پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهځايي خلک: طالبان د کابل ـ کندهار پر لویه لار عام خلک...

ځايي خلک: طالبان د کابل ـ کندهار پر لویه لار عام خلک ځوروي

تاند (یک شنبه، د میزان ۲۷) ځايي خلک وایي د کابل ـ کندهار د لویې لارې ډیری پوستې طالبانو نیولې او خپل بیرغونه یې پرې درولي دي.

دوی زیاتوي، چې طالبانو د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند، بادام په سیمه کې هغه پوستې چې د کابل ـ کندهار د لویې لارې امنیت یې ساته تخریب کړي دي.

ځایي خلک وایي: «اوس مهال په دې لویه لاره د امنیتي ځواکونو سیارې ګزمې نشته او طالبان خلک له موټرو راښکته کوي ،تلاشي کوي یې او حکومتي کسان له ځان سره بیایي.»

د دوی په خبره په یاده لاره عام خلک او مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومت نه غواړي چې په دې برخه کې اقدامات وکړي.

حکومتي چارواکو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د یادونې ده چې د کابل ـ کندهار لویه لاره د هیواد له تر ټولو نا امنو لارو بلل کیږي.

بل لورته طالبانو هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب