تاند/ چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۱۳مه/ د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو ګډه غونډه د ایران په دوغارون ازادې سیمې کې جوړه شوې چې پکې د دواړو هېوادونو سوداګرو او اقتصادي فعالانو ګډون کړی دی.
ياده خونه وايي، په دې غونډه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، ګډو پانګونو، صنعتي همکاریو او د سوداګرۍ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې شوې دي.
د افغانستان او ایران د ګډې خونې اجراييوي رييس پروېز حیدري ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنیو سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړول یې له مهمو موخو څخه دي چې، د دې هدف ترلاسه کول د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو همکارۍ او ګډو هڅو ته اړتیا لري.
په ورته مهال، د کندهار د کانونو او صنایعو خونې رييس سید سرور اماني له ایراني پانګهوالو غوښتي چې د افغانستان د کانونو، صنعت او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
د دوغارون ازادې سیمې مسوولینو هم د افغان پانګهوالو د ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دغه سیمه د تولید، پروسس، بستهبندۍ او صادراتو لپاره مناسب ظرفیتونه لري.