شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبکره کتنهنصاب او لیکوالي | نعمت الله صدیقي

نصاب او لیکوالي | نعمت الله صدیقي

دا به زموږ د برخې بخت وي، چې په عمومي ډول د هیڅ ډول ستونزې د غږ اورېدنې څوک او مرجع نلرو او په خاص ډول د ډېرو بنیادي مسایلو درک او د حل خبرې مو دې هم شعاري او نسبي وي، له تېرو څو کلونو د پوهنتونونو د مشکلاتو او د نصاب د خورا جنجالي او پیچلي وضعیت په اړه چې څومره شکایتونه او نقدونه ما لوستي او اورېدلي، یقین لرم که حکومتونو یې لس فیصده د حل هوډ او ژمنتیا لرلای، تقریباً تر اوسه به مو نیمه ستونزې حل وې، ولسمشر اشرف غني به استاد، مفکر او سیاستوال وي؛ خو د ښونیز نظام د رغولو په برخه کې یې د ټیم او کار ناغیړي کله هم څوک نشي توجیه کولای. کنه وګورئ د پوهنتونونو اوسنی هر اړخیز وضعیت!! او بیا ښه وګورئ د ولسمشر د څو کلونو د ښونیزو کلیزو د مراسمو هغه رسمي ویناوې چې د ځانګړو ژمنو، جدي حکمونو په توګه یې زموږ د تعلیمي اصلاحاتو د ارشیف برخه دي،که څه هم په نصاب کې د لیکوالۍ ملامتي پر دولت ورتپل د تامل وړ ده؛ خو حقیقت دا دی، چې که دولت استاد او پوهنتون تمویلوي؛ نو د پوښتنې او سمونې حق یې هم ورسره خوندي دی، بلکې اړ دی، چې د خپلو خدمتونو په برخه کې جدي نظارت او اصلاحات رامنځته کړي.

نعمت الله صدیقي

زموږ د نصاب لیکوالي هغه ستونزه ده، چې د ټول ښوونیز نظام بنسټ یې له پوښتنې سره مخ کړی دی، استادانو د خپلو چیپټرونو او کتابونو علم په داسې بڼه او انداز لیکلی او ارايه کړی وي، چې د خپل علمي جهل يواځینی د ساتنې او پټېدنې ځای یې همدغه ځای کېدلای شي؛ خو ښه ده، چې ټول د دغه کټګورۍ نه دي، ځینې هغه علمي استادان د استثنا وړ ضرور دي، چې پر علمي کیریر(بنسټ) یې سوال نه پورته کېږي؛ خو مسله له لیکوالۍ ورپېښه ده، داسې ولې وشي؟

هغه استادان چې علمي سویه یې ټيټه وي، لیکوالي او د لیکوالۍ پوخوالی یې هم نشي بچ کولای؛ خو پر هغه استادانو د سړي زړه او خوا خامخا بدېږي، چې سره د علميت یې پر منځپانګه او موضوع نه د محصل سر ورخلاص کړی وي او نه یې له مضمون سره انصاف کړی وي، دا ستونزه یوازې د همدې علمي استادانو ستر مشکل بللی شو.

لیکوالي معمولاً له تمرین سره ډېر سر وکار لري، نه له کسبي او تیوریکو اساساتو سره، خو نشي ویلی چې یوازې د ریاضي په څېر تمرینونه دې کوه او لیکوال به شې، موږ په پوهنتونو کې د اساسي مضامینو ترڅنګ فرعي مضامین لرو، زموږ په نصاب کې اسلامیات او ارواپوهنه د فرعي مضامینو په حیث د خورا مهم ضرورت په توګه شامل دي؛ خو لیکوالي چې د سواد او بې سوادۍ پوله ده، چندان اهمیت یې نه دی ورکړی؛ حتی پرته له ادبیاتو د لیکوالۍ هیڅ کریډیټ نلرو، همدا لامل دی، چې د نن دور ډېری محصلین د املاء او انشاء د لیکلو او لوستلو اعتبار او اهمیت هم  ښايي همدغه ځای وي، چې اوس د لوستو او نالوستو چندان تفکیک نه کېږي. زه ډېری د وروستي کال حتی د ماسټرۍ محصلین وینم، چې له املاء پرته د متن د لوست مشکل سره هم مخ وي، چې دا هیڅ د بخښلو او توجیه وړ نه ده.

زموږ یو استاد به دا خبره بېخي زیاته کوله چې که د چا املاء او انشاء  زده وي، هیڅ د شاباسي وړ نه دی؛ خو چې د چا نه وي زده هغه هیڅ د بخښلو وړ نه دی، زموږ د پوهنتونونو محصلین څه؛ چې استادان یې هم د بخښلو وړ نه دي، دا د تاسف ځای دی، چې موږ نن هم د املاء او انشاء خبره پر پوهنتوني سطحه کوو، چې د پوهنتونونو او د ماسټریو مو دا حال دی؛ نو د ابتدايي او منځنیو زدکړو دې خدای مل شي.

زه وړاندیزوم، که د لوړو زدکړو د کریکولمونو کومیټې پر دغه اهمیت فکر وکړي؛ نو د حل لار يې بېخي اسانه ده، په ټولو څانګو کې دې لیکوالي هم د یو فرعي مضمون په حیث شامل کړي، موږ که ارواپوهنه د انساني سلوک او اسلامیات د اسلامي روحیې د سمونې په خاطر په هر سمسټر کې لولو؛ نو املاءء او انشاءء چې د ښونیز نظام اساس او بنسټ دی ولې یې باید د یو اصل په توګه ونه منو؟ ګنې د یو څو سمسټرونو حق خو یې بېخي لازم حق دی، رښتیا خو دا دي، چې که املاءء او انشاءء مو نه وي زده؛ نو دغه ټول اصلي او فرعي مضامین بیا هسې د یو عرف په توګه پر مخ بیایو، چې دا بیا له مسولیت يوه بله تېښته او ګنا یې کبیره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب