پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ښارجوړونې وزارت لسګونو انجینرانو لاریون کړی

د ښارجوړونې وزارت لسګونو انجینرانو لاریون کړی

تاند ( یک شنبه، د میزان ۲۷) په کابل کې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت لسګونو انجینرانو د دغه وزات مخې ته لاریون کړی.

لاریون کوونکي وایي، له تیرو څو میاشتو راپه دې خوا یې تنخوا نه ده اخېستې او مسوول چارواکي یې د ستونزو د حل پرځای ورته خنډونه جوړوي.

دوی زیاتوي، ترهغو چې خپل حق یې نه وي ترلاسه کړی لاریون ته به دوام ورکړي.

لاریونوالو په خپلو لاسونو کې د یاد وزارت پر ضد شعارونه لېږدول چې په کې لیکلي وو: « د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ناکامه مدیریت د دې لامل شوی، چې له پوهنې وزارت څخه دغه وزارت ته لېږل شوي انجینران، هرکال د حقوقي تنخوا د ترلاسه کولو پرمهال له ستونزو سره مخ وي.»

بل لورته د ښار جوړونې وزارت مسولانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...