جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادباې مینه درسره لرم خو اړتیا نه درته لرم/ژباړه: کمالپوري

اې مینه درسره لرم خو اړتیا نه درته لرم/ژباړه: کمالپوري

له خاوند سره مې لېرې په چکر ولاړو، هوا سړه وه، ورته مې کړه چې اې اور بل کړه، د سیند ترغاړې مې د ده ننداره کړه چې ښه په مینه یې لرګي راټول او اور یې بل کړ د دغه نندارې دا شېبه خوږه را وایسېده، ورغلم او لاسونه مې یې په لاسونو کې ونیول ورته ومې وویل،

-ای ډېره مینه درسره لرم، د خدای ډېر شکر دی چې تاسو لرم؟

په تمه وم چې له نوموړي هم ورته د مینې ټکي واورم خو نوموړی چوپ و، دې چوپتیا ښایسته ساعت ونیو، زړه مې ولوېد، وېرې واخېستم، اندېښمنه شوم، نوموړي په خپلې پوښتنې دا چوپتیا ماته کړه، ویې ویل یوه څه پوښتای شم، ښايي ځواب یې سخت وي؟

-دا راته ووایه چې مینه راسره لرې او که اړتیا راته لرې؟

ما هم د دې پوښتنې ځواب ته بېړه ونه کړه، هماغه سیند او څپې مې تر نظر تېرې کړې له ځانه مې وپوښتل چې که نوموړی نه وي څه به پېښ شي؟

یوازې به شم، بې ملګري به شم، خپه به یم همدې پوښتنو مې ذهن د مجردۍ پېر ته یوړ، هغه ورځو ته چې کله زه پرځان میینه وم هغه ورځې مې را یادې شوې چې کله به سهار پنځه بجې له ځانه سره غره ته ولاړم، هغې ورځو ته ستنه شوم چې د ښار له مشهورو هټیو مې ګران توکي پیرل.

ولاړم په هماغه مینه ناک اندازد خپل د خاوند لاسونه ونیول، سترګې مې په سترګو کې ور واچول ورته مې وویل چې

-ای مینه درسره لرم خو اړتیا نه درته لرم.

ځکه له ستا پرته ژوند مې تجربه کړی، هو که ته نه اوسې ژوند به ستونزمن شي، مینه ناکې شېبې به نه وي، زړه ته را تېر ملګری به مې نه وي، خو یوازېوالی به مې ونه وژني ځکه ما له ځان سره لومړی مینه کړې وه،نو ځکه دې خوږې اړیکې ته ورسېدم، هماغه و چې راته یې وویل،

-ګرانې اوس زه هم درسره مینه لرم.

له همدې ورځې مې وپتیله چې د ډېري خاوندانو دا خوښیږي موږ له اړتیا پرته دوی سره مینه وکړو، زه وایم مینه باید همداسې وي چې د ده شخصیت او کړو وړو سره دې مینه وشي، نه دا چې ستا د اړتیا د پوره کیدو په پار دې ورسره مینه وي.

هو خاوند سره دې باید مینه وي خو اړتیاوې دې په خپله پوره کړه مخکې تردې چې چاته ووایې مینه درسره لرم.

باید ډېرې مینه ناکې شېبې تجربه کړې، باید له ځان سره کېنې، د ځان ملګری شې، که هېڅوک په دې نړۍ کې نه وای، ستا زړه باید وېره او لړځار وانه خلي، ځکه ته د ځان په شان ملګری لرې له هغې وروسته دې مقابل لوري سره مینه لا زیاتېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب