شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد پښتونخوا پولیس: یہ جو نامعلوم یہ ہمیں معلوم ہے

د پښتونخوا پولیس: یہ جو نامعلوم یہ ہمیں معلوم ہے

تاند (چارشنبه/د دلوې ۱۲مه) — د خیبر پښتونخوا پولیسو نن د یوه لاریون په ترڅ کې د خپلو وژل شویو ملګرو د عام قتل د څرنګوالي معلومولو لپاره غږ پورته کړ.

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې د پولیسو له قوله وایي چې هغه کسان ورته معلوم دي چې د دوی د ملګرو په قتل کې لاس لري.

په پاکستان کې، معمولا د نامعلوم اصطلاح د پاکستان د استخباراتي ادارو او د پوځ د هغو منسوبینو لپاره کارول کیږي چې په بېلابېلو بهانو خلک وژني او وېره خپروي.

د دوشنبې په ورځ د پښتونخوا د پېښور د پولیسو مېنې (پولیس لینز) په جومات کې په یوه حمله کې چې څوک یې ځانمرګی برید او څوک یې د ډرون برید بولي، ۱۰۱ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

له دې پېښې وروسته، د پښتنو د ملتپالو ګوندنو تر څنګ عامو خلکو او نن ان پخپله پولیسو د خپلو ملګرو د قتل تور په پوځ او استخباراتي ادارو باندې پورې کړی دی.

د پاکستان د پوځ په وېب سایټ د خپرو شویو معلوماتو په اساس، د دغه هېواد پوځ د ۱۹۴۷ د اګست په ۱۴مه د جنرال سر فرانک والټر میزیري په نامه برتانوي جنرال په مشرۍ جوړ شو چې له یادې نېټې څخه د ۱۹۴۸ د فبرورۍ میاشتې پورې یې مشري پر غاړه لرله.

د پاک آرمي د وېب سایټ د معلوماتو له مخې، د ۱۹۴۸ له فبرورۍ څخه د پاکستان د پوځ مشري یوه بل برتانوي جنرال ډوګلاس ډیویډ ګراسي ته وسپارل شوه چې د ۱۹۵۱ د اپریل تر میاشتې پورې د دغه هېواد د پوځ مشر و او په ۱۹۵۱ کې یې دغه مسؤلیت خپل یوه روزل شوي جنرال ایوب خان ته وسپاره.

دغه راز، د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) بنسټ د برتانوي – استرالیایي جنرال روبرټ کاتهوم له خوا اېښودل شوی او ویل کیږي چې تر اوسه هم د پاکستان د پوځ او استخباراتو چارې تر ډېره له بهر څخه اداره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب