شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهایمل ولي، پښتین او متقي باور لري چې د پېښور چاودنه ځانمرګې...

ایمل ولي، پښتین او متقي باور لري چې د پېښور چاودنه ځانمرګې نه وه

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۱۲ مه) د عوامي نشنل ګوند د مشر ایمل ولي خان او منظور پښتین له لوري د پېښور د پولیس لاین په جومات کې د چاودنې د څرنګوالي په اړه د شکونو له څرګندېدو وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د پېښور د برید په تړاو د پاکستان تورونو ته په اشارې دې هیواد ته په خطاب کې وویل، «د خپل بام واوره د بل چا په بام مه اچوئ.»

ایمل ولي خان الجزیرې تلویزیون ته وویل، تراوسه پورې هیڅ ځای داسي نه دی شوي چې په کومه ځانمرګې حمله کې دې د لسګونو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ د ودانۍ چت راپرېوتی وي.

ړ طالبانو د باندنیو چارو وزیر ښاغلي متقي د چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د پېښور د پولیس لاین جومات د چاودنې د څرنګوالي په اړه وویل، باور لري چې دا ځانمرګی برید نه و.

«د پاکستان له محترمو وزیرصاحبانو نته هم هیله کوو چې د خپل بام واورې دې د بل چا پر بام نه اچوي. خپل مشکلات دې په خپل کور کې وګوري، موږ دا مشوره ورکوو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړي، دا سیمه له جنګ، بارونو او چاودنو سره بلده ده، دا هیڅ امکان نه لري چې یو ځانمرګی یا یو واسکټ یا یو وړوکی بم یا یوه بوشکه دې دومره غټ تخریب وکړي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، چې په لر و بر کې زیات پلویان لري او د ډیرو په باور په زغرده خبرې کوي، ویلي چې جي ایچ کیو (د پاکستان د پوځ مرکز) تلاشي کړئ چې ترهګر ومومئ.»

د پاکستان دفاع وزیر بیا د دې لپاره، چې د تور ګوته افغانستان ته ونیسي، ویلي چې ترهګر دوی په خپله روزلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب