سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهافراسياب خټک: پاکستاني ملایان کابل کې خپل لاسپوڅي څاري، افغانستان یې یرغمل...

افراسياب خټک: پاکستاني ملایان کابل کې خپل لاسپوڅي څاري، افغانستان یې یرغمل کړی

تاند( يکشنبه ، د اسد ۹ مه) د پښتونخوا مشهور ملتپال سياستوال افراسياب خټک کابل ته د پاکستاني ملایانو د پلاوي د سفر په اړه توند غبرګون څرګند کړی.

ښاغلی خټک، چې د پاکستان په مشرانو جرګه کې سناتور او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د سازمان مشر هم پاتې شوی، په يوه ټویټ کې لیکلي:«‏پاکستاني جنرالان/ملایان ځان ته د جینکو تعلیم او مارشلايي جمهوربت غواړي، خو په افغانستان یې ټوپکمار طالبان تحمیل کړي.»

افراسياب خټک زياتوي:« پاکستاني ملایان کابل ته د لاس پوڅو نظارت ته تللي، دوی نه چا پوښتنه ونه کړه چې تاسو په یوه اسلام کې دغه دوه رقمه چلن څنګه توجیه کوئ ؟ ټول چل د افغانستان استقلال ته جوړ دی.»

د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د ښاغلي خټک دا څرګندونې ستايلي او له زړورتيا ېې ډکې ګڼلي دي.

کابل ته د پاکستان د مشهور ملا تقي عثماني په مشرۍ د پاکستاني ملایانو د يوې ډلې د سفر او لیدنو کتنو پر وړاندې د افغانانو توند غبرګونونه دوام لري.

دغه پلاوی، چې خو ورځې مخکې ظاهرآ طالب مشرانو ته د مشورو په موخه کابل ته راغلی و ، اوس ویل کېږي چې د طالبانو له ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د ليدنې لپاره کندهار ولايت ته روان شوی.

د ياد سفر پر مهال طالب چارواکو سره د دغه پلاوي مغرورانه او د طالب چارواکو تحقير شوې څېرې د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

د پاکستاني ملایانو د دغه سفر پر مهال د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند او د لوړو زده کړو وزير مولوي عبدالباقي حقاني سره د دغو ملایانو د لیدنو ځینې عکسونو ډېر نور افغانان هم قهرولي دي.

د پاکستاني ملایانو د پلاوي یوه غړي د طالبانو له لوري د افغان نجونو له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو د پرانيستلو خبر هم ورکړی.

ډېرو خلکو په دې اړه په خپلو غبرګونونو کې ویلي، چې د طالبانو پریکړې ټولې ډ پاکستان په لاس کې دي او طالبان د دغه هېواد ملېشې او د استخباراتي سیاستونو تامينونکي دي.

طالبانو بیا په دې اړه ټول تورونه رد کړي.

1 COMMENT

  1. طالب په خپل وطن خه پوهیگی ، مکتبی شرمیدلیه روسی او آمریکایی نظامی او ملکی مشاورین می دی په یاد دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب