پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeداسې هم شتهساینسنیسان اتومات ټکسي موټر جوړوي

نیسان اتومات ټکسي موټر جوړوي

تاند- د موټر جوړولو نیسان (Nissan) کمپنۍ او دینا (DeNA ) شرکت نن /جمعه/ اعلان وکړ چې په جاپان کې به اتومات یا بې چلوونکي ټکسي وازمويي.

نیسان وویل، دا موټر به د جاپان د یوکوهاما ولایت په میناتومیرا سیمه کې د مارچ په ۵ مه وازمويي.

د دې کمپنۍ په وینا دا بې چلوونکی موټر به په ټاکل شوې لار ۴ نیم کیلومتره لاړ شي.

په دې موټر کې یو ټبلیټ شته چې د ورکړل شویو مسیرونو لیست پکې خوندي دی او د موټر ازمېښت کوونکي به د ټیکست یا موبایل اپ په وسیله له یو بل سره خبرې کوي.

د نیسان او دینا له لوري دا اعلان اوبر (uber) کمپنۍ ته یو چلینج دی.

نیسان او دینا ویلي چې د دوی اتومات ټکیسیان به د ۲۰۲۰ مې لسیزې په لومړیو کې په نړۍ کې عام شي.

د دې ټکسي تر راایستلو وړاندې به نیسان او دینا د اتومات ټکسیانو د لارو نقشې او په بېلابېلو ژبو د دغو ټکسیانو د ژبو پر چمتو کولو کار وکړي.

 تر دې وړاندې اوبر کمپنۍ په امریکا کې د اتومات ټکسیانو د پیلولو اعلان کړی و.

اوبر نه یوازې د اتومات یا بې چلوونکو ټکسي موټرو پروژه لري بلکې د هوايي ټکسیانو پر پروژه هم کار کوي.

د دې شرکت د نوي پلان پر اساس، چې (Uber Elevate) نومېږي، داسي موټرونه جوړېږي چې له مځکې په عمودي ډول پورته کېږي او په عمودي ډول کښېني.

دا موټرونه به په یو وار چارج ۱۰۰ مایله سفر کولی شي.

د دې موټر سرعت به په هر ساعت کې ۱۵۰ مایله وي او ټاکل شوې ده چې په ۲۰۲۱ م کال کې چمتو شي.

په یو شمېر نورو هیوادونو کې هم بې چلوونکي موټر تجربه شوي، چې یو یې سینګاپور دی. په لاندې ویدیو کې د سینګاپور موټر وینئ:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب