جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرد پلار پر مړینه| د صالح محمد صالح ژباړه

د پلار پر مړینه| د صالح محمد صالح ژباړه

شاعر: ندا فضلي

ستا هدیرې ته پلاره

د فاتحې لوستو ته نه یم تللی

ما ته معلومه ده چې

ته مړ کېدلی نه شې.

چا چې دا ستا د مړینې

«رښتیا» خبر خپور کړی،

هغه «دروغ» دي، دروغ

هغه ته نه وې پلاره

ها، یوه وچه پاڼه

له څانګې بېله شوله

او لاندې ولوېدله

دا زما سترګې اوس هم

دي ستا نظر کې بندې

هرڅه چې ګورم

د هر شي په اړه سوچ کومه

هرڅه دا ستا ستا د بدنامۍ او نېکنامۍ نړۍ ده

هېڅ هم بدل نه ښکاري

ستا لاس اوس هم

زما په ګوتو کې ساه ګانې اخلي

کله چې د لیک لپاره

قلم  کاغذ رااخلم

پر خپله څوکۍ تا مومم

زما په وجود کې چې څومره وینه ده

ستا له بریا او ناکامیو سره یوځای بهېږي

زما په اواز کې ستا شعور پټ شوی

زما په ناروغیو کې ته

زما په بېوسیو کې ته یې

دا ستا پر قبر چې

کوم چا ستا نوم لیکلی

دا دروغ دي

دا ستا په قبر کې خو زه ښخ یمه

ته یې ژوندی

زما په وجود کې پلاره

کله چې وخت دې درلود

زما پر قبر

د فاتحې لپاره راشه پلاره.

1 COMMENT

  1. ډيردردونکی اوښکلی نظم دی
    صالح صیب ته دې خدای اجرونه ورکړي دژباړې دپاره هروخت ډيرې ښکلې موضوع ګانې ټاکي اوښایسته یې هم ژباړي

    صالح دی خدای صالح اوخوشاله لري
    +++++++++++++

    کوم چا ستا نوم لیکلی

    دا دروغ دي

    دا ستا په قبر کې خو زه ښخ یمه
    ته یې ژوندی
    زما په وجود کې پلاره
    کله چې وخت دې درلود
    زما پر قبر
    د فاتحې لپاره راشه پلاره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب