دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ په کراچۍ کې پر چینايي پلاوي برید...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په کراچۍ کې پر چینايي پلاوي برید کړی

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۶ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې تېره شبه یې د مجید لوا د فدايي جزوتام ځواکونو په کراچۍ کې څو تنه چینايي انجینران او پانګوال وژلي دي.

د بلوچستان دې بېلتون غوښتونکې ډلې په یوه خبرپاڼه کې، چې تاند ته هم رسېدلې، ادعا کړې چې فدايي ځواکونو یې د کراچۍ له هوايي ډګر څخه د چینايي انجینرانو او پانګوالو پر پلاوي په داسي حال کې برید وکړ چې هغوی د هوايي ډګر له وي آی پي برخې څخه راوتل.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ویندوی جنید بلوچ له لوري رسنیو ته د استول شوې خبرپاڼې له مخې، په دې برید کې د چینايي پلاوي د څو غړیو ترڅنګ ګڼ شمېر امنیتي ساتونکي او پوځیان هم ووژل شول.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې د دې برید مسوولیت مني.

د پاکستان حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې په ځلونو پر چینايی اتباعو بریدونه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب