سه شنبه, مې 7, 2024
Homeکلتورسینماامیتابچن د سلګونو کروندګرو پور له خپله جېبه پرې کوي

امیتابچن د سلګونو کروندګرو پور له خپله جېبه پرې کوي

تاند- د بالیوود نامتو ستوري امیتابچن د هندي کروندګرو د څه باندې ۵ لکه ۶۰ زره ډالرو معادل پور له خپله جېبه ادا کړ.

امیتابچن په خپل بلاګ کې لیکلي چې په اترپردېش ایالت کې له ۱۳۹۸ کروندګرو سره مرسته کوي او پور یې ادا کوي.

امیتابچن پخپله هم په همدې ایالت کې زېږېدلی دی.

د هند کروندګر په وروستیو کلونو کې له سختې تنګسې سره مخامخ شوي، موسمي بارانونو یې فصلونه زیانمن کړي، د سونګ موادو د بیو لوړېدو او د حکومت له لوري د کافي ملاتړ نشتوالی یې د ژوند شرایط خراب کړي دي.

د دغو ستونزو له کبله په زرګونه کروندګر پوروړي شوي دي.

د حکومت له معلوماتو سره سم په ۲۰۱۳ م کال په درست هندوستان کې ۱۱۷۷۲ کروندګرو د پورونو له لاسه ځانونه وژلي چې د ورځې ۴۴ تنه کېږي.

امیتابچن د (Who Wants to Be a Millionaire) «څوک غواړي ملیوتر شي» پروګرام کوربه توب هم کوي او په وروستیو کې یې په دې خپرونه کې وویل چې له کروندګرو سره د مرستې اراده لري.

امیتابچن په خپرونه کې وویل«په وروستیو کې په مهاراشترا کې ما د ۳۶۰ کروندګرو د پور ورکولو ضمانت وکړ. د هغوی پور مې بانک ته ادا کړ. په بل ګام کې د اترپردېش ایالت د ۸۵۰ کروندګرو پور ورکوم..»

امیتابچن همداراز وویل چې له خلکو غواړي چې د کروندګرو پر مصیبت او سختیو ځان خبر کړي.

د هند صدراعظم نریندر مودي هم ژمنه کړې چې د کرنې سیکتور ته به پاملرنه زیاته کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب