دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهد بدخشان په یاوان ولسوالي کې د مځکې ښوییدو خلکو ته تاوانونه...

د بدخشان په یاوان ولسوالي کې د مځکې ښوییدو خلکو ته تاوانونه اړولي

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۶ مه) له بدخشان ولایت څخه د رارسیدلیو خبرونو له مخې، له تېرو څو ورځو راهیسي په دغه ولایت کې مځکه ښویېږي او له کبله یې خلکو ته تاوانونه اوړي.

ځايي اوسیدونکي او په بدخشان کې د طالبانو چارواکي وايي چې دا پېښه د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالي په یوه کلي کې شوې ده.

په بدخشان کې له پېښو سره د مبارزې د ادارې ريیس محمداکرم اکبري پرون (یکشنبې) ځايي رسنیو ته وویل چې د مځکې د ښویېدو له امله د یاوان ولسوالۍ د یدنیل کلي اوسیدونکو ته ډېر تاوانونه اوښتي دي.

ده همداراز وویل چې د ده تر مشرۍ لاندې ادارې سیمې ته دوې ورځې وړاندې یو ټیم استولی او د دغه ټیم څېړنې ښيي چې د مځکې د ښوییدو له کبله ۶ کورونه، یو جومات، سړکونه، ویالې، باغونه او کرنیزې مځکې تر خاورو لاندې شوي دي.

په بدخشان کې، چې زلزلې پکې ډېرې کېږي، تر دې پخوا هم په ځلونو غرونه او مځکې ښوییدلي او خلکو ته یې د سر و مال تاوانونه اړولي دي.

خو ځايي اوسیدونکي وايي چې په یاوان ولسوالۍ کې له ښه مرغه د وروستیو ورځو په پېښو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب