جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبد افغانستان نامتو لیکوال استاد بختانی وفات شو

د افغانستان نامتو لیکوال استاد بختانی وفات شو

تاند- د افغانستان مشهور لیکوال او محقق استاد عبدالله بختیانی نن/ شنبه/ د ۹۳ کلونو په عمر وفات شو.

استاد بختیاني په خپل برکتي عمر کې تر ۱۰۰ ټوکه زیات کتابونه لیکلي چې اکثره یې چاپ شوي دي.

استاد عبدالله بختانی خدمتګار په ۱۳۰۳ کال د ننګرهار د سرخ رود ولسوالۍ په بختان کلي کې زېږېدلی دی.

ده لومړنۍ زده کړې په خپل پلارني ټاټوبي کې وکړې. په ۱۹۶۳ م کال یې په روسیه کې د روسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې له لومونوسوف پوهنتون څخه د تدریس او درسي موادو چمتو کولو میتود په برخه کې ډیپلوم ترلاسه کړ.

دی ۲۳ کاله په پښتو ټولنه کې او له هغه وروسته ۱۴ کاله په علومو اکاډمۍ کې په علمي او څېړنیزو فعالیتونو بوخت و.

د استاد بختاني زوی څېړنپوه عبدالرحيم بختانی د خپل پلار په هکله وايي«عبدالله بختاني عربي ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، اصول فقه، اصول حديث، عقايد، ميراث، صرف و نحو، بديع، بيان، معاني حکمت او منطق يې د ننګرهار او کابل په اولسي مدرسو کې د کابل عربي درالعلوم د نصاب په معيار لوستي دي او د مولوي درجې ته رسيدلى دى، فارسي او عربي ادبيات، پخوانى طب او رياضي درسونه يې د هغه وخت د ولسي مدرسو په معيار سرته رسولي دي….»

د لیکوال صاحب جان خوستي له معلوماتو سره سم، استاد بختاني د ١٣٢٥ هـ ل کال د حمل په لسمه د دولت د ماموريت لړۍ د ننګرهار ولايت د پوهنې مديريت د ١١ مې رتبې مامور په توګه پيل کړى، په ١٣٢٦ هـ ل کال د ننګرهار د مطبوعاتو په مديريت کې د ننګرهار د ولايت د مرکز د مامورينو د پښتو کورسونو د استاد په حيث مقرر شو، دغه کورسونه رسماً په پښتو ټولنې پورى مربوط و.

د ١٣٣١ هـ ل کال د اسد په مياشت کې د زيري جريدې مسئول مدير او د پښتو ټولنى مسلکي غړى شو .

ښاغلی خوستی زیاتوي، له ١٣٣٤ هـ ل کال څخه تر ١٣٣٩ هـ ل کال پورې په ترتيب استاد د ننګرهار د مطبوعاتو د مديريت مرستيال او د پښتو کورسونو آمر و، چې په پښتو ټولنى پورې مربوط و، د ننګرهار مجلې مسئول مدير، د مطبوعاتو د مستقل رياست د نشراتو د رياست مسلکي غړى، د ننګرهار د مطبوعاتو لوى مدير او د ننګرهار ورځپاڼې مسئول چلوونکى او بيا دوهم ځل د ننګرهار مجلې مسؤول مدير په توګه يې د ندې ترسره کړي دي.

په ١٣٣٩ هـ ل کال کې د پښتو ټولنى مسلکي غړى شو. د دې ټولنې د ادبياتو لوى مدير او بيا د رئيس مرستيال شو او په ١٣٥٤ هـ ل کال کې يې د څيړندوى علمي درجه تر لاسه کړه.

وروسته په اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د هيواد ورځپاڼى مسئول مدير، د پښتو د پراختيا او پرمختيا د ادارې آمر، د خلکو د فرهنګ (فولکلور) د ادارې آمر، د پکتيا مجلې مسؤل مدير، د هيواد د ورځپاڼې رئيس او سرمحرر په توګه وظيفې ترسره کړي دي.

په ١٣٦٤ هـ ل د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړى شو، دوه کاله د علومو اکاډمۍ د غړيتوب ترڅنګ د افغانستان د ليکوالو د ټولنې د رياست مرستيال او لومړى منشي و او بيا د علومو اکاډمۍ د علمي غړي په توګه پاتى شوى دى.
په ١٣٧٣ هـ ل کال کې تقاعد شوى خو استاد د ذکر شويو وظيفو تر څنګ وخت په وخت په ښوونځيو او کورسونو کې د پښتو، دري او عربي ژبو تدريس کړى او د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د پښتو ادبياتو تاريخ د استاد په حيث یې خدمت کړى دى .

په ١٣٨٢ هـ ل کال کې يو څه موده د افغان يووالي د اونيزې مسؤل مدير و، او په هماغه کال یې د علومو اکاډمۍ د ضرورت له مخې تقاعد رفع او د ١٣٨٥ هـ ش د سنبلې تر پيله پورې يې د دې اکاډمۍ د مشر علمي غړي په توګه خپلو علمي وظايفو ته دوام ورکړى او بيا تقاعد ورکړى شوى د .

د استاد بختاني يو شمېر آثار


چاپ شوي کتابونه او رسالې:

۱ په اسلام کې د ښځو حقوق _ د مصرد ((المنار)) د جريدې  د مدير ، رشيد رضا ، د ((الوحى المحمدي)) له کتاب څخه ترجمه _ د ١٣٢٩ هـ ش چاپ ( د کابل مجلې په ٢٣- ٢٥٩ مه ګڼه کې ).
٢. مصايب الدخان (د تمباکو زيانونه) _د مصر د ((الازهر)) د استاد سيد محمد عبدالغفار الهاشمي الا فغاني د عربي کتاب ترجمه_  د ١٣٣٢ هـ ش چاپ .  ( په کابل مجله کې ).
٣. اراده  (روحيات) د پروفيسور غلام حسن مجددي له دري ليکنې څخه ترجمه او د آريانا دايرة المعارف د يو شمير نورو ارتيکلونو  ترجمه_د ١٣٣٢  هـ ش چاپ .
٤. شعر او ادب – د پښتو د معاصر شعر او ادب تيوريکي څيړنه – ټولونه ، سريزه او اهتمام – د ١٣٣٣ هـ ش  چاپ . د پښتو ټولنې له خوا .
٥. د زړۀ راز – د شعرونو لومړئ مجموعه _ د ١٣٣٥ هـ ش چاپ، د مطبوعاتو مستقل رياست له خوا .
٦. پښتانه د علامه اقبال په نظر کې – ١٣٣٥ هـ ش . د پښتو ټولنې له خوا .
٧.ميرزا عبدالرحيم رحيمى (احوالواشعار) بزباندرى – ١٣٣٥ هـ ش د تاريخ ټولنې له خوا.
٨. پښتني خويونه _ ادبي ټولنپوهنيزه څيړنه _ ١٣٣٥ هـ ش د مطبوعاتو د مستقل رياست له خوا.
٩. د ملنګ جان خوږې نغمې – ټولونه ، سمون ، سريزه او ترتيب _ ١٣٣٥ هـ ش . د پښتو ټولنې له خوا،  دوهم چاپ له زياتونو سره _ ١٣٤٨ هـ ش . د پښتو ټولنې له خوا.
١٠. خوږې ترخې _ د ادبي او انتقادي نثرونو مجموعه_د ١٣٣٦ هـ ش چاپ، په کابل مجله کې او د ځانله کتاب په بڼه – د ١٣٩٠ هـ ش چاپ پخپله د ليکوال په مالي لګښت .
١١. علمي از ميښتونه په ساده و سايلو _ ساينسي درسي مرستيال _ د موريس پارکرليکنه _ د استاد غلام علي آيين له دري ترجمې څخه پښتو ترجمه _ ١٣٤١ هـ ش، د پوهنې د وزارت له خوا .
١٢ . راز _ د شعرونو دوهمه مجموعه _ ١٣٤٢ هـ ش، د پښتو ټولنې له خوا .
١٣. دشوروي اتحاد سفر (يونليک) – دکابل مجلې د ٤- ١٣٤٣   هـ ش په ګڼو کې .
١٤. پښتو کلي څلورم ټوک _ درسي _ ١٣٤٥ هـ ش . د پښتو ټولنې له خوا .
١٥. شرنګ _ د شعرونو درېيمه مجموعه _ ١٣٤٦ هـ ش، د اطلاعاتو او کولتور د وزارت له خوا .
١٦. معاصر اديبان _ تذکره _ ١٣٤٧ هـ ش . د همدغه کال په ((افغانستان کالنئ)) کې .
دوهم چاپ د ځانله کتاب په بڼه-١٣٩٢هـ ش – د خدمتګار په مالي لګښت –
١٧. توربريښ _ د پښتنو ملي تاريخي شفاهي سندرې – ټولونه ، ترتيب او سريزه _ ١٣٤٧ هـ ش، د پښتو ټولنې له خوا ، دوهم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش . د ختيځو سيمو د ژورناليستانو او ليکوالو د خپلواکې ټولنې له خوا.
١٨.پښتو لنډې کيسې_دلنډو داستانونو مجموعه_١٣٤٧ هـ ش، د هېواد په ورځپاڼه کې.
١٩. د خوشحال خان خټک ربا عيات _ دا کادميک متن جوړونه _ له ملګرو سره _ ١٣٤٩ هـ ش . د پښتو ټولنې له خوا .٢٠ د پښتو ټولنې رئيسان او غړي(تذکره)_١٣٤٦هـ ش ، په کابل مجله کې .
٢١. ابربهارى _ د دري شعرونو مجموعه _ ١٣٥١ هـ ش، د خدمتګار په مالي لګښت .
٢٢. مرغلرې_د ادبي نثرونو مجموعه _ ١٣٥١ هـ ش، د خدمتګار په مالي لګښت .
٢٣. د پښتوپت _ د لنډو د استانونو مجموعه _ ١٣٥٢ هـ ش، د خدمتګار په مالي لګښت.
٢٤. د خواجه عبدالله انصاري ژوند پېښې _ د ١٣٥٥ هـ ش چاپ، د اطلاعاتو او کولتور د وزارت له خوا .
٢٥. ديونس خيبري ديوان _ نقل، سمون، سريزه، اکادميک متن او اهتمام _ ١٣٥٦_ هـ ش،  د اطلاعاتو او کولتور د وزارت له خوا.
٢٦. دپادري هيوز کليد افغانى _ سريزه ، تعليقات او لغتنامه _ ١٣٥٦_ هـ ش، د اطلاعاتو او کولتور د وزارت له خوا .
٢٧. پښتانه شعرا ء څلورم ټوک –١٣٥٧ هـ ش. د افغانستان د علومو اکادمئ له خوا.

٢٨. پښتانه شعراء- پنځم ټوک ١٣٦٧ هـ ش – د افغانستان د علومو اکادمئ له خوا .
– دوهم چاپ – په ((پښتانه شعراء- بشپړ متن)) کې – د ښاغلي مطيع الله روهيال په زيار – د علامه رشاد د خپرندويې ټولنې له خوا – کندهار – ١٣٩١ هـ ش.
٢٩. پښتانه شعراء – شپږم ټوک – ١٣٩١ هـ ش د افغانستان د علومو اکادمئ له خوا.
٣٠. پښتانه شعراء – اووم ټوک – ١٣٩٢ هـ ش – د افغانستان د علومو اکاډمئ له خوا.
٣١. د افغانستان سفر _ له روسي نظم څخه پښتو منظومه ترجمه _ ١٣٥٧ هـ ش . د اطلاعاتو او کولتور د وزارت له خوا .
٣٢. پښتو چاپي آثار _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٥٧هـ ش، د اطلاعاتو اوکولتور د وزارت له خوا .
٣٣. د ګلوکر – د شعرونو پنځمه مجموعه _ ١٣٥٩ هـ ش، د هېواد د ورځپانې له خوا .
٣٤. د چکوسلواکيې او پوليند سفر (يونليک) – ١٣٥٩ هـ ش، د هېواد د ورځپاڼې په پاڼو کې .
٣٥. يوه هفته په اوزبکستان کې (يونليک) – د ((دوستئ مجلې)) د ١٣٦٠ هـ ش کال په پنځمه ، شپږمه ګڼه کې.
٣٦. څورب او خوار _ له روسي څخه د انتون چيخوف د داستانونو ترجمه _ ١٣٥٩ هـ ش، د هېواد د ورځپانې له خوا.
٣٧. د زړه آواز _ د شعرونو انتخابي مجموعه ١٣٦٣ هـ ش، د افغانستان د علومو اکادمئ له خوا .
٣٨. شفق _ د شعرونو مجموعه _ ١٣٦٣هـ ش، د افغانستان دليکوالو د ټولنې له خوا .

٣٩. تذکرة الشعرا ء _ تدوين ، سريزه او حواشي _ ١٣٦٣ هـ ش، د هېواد د ورځپانې له خوا .
٤٠. د باچا خان ليکونه لومړى ټوک _ ټولونه، اوډنه، سريزه او حواشي _ ١٣٦٣ هـ ش د قومونو او قبايلو د وزارت له خوا
٤١. زمونږ وطن د جرګو وطن _ تاريخي _ ١٣٦٤هـ ش، د افغانستان د علومو اکادمئ له خوا .
٤٢. د سولې اوآز ادئ قهرمان خان عبدالغفار خان _ تذکره _ ١٣٦٦  هـ ش د قومونو او قبايلو د وزارت له خوا .
٤٣. د بابا مشالونه _ د باچا خان وجيزې _ انتخاب، ټولونه او سريزه – ١٣٦٦ هـ ش د قومونو او قبايلو د وزارت له خوا.
٤٤. د اخلاص هديه _ د خان عبدالغفار خان په باره کې شعرونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٦٦ هـ ش د قومونو او قبايلو د وزارت له خوا.
٤٥. د سولې او تفاهم د ليارې مبلغ _ دوکتور سعيد افغانى _ تذکره _ ١٣٦٦ هـ ش .
٤٦. سوله او سلام د اسلام په رڼا کې  _ ديني څيړنه _ ١٣٦٧هـ ش – د علماء و او روحانيونو د ټولنې له خوا .
٤٧. د خان عبدالغفار خان اندونه او انځورونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٦٨ هـ ش د قومونو او قبايلو د وزارت له خوا.
٤٨. د پاکستان اسلامي ماهيت . . . _ تاريخي _ ١٣٦٨هـ ش، د هېواد د ورځپانې له خوا .
٤٩. د ملي ادب او ژور ناليزم خادم _ د استاد قيام الدين خادم تذکره _ ١٣٦٨ هـ ش د افغانستان د ژورناليستانو د ټولنې له خوا .
٥٠. فراقنامه _ منظومه _ ١٣٧٨هـ ش د ښاغلي اولسمل په مالي مرسته .
٥١. زما استاد الفت _ تذکره او ادب څيړنه _ ١٣٨٠هـ ش، د الفت اکادمئ له خوا .
٥٢. خوشحال خان او يو څوفرهنګيالي خټک _ تذکره او ادب څيړنه ١٣٨٠ هـ ش – په بلجيم کې د افغانانو د فرهنګي ټولنې له خوا .
٥٣. ادبي سوغات – ١٣٨٠ هـ ش – د الفت اکادمئ له خوا .
٥٤. ګلنامه _ بولـله  _ ١٣٨١هـ ش د خدمتګار په مالي لګښت .
٥٥. د ملي ادب او ژور ناليزم يو هير شوى خدمتګار شمس الدين قلعټکى _ تذکره _ ١٣٨١هـ ش . د جمال ناصر پرهيز په مالي مرسته .
٥٦. ترنم دل _ مجموعۀ اشعار درى _ ١٣٨١هـ ش د برکت الله کمين مجددي په مالي مرسته. دوهم چاپ له زياتونو سره – ١٣٩٣ – د شاعر په مالي لګښت.
٥٧. ويرنې _ د شعرونو مجموعه _ ١٣٨١هـ ش د جمال ناصر پرهېز په مالي مرسته .
٥٨. خدمتګار د فقير خېل په کتب خانه کې _ خاطرې او څيړنې _ ١٣٨٢ هـ ش – د ميا وکيل شاه فقير خيل په زيار او مالي مرسته.
٥٩. د علم قراءت ضابطه – ضبط، ثبت، سريزه او اهتمام – د ١٣٨٣ حمل – د خدمتګار په مالي لګښت.
٦٠. د قرآن شريف ځينې خطي نسخې _ تجويدونه ، تفسيرونه ، مفسران او مدرسې _ ١٣٨٣هـ ش د خدمتګار په مالي لګښت .
٦١. د بياض ديوان _ نقل، سمون، حاشيې او سريزه ( اکاډميک متن) _ ١٣٨٣ هـ ش – د الفت اکادمئ له خوا .
٦٢. زه ، ملنګ جان او خوږې نغمې _ تذکره او خاطرې _ ١٣٨٣ هـ ش د خدمتګار په مالي لګښت .
٦٣. د باچا خان ليکونه _ دوهم ټوک _ ټولونه، اوډنه، سريزه او حواشي ١٣٨٤هـ ش – د خدمتګار په مالي لګښت. د لومړي او دوهم ټوک يو ځاى دوهم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش -
په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا .
٦٤. بشريت مجبور ورنجور در آستانه هزارۀ سوم ميلادى _ اجتماعى سياسى _ ١٣٨٤ هـ ش – د خدمتګار په مالي لګښت.
٦٥. پښتو پالنه او ژب څيړنه _ ١٣٨٤ هـ ش د ښاغلو فضل الله رښتين او نعمت الله بختاني په مالي مرسته .
٦٦. حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک _ د دوکتور عارف عثمان ليکنه – د خدمتګار ايډيټ ، سريزه او اهتمام _ ١٣٨٤هـ ش – د لوړو زده کړو د وزارت له خوا .
٦٧. د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف _ ١٣٨٥ هـ ش، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا .
٦٨. د هيلې د هيلئ سپين وزر _ بديعي ترجمې _ ١٣٨٦هـ ش، د خدمتګار په مالي لګښت.
٦٩.ددين ستورى مولانا نجم الدين دهډي آخوانزاده _ ١٣٨٦هـ ش – په جرمني کې د افغانستان کولتوري ودې ټولنې له خوا. ستارۀ دين مولانانجم الدين آخونزادهء هده _ ترجمۀ دری محترم فضل الرحمن  فاضل _ ١٣٨٧ هـ ش د حج او اوقافو د وزارت له خوا.
٧٠. د سپين غره په لمنو کې _ سياسي ، ټولنيزې ليکنې ١٣٨٦ هـ ش – د حاجي محمد حسن حسام په مالي مرسته .
٧١. شجرۀ پير پټان _ مرتب : غلام حبيب نوابي _ تصحيح ، تنقيح ، ايډيټ ، مقدمه او اهتمام _ ١٣٨٦ هـ ش، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا .
٧٢. د ګلکڅونو په ارمان _ د څلوريزو مجموعه _ ١٣٨٧هـ ش په کابل کې د ګويټه انيستيتوت له خوا .
٧٣. پير افغانان د حکيم الله تصور ليکنه _ ايډيت ، سريزه او چاپڅارنه _ ١٣٨٧- د عتيق الله سخي په مالي مرسته .
٧٤. بازتاب رويداد هاى تاريخى در سروده هاى اولسى پشتو _ ١٣٨٧هـ ش – د خدمتګار په مالي لګښت.
٧٥.  دوه ادبي ليکونه _ ١٣٨٧ هـ ش په جرمني کې ((د حق لار)) ټولنې له خوا .
٧٦. د کوشاني دورې ځينې يادګارونه _ تاريخي لرغون پوهنه . ١٣٨٧ هـ ش – د خدمتګار په مالي لګښت .
٧٧. د حج سفر _ کيسې او خاطرې _ ١٣٨٧ هـ ش – د حاجي شفيق الله بختاني او وروڼو په مالي مرسته.
٧٨. فخر افغان او افغانستان _ ١٣٨٧ هـ ش –  په جرمني کې د افغانستان دکولتوري ودې ټولنه – دآغلې ((مينه)) غريب په مالي مرسته.
٧٩. د نارنج بهار _ تاريخي ، ادبي ، څيړنيز او طبي _ ١٣٨٨ هـ ش په بلجيم کې د افغان فرهنګي ټولنې له خوا – د سيد ميرويس سيدي په مالي مرسته.
٨٠. ابن سينا اديب طبيب _ ١٣٨٨ هـ ش – په جرمني کې ((د حق لار)) ټولنې له خوا .
٨١. يودوه ګوتې کاغذ _ د خدمتګار مکتوبات ـ ( په درېو ټوکونو کې ) د۱۳۸۸هـ ش چاپ – د جمال ناصر پرهيز په مالي مرسته .
٨٢. رنګين غوندې عذاب _ د اجمل خټک ژوند او فن د ١٣٨٨ د کب شلمه _ کابل د افغانستان د علومو اکادمي د سيمه ييزو مطالعاتو  د مرکز له خوا. دوهم چاپ د ١٣٨٩ د وري شلمه _ پېښور يونيورسټي بک ايجنسي له خوا.
٨٣. تذکره نويسئ معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان، د خدمتګار په مالي لګښت.
٨٤. سيدو ملنګ _ موزيکال اصلاحي ډرام په څلور وپردو کې _او د هنري موضوعاتو په باره کې څو ليکنې _ ١٣٨٩ هـ ش د خدمتګار په مالي لګښت.
٨٥. د خدمتګار يوه ادبي موندنه ( کشف ) _ ١٣٨٩ هـ ش د خدمتګار په مالي لګښت.
٨٦. د ستر خدايي خدمتګار  وياړلي يادونه _ ١٣٨٩ هـ ش د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا .
٨٧. د بينا د ماشومانو لوبې – د خدمتګار ټولونه ، سمونه ، اوډنه ، سريزه او چاپڅارنه – د دانش خپرندويه ټولنه – ١٣٨٩هـ ش.
٨٨. د خدمتګار د زړه آواز – د اشعارو کليات – په دوو ټوکونو کې – ١٣٩٠ هـ ش – د خدمتګار په مالي لګښت .
٨٩. رساله (تعاملات حقوقيه و جزائيه ملى – نګارش عبدالرحمان پژواک، استنساخ، تصحيح ، تنقيح، پيشګفتار، حواشى و هزينه چاپ – ١٣٩٠هـ ش .
٩٠- مناجات کُن فيکون و شعر هايى از شاعران نامور و ګمنام – استنساخ ، تنقيح ، ترتيب ، حواشى ، مقدمه، اهتمام و هزينه چاپ – ١٣٩٠.
٩١. د خدمتګار د ژوند سفر – لومړئ دوره – نازولى ماشوم – ذکي شاګرد – ١٣٩١ هـ ش – د خدمتګار په مالي لګښت .
٩٢. د خدمتګار د ژوند سفر- دوهمه دوره- د ويښ زلمو له کاروان سره ، دافغانستان د علومو اکاډمۍ ، ۵۳۲ مخونه ،١٣٩۴ هـ ش .
٩٣- د عشق سوغات – د کمين کليات – ترتيب ، ايډيټ، اوډنهاو سريزه – ١٣٩١ هـ ش – د بي بي حاجي د کمين صاحب د مېرمنې له خوا.
٩٤. ديوان خليفه قاسم قاسمي چهار باغي _ نقل ، تنقيح، مقدمه و تعليقات (متن اکادميک) – د خدمتګار په مالي لګښت – ١٣٩٢هـ ش.
٩٥- د عبدالقدوس پرهېز- ادبي ليکنې- ايډيت، حاشيې، سريزه او چاپڅارنه- د جمال ناصر پرهېز په مالي لګښت ١٣٩٢ هـ ش.
٩٦- د غرونو پژواک – د خدمتګار په مالى لګښت ١٣٩٢ هـ ش .
٩٧- راحت زاخيلى- د ناراحتې ټولنې شاعر – د خدمتګار په مالي لګښت – ١٣٩٢ هـ ش .
٩٨- د ښاغلي پرهېز ((ژمني ګلونه)) – ايډيت، سريزه او چاپڅارنه-١٣٩٢ هـ ش – د ښاغلي جمال ناصر پرهېز په مالي لګښت.
٩٩- د دين څو ستوري ، د مصر په عر بي جمهوریت کې دافغانستان سفارت فرهنګي څانګه – ١٣٩٤ هـ ش کال ۲۹۴ مخونه .
١٠٠- د ادب څو ستوري ، د مصر په عر بي جمهوریت کې دافغانستان سفارت فرهنګي څانګه – ١٣٩٤ هـ ش کال ۱۸۲ مخونه .
۱۰۱.  تازه ګلونه _ د معاصرو شاعرانو د شعرونو انتخابي مجموعه _ انتخاب _ ټولونه ، سمون ، اوډنه او اهتمام، دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت ،۱۳۹۴ هــ ل کال .۵۹۵ مخونه.
۱۰۲- پیر هرات خواجه عبدالله انصاري لنډه تذکره ،داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ،۱۳۹۴ هــ ل کال ،۹۴ مخونه .
۱۰۳- مقایسه نثر خواجه عبدالله انصاري پیر هرات و با یزید انصاری پیر روشان ،افغان مسلکي مطبعه ،۱۳۹۴ هــ ل کال .
۱۰۴- مولانا منصور انصاری ، د مصر په عر بي جمهوریت کې دافغانستان سفارت فرهنګي څانګه ،۱۳۹۵ هـ ش کال ۹۲ مخونه .

ناچاپ آثار:

١٠۵. افغان ، افغانستان او اقبال .
١٠۶.  د مرغلرو لټون _ ادب څيړنه _
١٠۷. دستور وانجمن _ څيرې او څيړنې .
١٠۸. د کتابو کتنه _ بيبليو ګرافي .
١۱۰- پښتانه شعراء – اتم ټوک (د کار لاندې) .
١۱۱. در ګسترۀ ادب درى ، پژوهشهاى ادبى .
١۱۲. د ملي شاعر ژوند او هنر  ( د ملنګ جان په باره کې )
١۱۳. د هېواد د بيا رغولو په هيله _ ټولنيزې سياسي ليکنې .
١١۴. د احمد ګل شاعري .
١١۵. د ملک نعيم سندري .
١١۶. د خاطراتو دفتر .
١١۷. فِغانستان _ د شعرونو مجموعه .
١١۸. تشد د او نفرت _ څلوريزې .
١١۹. د زړه زخمونه _ بوللـه .
١۲۰. د ميراث ضابطه _ فقهي .
١۲۱. د عراق سفر .
١۲۲. د بن سفر .
١۲۳. چکچکستان زنده باد ! ( خاطرې )
١٢۴. د خدمتګار د کتابخونې خطي او نادرې نسخې ، بېبليو ګرافي.
١٢۵- افغاني نومونه.

3 COMMENTS

  1. اِنا لله و اِنا الیه راجعون

    استاد عبدالله بختیانی ته دیی الله ج جنتونه ورکړی .

    زه د خپل تسلیت مراتب دده کورنۍ او ټولومینه والو ته وړاندی کووم.

    دغه ۱۲۵ چاپ شوي کتابونه او رسالې د مرحوم لخوا ټولو افغانانو ته یوه لویه خزانه او تحفه پاتی شوه.

    د خدای په آمان

  2. سلام
    د عامه كتا ب خاني به تالار كي ما د مرحوم بختاني صا حب كتابونه لوستي دي هغه نه يوازي محقق أو ليكوال وه بلكي د خبلي تولني غوره بيزندونكي وه
    كاشكي زموز مسول كسان خلك أو ولس د داسي اديبانو، ليكوا لأنو ، محقيقنو أو بياوري رجالو فرهنك به زوندني كي رابرسيره كري موز تل نامتو كسان د تولني بي رَيَّا ، واقعا عالم أو بؤ هان د معمول به شان له مريني وروسته بالو خو دفرهنك وزارت دلته به
    خبله برنامه كي خه دول مسؤليت لري
    زما فأنت عربي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب