پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: ټول بې اسناده موټر دې د شهیدانو وارثینو ته وسپارل...

امرالله صالح: ټول بې اسناده موټر دې د شهیدانو وارثینو ته وسپارل شي

تاند (یکشنبه د میزان ۲۷) د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې ټول بې اسنادو موټر به د حکومت له خوا ضبط شي.

امرالله صالح پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه پرېکړه نن یکشنبې د میزان په ۲۷ مه د اوونۍ په غونده کې وشوه.

د ښاغلي صالح په خبره، کلونه کېږي، چې بې اسنادو موټرو د مجرمینو په پلټلو او تعقیبولو کې ستونزې رامنځ ته کړې، نو ځکه یې د ضبط کېدو پرېکړه کړې ده.

نوموړي موټر لرونکو ته خبرداری ورکړی، چې مالیي ورکړي او خپل موټر قانوني کړي، که نه له درېدو وروسه به د پولیسو په خدمت کې وي.

د صالح د په وینا، احتمال شته چې دغه موټر د حکومت له لوري تر ضبط کېد وروسته قانوني کړي او بیا یې د شهیدان د وارثینو په کورنیو وویشي.

د ولسمشر لومړی مرستیال دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په پلازمېنه کابل کې د جنايي پېښو په زیاتېدو سره نوموړي ته د ولسمشر اشرف غني په لارښوونه د څو اونیو لپاره د کابل د امنیت چارې ورسپارل شوي دي.

امرالله صالح پرون شنبه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و، د قانون د تطبیق لپاره هیڅ ډول مصلحت په پام کې نه نيسي او پر غلو او جنایت کارانو به هېڅ رحم ونه کړي او زیاته کړې یې وه، چې کابل ښار کې د غلو، غاصبینو، مجرمینو او مافیایي کړیو لېست له پخوا چمتو شوی، چې ډېر زر به د قانون په عملي کېدو سره وضعیت ښه شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب