جمعه, دسمبر 13, 2024
Home+دوه زره کاله ورسته

دوه زره کاله ورسته

لیکوال: سیدحسین سعادت منټو

ژباړه: عبدالرحمن درمان

(لنډه کیسه)

خاوند: ما دا  ویلې چې ته اوري کنه

ښځه: اورم خو یی ، وایه

خاوند: یولوی عالم وویلې چې

ښځه: ها رښتیا ماته اوس را یاد شو ، دهوبې به ستا جامې کله راوړي چې اتویی کړم

خاوند: رابه یی وړی ، هغې ته به د ډیرو ورځو کار پروت وي ، ها رښتیا ما دا ویل چې یو لوی عالم ویلې

ښځه: زه سبا غواړم چې خپلو ملګرو سره یو جشن ونیسم ، که ته چیرته حلوا را نه وړي نو بلقیس به له تا نه خفه شي

خاوند: را وړم یی ، جشن خونن نه دی ، سبا ته یی راوړم ګرانې،  د چاندني چوک د دې ځاي څخه دومره نه دې لیری خا  ! ما دا ویلې چې یو لوی عالم ویلې

ښځه: پریږده مړه ، تا چې د چاندنې چوک نوم واخیستلو نو ما ته یو ضروري کار را په یاد شو ، زما بنین شلیدلې دی یو دانه راته هغه واخله ، نمبر خو یی درته معلوم دی کنه؟

خاوند: ماته مې دروازه هم  په یاد ده ، سبا نه بل سبا به یی درته راوړم ، او که ډیر ضرورو دې پکار وی نو د نوکر سره به یوځاي لاړشم او زه به یی درته راوړم ، ها ما څه  ویلې  ها ، یولوی عالم ویلې …..

ښځه: ته دا پریږده دا راته وایه چې زه ستا د نوکر دلاسه ډیره تنګه شوې یم اول نمبر دروغژن دي ، بد ژبی دی ، زما هیڅ خاطر نه کوي ، تاته ما مخکې نه هم ویلې وه چې د دې حساب پاک کړه ، صرف د دوه میاشتو معاش یی پاتې دی، دې ته رخصت ورکړه او  یو نوي نوکر پسې وګرځه

خاوند: څومره نوکران راغلل ټول یوشان دی ، زه تا پوهوم چې په نوکرانو کې هیڅ توپیر نشته ، خو خیر پریږده یی دا چې ته وایی نو سبا ته ورله حساب ختموم  او خپلو دوستانو ته وایم اویو نوې نوکر درته پیدا کوم ، خا ، ما دهغې عالم باره کې خبره کوله هغه وایی

ښځه: ته چپ شه ، دا د منی د ژړا غږ نه دی

خاوند: نا ، نه دې خیریت خو دي ؟

ښځه : دپرون راهیسې د دې د دشمنانو طبیعت خراب دی ، ته خو ټوله ورځ په دفتر کې یی او چې د دفتر نه راشی نو کلب ته ځي تا ته د دې خیریت څه

خاوند: دې ته اوس ګوره ، تاخو ګیلې بیا شروع کړی ؛ دا پریږده غوږ شه چې زه دې دیوې نا اشنا خبرې نه خبر کړم …….. یو لوی عالم ویلې

ښځه: لومړی زما دخبرې ځواب را کړه

خاوند: وایه

ښځه: نه ، بیا به تپوس کوي ، دا راته ووایه چې زما سالګره کله ده

خاوند: ماته یی نیټه معلوم ده او خپله وعده هم راته یاد ده ،  تاته به ستا دپیدایش

په ورځ سهار وخته ستا د خوښې جامې در ورسیږي ، اوس خوشاله شوی ، ها ما دا ویلې چې یولوی عالم ویلې ده

ښځه: هغه جامې راته راوړه کومې چې ما خوښې کړی . ښا اوس وایه چې هغې څه ویلې دي

خاوند: یولوی عالم ویلې چې دوه زره کاله ورسته به په نړۍ باندې ښځې حکومت کوي ، اوس زه دا فکر کوم چې دوه زره کاله ورسته ولی؟…………..

1 COMMENT

  1. 《 سقراط د کوټی په کُنج کی غلی ناست ؤ او د ” تفکر ” په سمندر کی ډوب ؤ، ښځی ئی ور ږغ کړه چی ولاړ سه سړیه کور جارو کړه، تا څه سر پر ځنګنو ایښی دی او ښځی غوندی چُرت وهی.
    سقراط ور ته وویل چی ” جارو ” د ښځی کار دئ او ” تفکر ” د نر کار دئ. 》
    البته
    نور نو موږ نه یو خبر چی وروسته څه پیښه سوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب