پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدوداړین غبرګون | پوهانددوکتورم.ا. زيار

اړین غبرګون | پوهانددوکتورم.ا. زيار

اکسفورډ، ۳۰جون ۱۸

کره ليکنۍ پښتو ۲۷ بېواک ۷خپلواک،دوه نيمواک (wy) اولس غبر گغږونه لري؛دا دواړه غږونه له فونېتيکي کمزورۍ او بلغږۍ سره سره، خپل خپل فونيميکوالی کورټ له لاسه نه ورکوي…

عصمت الله شينواری د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانگې له هغو دوه درو هڅنده ځوانو زدکړيالانو څخه دی چې اوس اوس يې خپل رسنيز –  څېړنيزکـړاوونه (مشقونه) اوازمېښتونه له نوې ژبپوهنې او بيا يې د هماغې لو مړنۍ بنسټيزې او تر ټولو زياتې ساينتيفيکې برخې، غږپوهنې (فونولوژۍ ) را پيل کړي دي.  

څه مهال  وړاندې يې په پښتو کې د عربي ستونيز-چنغړکيز غږ  ياگوډي الف (ء) شتون رامخته کړی وو او داپلا يې د نړۍ په گردو او بيا پښتو کې ددوه گونو نيمواکغږونو (و-ی w-y) د شتون او نشتون ربړه رامخته کړې ده.

زه او دوه درې لارويان  يې د (شتون) پلويان ښوولي يو او د (نشتون) هغه يې ارواښاد پوهنمل اڅک او  پليونی (سميع وحدت) او بيا حکيم هلالي چې له شوروي استاده يې هماغه د (نشتون) ټکی پر ياد پاتې او د سرمحققۍ په کتا بگوټي (د پښتو ژبې فونولوجي. ۱۳۷۰هـ ش.) کې يې راغبرگ  کړی وو.

 گران عصمت بې له دې چې د (ژبني ساينس) آر څانگپوهان او اماتوران يا پليوني سره توپير کاندې، له يوه سره يې په ((اکادېميکو)) ژبپوهانو کې شمېرلي، په تېره هغه چې په هسې ادبپوهنيزو او ژبپوهنيزو پېښو او پليونۍ تر پوهاندۍ رسېدلي دي!

هما غه خبره شوه ((پيران نه الوځي، مريدان يې الوځوي!)). د تش په نامه شوروي کانديدنووک (هلالي) په گډون،دغه يوهم، نه ساده پښتو (زنځيري،او ناز نځيري) نومونې پېژني او توپيروي او نه  يې نومولي (فونيمونه)،پاتې لا لاتين (زېگمنتال او پرا زېگمنتال) انډولونه يې،خو دی يې په وچ زور په خوله کې ورکوي؟

هو،اڅک او پليونی (وحدت) که ووايې، يوه خبره- په زړه پورې بيا داچې د ((کتابي)) پليونی پوروړي ((مرهون)) نوم هومره  يې هم نه دی ياد کړی!

که له  تيوريکي او پرکتيکي   اوبيا ساينکرونيکي او (دايکرونيکي) پلوه مو په شلمه او يوويشتمه پېړۍ کې د ژبني ساينس له ارتو بيرتو څانگو خرانگو سره همدومره  رښتيني اکادېميک څانگپوهان درلودای او يو څه يې تراوسه د خپلې مورنۍ پښتو په تړاو راپرېښی وای، اويايې هم په نژدې را تلونکې کې د را منځته کېدا هيله وای، مابه ولې په دې  زړبوډۍ کې شپه او ورځ پرځان يوکول:

مابه په سپين سر له غزل څه غوښتل.  

نه وای که خاطر د پښتنو سترگو…

.هرگوره،  سم له لاسه يوازېنۍ اسره  مو، څو ځوانو استادانو(جمتو، ښکلي، محبوب، وحدت، مرهون… )او ځوانو شاگردانو او پليونيانو (عصمت،رحمت، نورزي، ارباز… ) ته ده، هغه هم که په لوېديزو اروپايي پوهنتونو کې د لوړو زدکړو کابو (چانس) ترلاسه کړای شي!

اوس هم د رامخته کړې سکالو  په تړاو د عصمت شينواري ليکنه:  

دی  د پوهنمل بايزيد اڅک ( ۲۶-۲۷) او پوهنيار سمېع وحدت پر اخځ  ليکي: ((نيمواک غږونه هغه غږونه دي،چې کله له واول مخکې راشي؛ نو بېواک غږ جوړوي (لکه (وار، يار) او کله چې په واول (خپلواک) پسې پيوسته راشي، نو له خپلواک غږه اغېزمنېږي او د مخکيني واول تر تاثير لاندې د هماغه واول الوفون گرځي. د (y) غږ تر (i) خپلواک غږ تالوته ډېر نژدې کېږي او د (w) غږ د (u) خپلواک غږ په پرتله زياتې شونډې راټولوي.))

بيا ليکي: ((د فونيټيکس نړيوالې ادارې (International Phonetics Association) زنځيري يا سېگمنټل غږونه پر دوو ډولو (خپلواک او بېواک) وېشلي دي. خپلواک غږونه د فونولوجۍ  له نظره هغه غږونه دي، چې د څپې زړی وگرځي او څپه جوړه کړي او د فونيټيکس له نظره هغه غږونه دي، چې د هوا د جريان په مقابل کې يې هېڅ ډول خنډ رامنځته نه شي. لکه: a, e, i, u, o, ā, ə. بېواک غږونه د فونولوجۍ له نظره هغه غږونه دي، چې څپه جوړولای نه شي او بې له خپلواکه هېڅ حرکت کولای نه شي او د فونيټيکس (اداينې ډول؟) له نظره هغه غږ ونه دي، چې د هوا جريان يا په بشپړ ډول خنډن شي او يا د هوا د جريان په مقابل کې ډېره لږه مانع رامنځته شي. لکه:  (بشپړb, p, t, ) (اولږ:) ( s, z, k, g, l, m, n, r, w, jy . په پورته تعريفونو کې هر څه روښانه دي. اوس که موږ نيمواک منو؛ نو څه ډول يې تعريفوو؟ هغه دوه غږونه (wj) چې موږ يې نيمواک بولو، هېڅکله څپه جوړولای نه شي، هېڅکله د خپلواکو غږونو په شان نه اوږد ېږي، د خپلواکو غږونو په خلاف د دوی د ادا کولو پر مهال د هوا جريان خنډن کېږي، دواړه غږونه مخرجونه لري حال دا چې خپلواک هېڅکله مخرج نه لري او چې مخرج يې ولرلو؛ نو بياخو بېواک غږ شو. د فونيټيکس نړيوالې ټولنې دا ډول غږونو ته نسبي تقريبي (Approximants) بېواک غږونه وايي، چې د ادا کولو پر مهال يې د هوا جريان په ډېره کمه اندازه خنډن کېږي. لاندې چارټ کې وينئ، چې د (yj) غږ د بېواکو غږونو په لېسټ کې د توليد د ډول له مخې نسبي تقريبي (غږ) او د توليد د ځای يا مخرج له مخې کلک تالو ييز غږ دی. په همدې ډول د (w) غږ چې غبرګمخرجه غږ دی، يانې په دوو مخرجو شونډو او نرم تالو کې ادا کېږي او د توليد د ډول له مخې نسبي تقريبي غږ دی (موخه يې بېواک غږ دی!).  

اوس خو مو دا خبره په ډاګه کړه، چې نيمواک شتون نه لري. غږونه يا خپلواک دي او يا هم بېواک؛ خو يو څه چې مخکې مې ياد نه کړل، هغه دا وو؛ کله چې په يوه خپلواک پسې نښتی د (w/j) نسبي تقريبي يا پراګزېمنټ غږونه راشي؛ نو لکه څرنګه چې د نسبي تقريبي غږونو د ادا پر وخت د هوا جريان ډېر لږ خنډن کېږي، دلته د خپلواک غږ د بارزتوب پر اساس په خپلواک غږ پسې راغلی نسبي تقريبي غږ اغېزمنېږي او لکه د يوه فونيم غوندې لوستل کېږي. لکه: منګی [mangaj]، حال دا چې فونيمونه دوه دي او هېڅکله ورته يو فونيم ويلی نه شو؛ نو يوازې د دې ځانګړنې پر اساس موږ نسبي تقريبي کانسوننټونو ته نيمواک ويلی نه شو.په پای کې وايم، چې د (w/j) غږونه د (ɻ/ɹ/ʋ/ɰ) په شان بېواک نسبي تقريبي غږونه دي او د مالوم مخرج لرونکي دي او کله چې غږ مخرج پيدا کړ(و)؛ نو هغه غږ بېو اک دی.))

اواوس د نيمواکو د شتون او نشتون ربړه :

. هرگوره، اڅک د سانفورد شېن  (Sanford A. Schane) د ((توليدي فونولو ژي)) نښير (اثر) تراغبز لاندې چې پخپله يې تر مړينې دوه درې کاله (۱۳۹۱ل) وړا ندې چاپ کړی وو او وار له مخه يې  هم ترې د لوستليکي (درسي کتاب) په توگه  پوره گټه اخېستې او ښه ترا يې سهلی (هضم)کړی وو.پردې سربېره يې دوه غبرگ  ژبپو هنيز ماستري لاسوندونه له ناروې او هنده هم ترلاسه کړي ول.که څه هم هغه ارواښاد د لويې پکتيا ترگړدودي څېړنو راروسته زما سيده اسېستا نت نه وو پاتې شوی،خو تر ډېره يې زما لوستليکي، په تېره پښويه (گرامر) تدريسا وه او اښتنې پو ښتنې يې راسره شريکولې.

که رښتيا خبره وي، ما تر هغې يوه لسيزه وړاندې چې ارواښاد اڅک د شېن (توليدي فونولوژي، زېږغږ پوهه Articulatory phonetics) راوژباړې، د لندن (ايسېکس) پوهنتون استادانو  په گډ نښير :

[A Course in Phonology1999and 2000, by Iggy Roca and Wyn Johnson University of Essex]

کې اړونده سکالو(۲۶۹) تر يوه ځغلنده کتنې تېره کړی وه ،خو بياهم د نيمواکو او ورسره د لسو غبرگغږونو په تړاو راته  د خبرو اترو يوه ښه پلمه د نوموړې ژباړنې چاپ وو چې د برابرۍ له مخې هغه  شپې ورځې هملته وم، تر دکو دليلوپه راکړه ورکړه کې سره دې جوړجاړي او پايلې ته ورسېدو:

سانفورد شېن (Sanford A. Schane) په خپلو څرگندونو کې په ټوليز ډول نه، بلکې په ((ځينو ژبو)) کې د نيمواکو د نشتون ياده کړې. داسې چې  د همرنگو واوېلو له مختاړي کولو سره د همدغو خپلواکو پر بلغږونو اوړي، او له روستا ړي کولو، يانې په غبرگغږونوکې،پر بلغږ (الوفون) د دواړو نيمواکو اوښتنه، پر هندو اروپايي کچ په هر ډول،خو په پښتو اوازپوهه (فو نيمېکس) کې  له پو ښتنې سره مخېږي.

لومړی- په دې کې اړنگ بړنگ نشته چې دواړه غږه د هر راز خپلواکو په روستاړۍ د بشپړو بېواکو دريځ راخپلوي:

۱- د (w) بېلگې:

وار، واک، واښ،واز، وز،ور،ول  ول،وړ ولور،وړ، زړور، زورور، واوره، وياړ، ويجاړ،…؛

۲-د (y) بېلگې،لکه اريان دريان، يور،يم، يو (يوو-ناکره)،ينه (ځيگر)، مينه (معشو قه) يما،يوازې،لگيا…؛: يا، ياد،يوم، يو،يوه، وياړ،ويار (عيب)، تيار، ، وړيان،…؛

دويم- دهمرنگو خپلواکو په مختاړۍ د همدغو پر بلغږونو اوړي، خو له دغه سپڼونج (فونېتيکي بدلون) سره يې هغه خپلواک ځايناستي کېدای نه شي:

۱-(w) تر اوږده او لنډ-و (o,u)روسته ،لکه: (اووه∂ow) په (وورۍy∂,owr∂ow ) او کندهاري  (اووم- هفتم m∂uw ) او (وو- بوديم، بودند uw) يا (اوړه uw) کې؛

۲-(y)  تر همرنگو (e,i) او نيوترال (∂)  روسته، لکه په (وايې wāye)،(وايي wāyi)  او يم (m∂y)-  ينه (na∂y) کې.    (ز:۳- پښويه ۲۸-۲۹)

درېيم-  دواړه غږه د ناهمرنگو خپلواکو  په مختاړۍ، چې آرو او رښتيني ۵-۵ غبرگغږونه را منځته  کوي او تر غبرگغږو بهرد همرنگو خپلواکو يابېواکو پر بلغږونو (الوفونونو) بدلېږي، خو، بې له دې چې هغه يې  ځايناستی شي او دغه فونېتيکي پېښه يې فونيميکي وکر (هويت) ، په نورو ټکو، نيمواکي له پوښتنې سره مخ کړي،لکه په لاندې بېلگو کې:

۱-/وw/ د رڼو يا ناگردو خپلواکو (a, ā,e,i) او نيوترال (زورکي )  په مختاړۍ پېنځه غبرگغږونه رغوي،لکه: (اَو aw) په (اَو،څَو، لَو،کنډَو…) کې؛(آوāw-) په (اړاو، تړاو، پړاو…) کې ؛(ېو ew-) په (لېو، دېو، رېو…) کې؛(ايو iw-) په (تريو، زوی- نيو،ډيوډيو،ډيو-ډيوک يا ټيو– ټيوک…) کې او د (زورکي په مختاړۍ، لکه( ∂w-) په (کټو، بږو، غرو…؛

– له /ی -y/ سره له دوه گونو همرنگو) (e,i) خپلواکو پرته، د نورو رڼو او تيا رو خپلواکو (a, ā,o,u) او نيوترال (زورکي )  )  په مختاړۍ پېنځه غبرگغږونه رامنځته کوي،لکه:

۲-(ی-ay) په (وری،اوړی،منی، ژمی،پسرلی…)کې؛ (آی – āy -) په (ځای،خدای، بډای،کالخوای) کې؛ (ۍ -∂y) په (ورۍ،مۍ،څمڅۍ، نړۍ…) کې؛(وی -oy)  په (زوی،دوی، لوی، توی…) کې؛ (و -u) په (بوی، خوی، دوی…).

څلورم- د بېواکوږو (کلسترونو) دننه هم لکه  په دوه پاسنو هغو کې دواړه غږونه ورته فونيمي ارزښت او بيا نيمواکي دريځ راخپلوي، لکه په لاندې بېلگو کې:

۱- (w)  په خپلو بېواکوږو (کلسترو) کې:

ورا،ورور،وراره،ورېره،گواښ،دوه،شوه،شواست،غوا،غويی،غوره،غوړ،غوږ ،زوږ،خوړ،خوړه،خواړه،خوراک،ځواک، ژواک،خوږ (ژوبل)،توږم، لوړ،لواړ، شواړ،کوَټه،خوند،ژوند،ژوندون،ژوندی،شخول، شخولی،شخوند سخوندر… ؛

۲- (یy) په  اړوندو بېواکوږوکې، لکه:  تياره،بيا، بيرته، پياز،ويال،وياړ، زيار، زيا (ياده، خاطره)،بېديا،بياتي،ژيړ، نسيه (دوه څپيز)،پکتيا؛ له الف-روستاړي سره،لکه لگيا، کسيا(ميده)،بسيا،تنگسيا…؛ له (-تيا) روستا ړي سره، لکه  بوختيا،ارتيا ،اړتيا، لوړتيا، ځوړتيا، وړتيا،روغتيا،رنځورتيا، هېښتيا… ؛

پېنځم- د نيم شونډيز يامعدوله-و(ↄ ) په توگه له نيمکله تياره والي او گردوالي سره سره يې په اړوندو تړنگو کې نه / o/،او نه/ u/ ځايناستی  کېدای شي،.هغه تړنگونه دا لاندې ډولونه رانغاړي:

دوه غړيز  بېواکوږی، لکه په دې روسته بېلگو کې، لکه:

گل (gw-∂l)،کوَر، غوڅ،غونج،غوټ،کوټ (kw∂)،کوچ (č∂kw)،کونج ياگوټ (∂gw)،ولنگ (wl-ang)، ولاړ- (رفت wl-ā )،کوچ (č∂kw-)،ورځ (wr-aj) ،وران (wr-ān)،لوړ (lw-a)،خوښ (xw-ax̌)،خورم،خورو…او نورې ډېرې بېلگې..

درې غړيز بېواکوږي يې،لکه په دې روسته بېلگو کې:    

خوله (∂xwl-)، کوړک (k∂kw)،کورت  (t∂kwr-)،(∂kwr-) کلپ (p∂kwl-)، کوړنج، غوړج، يا اوږده ترينه پېنځغږيزه څپه (خوړين xwṛ-in).

او همداراز د معدوله ورته (-ی -y) بېواکغونډونه، لکه په دې لاندې بېلگو کې:

دوه غړيز،لکه(ty)-) د ((پښتو)) په زر متي،شېلگري… ځېل(پښتيو(p∂x̌- ty-ṓ)کې؛ هرگوره،داوښتې ډېرگړې نومپايلې بېلگې يې بېشمېره دي، لکه: (-ly-) په ښا غليو،راغليو، منليو؛(-ṛy-) په وگړيو، سړيو، ژويو، وړيو،شړيو…؛ له (w) سره ورته گډې بېلگې يې،دوه غړيز بېواکوږ ي،لکه: (wy-) په ژويوياد(يو) او ښتی (مغيره) يوڅپيز ځېل (يوه ∂yw-) کې.. .؛ يا درېغړيز بېو اک، لکه ( dwy-) په (دويو dwy-ṓ يا(wry-) د(وريځ) په ننگرهاري يوڅپيز ځېل (wry-èj) کې اودا سې نور.   

لنډيز او پايلنيوی (نتيجه گيری)

په پښتو کې د (w,y)، پر دې سبرېره چې د خپلواکو په مختاړۍ د بشپړو بېواکو  په توگه پېژندل کېږي، د بېواکو او خپلواکو گډې ځانگړتياوې  يې د درېيمې زنځيري-فونيمي ټولۍ (کتېگورۍ) يانې ((نيمواکو)) په توگه په دې  لاندې څلور ډوله تړنگونو (ترکيبونو) زبادولای شو.

لومړی- دواړه غږه د همرنگو خپلواکو په روستاړۍ د همغو پر بلغږونو بدلېږي او له دغه فونېتيکي بدلون  سره يې که د بشپړ فونيميکي ارزښت (رېلېوانس) نه په برخه کېږي، نيمواکي هغه يې خو رازبادېږي، په لاندې ډول:

۱- که (w) په تړنگو (ترکيبو)کې دهمرنگو خپلواکو (o,u) يا بېواکو (b,p) په مختاړۍ يا روستا ړۍ د همدغو پر بلغږونو اوړي او تياره والی يا شونډ يزوالی (labialisation  پوره نه ورپاتې کېږي ،خو هغه يې ځايناستي کېدای نه شي، له دې لامله يې له بلغږۍ او کمزورۍ سره سره ارزښتمن غږ (relevant sound) ، په نورو ټکو،يوځانگړی زنځيري اواز(فونيم) يانې (نيمواک)گڼلای او نومولای شو؛

۲- همداراز (y)  په تړنگونو کې د همرنگو خپلواکو (e,i) يا بېواکو (č,š…) په مختاړۍ يا روستاړۍ د همدغو پر بلغږونو اوړي او هومره مختالوييزوالی (pre-palatalisation  يې پاتېدای نه شي، خو له دغې بلغږۍ او بدلون سره سره غږيږ ارږښت (relevance) کورټ له لاسه نه ورکوي، او يو ځانگړی زنځيري اواز (زېگمنتال فونيم) يې بللای شو.

دويم- د ناهمرنگو خپلواکو  په مختاړۍ، د← ۵-۵ غبرگغږونو د دويموغړو يا غږونو په توگه:

۱-  که (w) تر اړوندو غبرگغږونو بهر د همرنگو خپلواکو(o,u)، او ياهم کوم لږوډېر همو توځو يانې نرم زيږتالوييز(روستي تالوييزو) بېواکو پر بلغږونو (الوفونونو) بدلېږي ،خو له هر راز بلغږۍ سره سره يې  هغه خپلواک يا بېواک ځايناستی کېدای نه شي، په بله وينا، دغلته  بياهم خپل فونيمي ارزښت (رېلېوانس) راجوتولای شي؛

۲- همداسې (y) هم درواخله او هغه داچې تر اړوندو غبرگغږونوبهر د همرنگو خپلواکو(e,i)، او ياهم لږوډېر د همو توځو يانې زيږتالوييز بېواکو پر بلغږونو (الوفونونو) بدلېږي، بيايې هم سپڼ ونج  (فونېتيکي بدلون) بلل کېږي، په نورو ټکو، پر بلغږ اوړي، بې له دې چې هغه يې ځايناستي شي اوفونيمي ارزښت له لاسه ورکاندې.

هو، که دغلته (w)  پرهمرنگ خپلواک (o,u) واړوو،نو  وينگ يې غځېږي، د سا ري په توگه (اَوaw ) غبرگغږ يې (اَوُوao) لوستل کېږي . په بله  وينا، د ساري په ډول (اَوری awray) پر (اوري aori) اوړي، چې په دغه يوه بېلگه کې دواړه يوڅپيزغبرگغږونه دوه څپيز شوي: (او aw) پر (اوُو ao)  ځکه په نړيواله ابېڅې (IPA) کې (o) زموږ له (اٌو) سره اړخ لگوي لکه په (اور or) کې ، او همداراز د(i) پښتو انډول (ي) دی، لکه په (وريwri، ځي ji) کې؛ او همداسې(ی ay) پر(ايي ayi)،  

داسې يې هم شنلای شو:

(w) له دې وينگ غځېدا سره ، لکه پاس چې يې بېلگې وړاندې شوې، اړوند غبرگغږ د ماناونج يا لږ تر لږه د پښوييز چار (گرامري نقش) د بدلون لامل کېدای شي. ځکه (o) وينگ د نړيوالې ابېڅې ( )  پر بنسټ د پښتو له (اوږد-و) سره سمون خوري،لکه (اور) چې فونيميکي ليکدود يې (or) دی،او د لنډ-و/u/له ځايناستۍ سره يې هم ورته کانه کېږي او (ووuw) ځنې جوړېږي چې په کندهاري گړدود کې (بوديم، بودند) او (د توند باد يا سيلۍ غږ)  ته ويل کېږي، هرگوره، نور ډېری گړد ودونه،په بله وينا، ((يوه-کره پښتو)) يې پر وړاندې (wu) کاروي؛په (اوړه، اووم …) اوتر خج لاندې اوږد-و(o) پر لنډ-و (u) اړونه هم دسوېل-لوېديزې پښتو له ځا نگړتياوو څخه گڼل کېږي؛ مانا يې دا چې دواړه (w-y) غږونه په لس وا ړو غبر گغږونو (diphthongs) کې هم په خپلو آرو بڼو ارزښتمن غږونه (relevant sounds) پاتې کېږي.

د غبرگغږونو په لړ کې د زورکيوالې-ی(-ay)  يوه ځانتنۍبېلگه:

ارواښاد دوکتور کبير(ستوري) د خپل هېواد دمنځنيو زدکړو په ۱۰-۱۲ ټولگيو کې لنډ نوم (ستوری) له انگرېزي تورو سره (stori) رادود کړی وو ،خو المان ته د لوړو زدکړو له پيله تر  پايه ورته المانيانو ((ستوري)) وايه، ځکه د هغوی ليکدود تر ډېره له نړيوالې ابېڅې سره اړخ لگوي؛

د بېواکوږو (کلسټرو)  په لړکې زما خپل لنډنوم ورته ټيپيکه بېلگه ده:

ما هملته په هېوادکې د پوهنتوني زدکړو له پيل سره  پر ۱۳۳۸ل. ((غلط مشهور)) دوه څپيز(ziar) پر سم سهي يوڅپيز (Zyar) رااړولی وو، او پر روستي کال مې لاپسې رافونيميک (Zyār) کړ!

هرگوره،د ايسېکس (Essex) پوهنتون استادان (روکه او جانسن ۲۶۸-۲۶۹)  د د وينگ غځېدا د خرخشې د لرې کولو په موخه،د (w)د همرنگو خپلواکو(o,u)   او د (y) د همرنگو (e,i) د ښه ترا فونېتيکي سېمبولايزشن، يا ترا نسکرېپشن لپاره  د هغو د لنډو بڼو کارونگ وړانديزوي چې په نړيواله ابېڅې (IPA)کې شته دي: د(u,o) او (e,i) پر سر (غړوندي) ورته نگښي  يا کونډې !

دغه استادان همدغلته دواړه لانجه يي (w,y) غږونه په بېواکو کې په دې نه شمېرې چې نه د زېږ(توليد)  له پلوه، لکه ب، پ،د،ډ،ت،ټ، گ،ک تم (انسدادی) دي او نه داداينې له پلوه (لکه م،ن، ڼ) پزيز (غونه يې) او يا (لکه ل،)اړخيز ؛ نو له دې لامله يې د زېږوالي يا توليد (articulation) له پلوه هماغه  پرتليزيا نسبي (Approximant) غږونه بولي او بيا يې د خپلواکو (واوېلو) په ډله کې دروی!

نړيواله غږيزه ابېڅې (۲۰۰۰ز)  يې هم پرخپل وار همداسېارزوي اونوموي:

۱- (وw) پرتليزغږن شونډيز-نرم تالوييز             

Viced labial-velar approximant (   

او (ی y) پرتليز غږن شونډيز-تالوييز(يانې  زيږ تالوييز)

  Viced labial-palatal approximant

په هره توگه، پښتو ښايي، له هغو لرې يا نژدې خپلوانو او ياهم په ناخپلوانو ژبو څخه بلل کېږي  چې دواړه غږه ياغږيزه جوړه پکې شتون لري.، لکه څنگه چې په پورتنيو څلور ډوله تړنگونو کې راجوته شوه، څه بېلابېلې او څه ورسره گډې فو نېتيکي او فو نيميکي ځانگړتياوې دا دک و دليل پر لاس راکوي چې نه يې بېو اک وبولو او نه خپلواک، بلکې  د زنځيري فونيمونو د درېيمې  ځانگړې ټولۍ (کتېگوري) په توگه يې، په يوه بل نامه و نوموو ، او هغه هم  له يوې يوې نيمې پېړۍ راهيسې  له کارېدلې نوموَنې (ترم، اصطلاح)  سره سم، نيمواک (Semi-Vowels)او يا نيمبېواک (Semi-Consonants) په نامه!

په پای پای کې د نوې ژبپوهنې د ځوان پليوني گران (عصمت اله)  له غوږه داهم تېروم چې  د (نوې- کره) پښتو ليکلارې تر څنگ د نوې ژبپوهنې پښتو نومونپوهنه (ترمينالوجي) هم له ياده و نه باسي او بيرته  يې انگرېزي-لاتيني او يا پار سي-عربي وانه ړوي، يا د استاد صابر او استاد ښکلي غوندې ځنې ((گډوله)) جوړه نه کاندې !

د دغو نومَونو( ترمونو) بنسټ استاد (ياري) پر ۱۳۳۶ل. اېښی، ورپسې استاد الهام ،استاد شاکر پر مخ بيولې او بيا زموږ د ((يوې- کره- ليکنۍ پښتو)) له نيم پېړييز غورځنگ سره  دې پړاو ته رسېدلې چې د کابل او ننگرهار پوهنتو نونو د بېلابېلو څانگو پښتانه استادان يې هم پرسيالۍ راوستل او دوکتور نجيب اله يې د ايراني اغېز د مخنيوي په موخه اړونده ((پښتو- دري)) پروژه هوکې کړه، خو له بشپړېدا سره ، لکه گرده افغاني ټولنه د تورې غدۍ بلهاري شوه!

په ټوله پښتني- افغاني مينه.

ستاسې د ټولو زيار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب