دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Home+د الن پو د تلین په یاد

د الن پو د تلین په یاد

تاند- نن د اکتوبر اوومه د نامتو امریکايي لیکوال او شاعر الن پو له تلین سره برابره ده. الن پو د ۱۸۴۹ د اکتوبر په ۷ مه سا پرې کړې. د ادګار الن پو او د ده د ماندینې ویرجینیا پو هډوکي په ۱۸۷۵ کال د مریلنډ د ویسټ مینسترهال هدیرې په یوه مقبره کې، چې اوس په بالتیمور کې د مریلنډ پوهنتون د حقوقو پوهنځي برخه ده، خارو ته وسپارل شول.

دی د امریکا د رومانتیک غورځنګ بنسټګر ګڼل کېږي.

د ده لومړني اثار د شعر درې ټولګې وې چې له ۱۸۲۷ تر ۱۸۳۱ کلونو ترمنځ خپرې شوې دي.

د الن پوه د تلین په مناسبت د ده یو شعر د تاند لوستونکو ته وړاندې کېږي. دا شعر نجیب منلي ژباړلی دی:

په خوب کې خوب

دا مچکه دې تندي باندې درواخله

چې زموږ لارې بېلېږي

دا یوه له ما نه واوره

نه، ته نه وې خطا شوې چې ویل دې

«ستا ژوندون هسې یو خوب و.»

دا چې هیلې په هوا شوې

یوه شپه که یوه ورځ کې،

په یو خیال کې یا بې هېڅه،

دا خو ده چې هغه لاړې.

څه چې یو او څه چې ښکارو

بس په خوب کې یو بل خوب دی.

موج ځپلي ساحل باندې

د غوغا منځ کې ولاړ یم

او په لاس کې  نیولي

د زري شګو نینکې.

څومره لږې! لا زما د ګوتو وت کې

ښکته درومي او دوړېږي.

او زه ژاړمه، زه ژاړم

لویه خدایه ولې موټی

ټینګولای باندې نه شم

د بې رحمه موج له واره

لویه خدایه د دې شګو

تش یوه دانه ژغورلای ولې نه شم؟

څه چې یو، او څه چې ښکارو

ګوندې خوب کې یو بل خوب یو؟

Edgar Allen Poe

A DREAM WITHIN A DREAM

Take this kiss upon the brow!
And, in parting from you now,
Thus much let me avow
You are not wrong, who deem
That my days have been a dream:
Yet if hope has flown away
In a night, or in a day,
In a vision or in none,
Is it therefore the less gone?
All that we see or seem
Is but a dream within a dream.

I stand amid the roar
Of a surf-tormented shore,
And I hold within my hand
Grains of the golden sand
How few! yet how they creep
Through my fingers to the deep
While I weep–while I weep!
O God! can I not grasp
Them with a tighter clasp?
O God! can I not save
One from the pitiless wave?
Is _all_ that we see or seem
But a dream within a dream?

1849.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب