جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، امریکا د دوحې هوکړې ته ژمنه نه ده

طالبان وايي، امریکا د دوحې هوکړې ته ژمنه نه ده

تاند (یکشنبه د میزان ۲۷) طالبان په هلمند کې د امریکایي ځواکونو له لوري هوایي بریدونو ته په غبرګون سره وايي، چې دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي، خو مقابل لوري نقض کړی دی.

یادې ډلې د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې امریکايي ځواکونو په هلمند کې د هوايي بریدونو په ترسره کولو د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د یادې هوکړې له مخې امریکايي ځواکونه نشي کولای چې د جنګي سیمو او د جنګ له وخته پرته په نورو ځایونو بمبار وکړي.

دوی وايي، که چېرته داسې سرغړونې دوام وکړي نو د بدو عواقبو پړه به یې د امریکا پر غاړه وي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې دې ډلې ژمنه کړې چې تاوتریخوالی به کموي او پر ښارونو به هېڅ حمله نه کوي خو یادې ډلې د تېرې اوونۍ په پیل کې د هلمند ولایت په څو ولسوالیو او مرکز پراخ بریدونه پیل کړل، چې له یوې اوږدې مودې وروسته امریکايي الوتکو د طالبانو پر مورچو بمباري وکړه.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد وویل، چې طالبانو له ده او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر سره ژمنه وکړه چې د دوحې د موافقې سره سم به پر ښارونو بریدونه نه کوي او تاوتریخوالی به کموي.

د راپورونو له مخې د هلمند د جګړې له امله شاوخوا ۷۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي او دغه راز د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو په ګډون پکې سلګونه طالب وسله والو ته مرګژوبله اوښتې ده.

3 COMMENTS

  1. طالیبه،په کومه ګناه د ولس له خپلو کورونو شړلو ته مجبور کړل؟دا جنګ ته څه ضرورت وه؟په دا ځایونه کی خو یو کافر خارجی عسکر هم نه وه؟
    په دا ساړه هوا کی،په دا لوږه ،کرونا وخت کی دومره لوی بریدونه کړل عقل نه منی.
    چه بد غورځی ،بد به پرځی،
    پاسنی خلکو قطار په شان د ستا مړی هم کویټه. کراچی،پنډی،پښاور ته ورسیده

  2. دلال طالبه!
    ددوحې د تړون په کومه برخه کې لیکل شوي چې تاسو دلالان به په هلمند حمله کوئ او ۷۰۰۰ بې ګناه کورنۍ به په دې یخ ژمي کې له کوره بې کوره کوئ او یا به یې وژنئ یا زخمیانوئ. دلال طالبه! ددوحې د تړون په کومه برخه کې لکیل شوي چې په لویو ښارونو حمله وکړئ. ایا دا ستاسو حرمونو ویاندانو د تاسو په نمایندګي و نه ويل چې تشدد به کموو. تاسو خو په خپله خوله هم ولاړ نه یاست. یا دا چې تاسو بیخي احمقان خره او بې سواده یاستئ او په خبره نه پوهېږئ او یا دا چې ستاسو بادرانو درته امر کړی چی بیا حملې وکړئ او دا چې ستاسو د سپیتوپ موده بیا تمدیده شوې ده او تاسو ته بیا ویل شوي چې خلکو ته خولې واچوئ. په دواړه حالاتو کې مو ځان رسوا او شرمساره کړ. او دا مو په اثبات ورسوه چی تاسو مطلق خره او بې سواده ټټوان یاستئ. تف لعنت دې وي پر تاسو او ستاسو په شرمېدلو، انسان او بشریت دښمنه بادارانو. د افغان نوم مو وشرماوه لعنتیانو

  3. طالبانو چې پر لښکرګاه لویه حمله او په نورو لویو ښارونو د موټر بم حملې کوي، آیا دغه سرغړونه نه ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب