پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه نیویارک کې د هغه واده مخه ونیول شوه چې ۱۰ زره...

په نیویارک کې د هغه واده مخه ونیول شوه چې ۱۰ زره تنه ورته رابلل شوي وو

تاند (یکشنبه، د میزان ۲۷) د نیویارک والي یا ګورنر اندرې کومو پرون (شنبه) وویل، د دې ښار پولیسو د کورونا د خپرېدو په خاطر د یوه واده، چې لس زره تنه ورته رابلل شوي وو، مخه ونیوله.

د ښاغلي کومو په وینا، ټاکل شوې وه چې دا واده سبا (دوشنبه) د نیویارک د بروکلین د سیمې په ویلیامزبرګ کې وشي.

د نیویارک والي همداراز وویل، وروسته له دې چې د داسې یوه لوی واده په اړه معلومات ورورسېدل، په اړه یې څېړنه وشوه او څرګنده شوه چې راپور حقیقت لري.

اندرې کومو ویلي، د نیویارک د راکلنډ د سیمې د پولیسو مشر په دې واده کې د خلکو د ګډون په وړاندې خبرداری ورکړی و ځکه ایالتي چارواکي هم خبر شول.

د نیویارک والي په یوه خبري غونډه کې وویل«واده کولی شئ، خو په دې وخت کې ۱۰ زره خلکو ته بلنه نه شئ ورکولی.»

څو میاشتې مخکې د امریکا په متحدو ایالتونو کې کورونا ویروس تر ټولو زیات په نیویارک کې زیات خپور و او ډېر کسان پرې اخته شوي وو خو له پر له پسې بندیزونو وروسته اوس نیویارک په نسپي ډول په ښه حالت کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب