دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسینماد هند مشهوره سینمايي ستورې سري دیویې مړه شوه

د هند مشهوره سینمايي ستورې سري دیویې مړه شوه

تاند- د هند د سینما (بالیووډ) مشهوره لوبغاړې سري دیوي د ۵۴ کلونو په عمر مړه شوه.

د سري دیوي مړینه څو شېبې وړاندې د هغې کورنۍ تایید کړه.

هوف پوسټ ورځپاڼه د سري دیوي د کورنۍ د غړیو په قول وايي چې نوموړې په یوه واده کې د ګډون لپاره دوبۍ ته تللې وه چې د زړه حمله پرې راغله.

د سري دیوې خاوند بوني کپور او لوڼې خوشي او جانهاوي کپور له دې سره دوبۍ ته تللي ول.

سري دیوې په سلګونو فلمونو کې کار کړی چې یو یې خداګواه نومېږي او په افغانستان کې یې فلم اخیستل شوی و. په دغه فلم کې له سري دیوې سره امیتابچن کار کړی دی.

خو د دې په مشهور فلمونو کې چاندني، لمحه، مستر اندیا او نګینه د ډېرو هندیانو نه هېرېږي.

سري دیوې وروستی ځل په ۲۰۱۷ م کال په مم فلم کې ولیدل شوه.

سري دیوې د اویایمې لسیزې په پای او اتیایمه لسیزه کې د شهرت اوج ته ورسېده.

د هند حکومت دې ته په ۲۰۱۳ م کال د پدما شیري میډال ورکړی و چې په هندوستان کې څلورم مهم دولتي میډال دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب