سخ پر تا! ای ٌمحمدهٌ د غور لمر وې

 پر نړۍ به نه وي ستا د عدل سار !

ياپه دې غزليز بيت کې:

 سخ! د مهال پر اسطورو د شعر چې،

 په انځور ستورو اسمانونه سکڼي!

پوهاند دوکتور ا.م. زيار

اکسفورډ-۸ دېسېمبر۱۶

1 COMMENT

  1. ماشاالله ، استاده تر ډیرو راته ژوندی اوسې ، ډیره خونده وره څیړنیزه اوهر اړخیزه لیکنه، لوستل یی د پښتو ژبې پر ټولو مینه والو ضرور دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب