یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسرچېنې: د امریکا بې پیلوټه الوتکو کابل کې د داعش پر ضد...

سرچېنې: د امریکا بې پیلوټه الوتکو کابل کې د داعش پر ضد بریدونه کړي

تاند( يکشنبه ، د اسد ۹ مه) راپورونه وايي، چې د امریکا متحده ایالاتو بې پیلوټه الوتکې نن سهار د کابل په فضا کې لیدل شوي.

ويل کيږي، چې دغو الوتکو د داعش ډلې پر ضد يو شمېر بریدونه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل هم د ځینو سرچینو په حواله دغه راپورونه تایید کړي.

د‌ نبيل په وينا، طالبانو له امریکا سره د دوحې د سولې تړون کې ژمنه کړې، چې دغه هېواد سره به د داعش ډلې پرضد مبارزه کې مرسته کوي.

نبيل زیاتوي، چې ياد شوي بریدونه ښايي د همدغه توافق په اساس شوي وي.

يو شمېر نورو سرچينو هم ويلي، چې په کابل ښار کې د نن سهار رسنيز شوي مبهم بریدونه په ډېر ګومان د امریکا د بې پیلوټه الوتکو اړوند وو.

له کابل ښار څخه نن د څو چاودنو خبرونه ورکړل شوي، چې طالب وياندويانو ېې په اړه رسنیو ته ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د څو ادعا شویو پېښو له ډلې په شېرپور سیمه کې پر یوه تش کور د توغنديز برید خبر تایید کړی، خو ویلي چې دغه برید کومه مرګ ژوبله نه لري.

هغه د برید په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د امریکا حکومت او د طالبانو ادارې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د ادعا شويو بریدونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب