جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهامنیتي چارواکي: طالبانو تخار کې د یوه ښوونځي مدیر او ښوونکی وژلي...

امنیتي چارواکي: طالبانو تخار کې د یوه ښوونځي مدیر او ښوونکی وژلي دي

تاند (یکشنبه د میزان ۲۷) د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د یوه ښوونځي مدیر او یو ښوونکي وژلي دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، طالبانو تېره شپه د شمر ښوونځي مدیر سیف الرحمان خان او د دغه ښوونځي یو تن ښوونکی مولوي عبدالکریم وژلي دي.

د نوموړي په وینا پېښه تېره شپه د تخار د مرکز تالقان ښار اړوند شمر کلي کې رامنځته شوې ده.

ښاغلی اسیر زیاتوي چې، مولوي عبدالکریم د ښوونکي تر څنګ د یوه جومات ملا امام هم وو.

که څه هم پولیس ددغې پېښې اصلي عاملین طالبانو بولي، خو یادې ډلې تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. د دې خیيرونو خو قوارې د معارف نه دي، دوی خپله اشرار ترهګر دي له دوی به شاګردان څه زده کړي ههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...