سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد غور د چاودنې د مرک ژوبلې شمېر ۹۲ ته ورسېد

د غور د چاودنې د مرک ژوبلې شمېر ۹۲ ته ورسېد

تاند ( یک شنبه، د میزان ۲۷) د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې نن سهار یوې درنې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د غور د مرکزي روغتون مسؤول داکتر محمد عمرلعلزاد وایي چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمیر ١٢ او د ټپیانو شمیر ۸۰ تنو پورته رسېدلی دی.

د عمرلعلزاد په خبره تراوسه ۸۰ تنه ټپیان ثبت شوي او د ټپیانو راوړل اوس هم دوام لري.

هغه وایي، ټپیانو کې د یوشمیر روغتیایي وضعیت ښه نه دی.

د غور امنیه قومندانۍ ته څېرمه موټربم چاودنه شوې

تاند (یکشنبه د میزان ۲۷) د غور سیمه ییز چارواکي وايي، څو شیبې وړاندې ددغه ولایت په مرکز فېروز کوه ښار کې درنه چاودنه شوې ده.

ددغه ولایت د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا، چاودنه د ځای پر ځای شوي موټر بم له امله رامنځته شوې ده چې مرګژوبله هم لري، خو وايي چې په دې اړه به وروسته له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

د هغه په خبره تر اوسه ددې پېښې له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو زیاتوي چې په دې پېښه کې زیاتو کسان ته مرګژوبله اوښتې ده او د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست ودانۍ هم ویجاړه شوې ده.

بلخوا یو شمېر نا تایید شوي راپورونه وايي، چې تر اوسه په دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپیان دي.

ددې خبر د نورو جزیاتو لپاره له تاند سره پاتې شئ او خپل بروزر بیا بیا تازه کړئ

1 COMMENT

  1. الله پاک دې په افغانانو خپل رحم وکړي.
    الله پاک دې د افغانستان اسلامي جمهوریت د طالبانو د کفري او نمرودي بغاوت په مقابل کې سرفراز او پیاوړی لري. او ترهګر دې د خپل مور او پلار سره تباه او برباد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب