چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبکره کتنهکوچی ملا! | لیکوال: زلمی حلیمي

کوچی ملا! | لیکوال: زلمی حلیمي

کلونه وروسته یې د کلي په کوڅو او شنو فصلونو کي وګرځولم، کوچینوالي او خوږه ماضي یې څوساعته زما په ذهن کي مېلمنه کړه.
زه چي په ماشومتوب کي له کلي راغلی یم له هغه راهیسي مي بیا یوازي د پلار په مرګ کلی لیدلی، هغه هم په لندو سترګو.
دې کتاب د خپل کلي خوږه ننداره راباندي وکړه روحاً مي ورکې ځان ستړی کړ او ښه ډېر مي پکي وځغستل.
زه د استاد پسرلي بابا پر غزلبڼ میین یم له شعره یې د خپل مستقبل لوی درس زده کوم او ځان د هغه د شاعرانه خیال په جنتي ژوند کي مست او ارام احساسوم.
د بابا غزل مي د ژوند لوی ضرورت ګڼلي او د هغه شاعري مي د انسان له پاره د انسانیت ښوونځی جوړکړی نثر یې هم همدوره لویه دنیا ده؛
په کوچي ملا ناول کي دوستي پالنه، سیاست، ژوند کول، نورو ته به درنه سترګه کتل، مینه او ورورګلوي په کلیواله او ډېره روانه ژبه د یوه ستر پیغام سره ګښل سوی دئ.
په دغه ناول کي استاد خورا جالب ترکیبونه او نادره تشبیهات لیکلي دي.
د لوستني پر مهال مې په هره مینه ناکه او وطن دوسته خبره کي پسرلي بابا لیدی ځکه هغه همداسي وو.
چا چي استاد مطالعه کړی وي هغه ته ورمعلومېږي.
د ناول لنډه تشریح داسي ده:
کوچي ملا د ځوانۍ په مسته مرحله کي د حجرې له کتابونو سره مخه ښه کوي او د یوې پیغلي پر راکش سوي پلو او نیم ښکاره مخ مینېږي له کېږدۍ وځي مور، پلار، ورور او خوږ وطن پرېږدي بلاخره په ډیلي، مداریس، بنارس، لکنهو او کلکته کي یې هم زړه نه ارامېږي او تر برما پوري ځان رسوي.
څو کلونو وروسته د جنګي جهاني له ویري بیرته پلی په څنګلونو کي هندوستان ته راځي، وروسته کلکتې ته او بالاخره میاشتي میاشتي وروسته بیرته دېري ته راځي مور یې وفات سوې وي او کشری ورور یې د کور خاوند سوی.
له هغه وروسته ورور واده ورته وکړي، دی کلي ته ولاړ سي هلته د یوه خان ملا سي، خو د ملایې سره سره تر بلي هري مزدوري او خواري هم لاس نه اړوي کلیوال دملک له وجه احترام ورته لري ګني د ملا هرکاره کړني یې نه خوښېږي.
کوچی ملا تیزخولی، حاضر جوابه او هوښیار سړی وي په څو ژبوپوهېږي ډېری خلک کله دجاسوس او کله د پردي ګمان ورباندي کوي څو ورځي وروسته دکلي د مکتب ښوونکی سي.
ملا معلم خورا وطن پرسته او علم دوسته انسان وي د معلیمۍ معاش یې د کور ښه ګوزاره ورکوي، خان څو جریبه مځکه هم ورکړي چي د ارام ساه اخلي، د وطن حالات او اندېښنې یې نا ارام کړي.
د داود خان له کودتا رانیولي بیا د مجاهدینو تر دورې پوري ملا د ښې ورځي خاوند نه سي.
د کمونستانو او پرچمیانو له ویري مهاجر سي هلته به کمپونو کرځي او په خپل اوازي کي د مجاهدینو دثبت کړیو ترانو کسټونه پرمهاجرو خرڅوي.
بلاخره سپین ږیری سوی ملا یو ورځ له جوماته را وځي او یوځوان یې کورته د چایو څښلو له پاره بیایې بوډۍ ښځه چای ورته راوړي ملا، چي ورته وګوري په زړه کي یې تیري خاطرې تر سترګو تېري سي ښه شېبه یی سر کښته اچولی وي، چي بیا وګوري د هغي حیاناکه پیغلي مېلمه وي، چي له کوچي ملا یې د هند او برما د څنګلونو مسافر جوړ کړی وو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب