Homeخبرونهڅېړنه؛ د مغز د ځوان ساتلو لپاره هره ورځ د مومپلیو خوړل...

څېړنه؛ د مغز د ځوان ساتلو لپاره هره ورځ د مومپلیو خوړل ګټور دي

تاند (چهارشنبه ، د لړم/ عقرب ۱۳ مه)  په هالنډ کې یوې طبي څېړنې ښودلې چې که هره ورځ څوک مومپلي (ممپلي) وخوري ښايي د عمر لهه زیاتېدو سره د هغه د مازغو د روغتیا او حافظې په ساتلو کې مرسته وکړي.

د هالنډ د ماستریخت پوهنتون د روغتیايي مرکز په څېړنه کې ۳۱ روغ کسان شامل وو چې عمرونه یې له ۶۰ تر ۷۵ کلونو پورې وو. دغو کسانو ته د ۱۶ اوونیو لپاره هره ورځ د ۶۰ ګرامه مومپلیو د خوړلو سپارښتنه شوې وه.

څېړونکو وموندله چې د مومپلیو خوړلو د دماغ په ښي اړخ کې د ځینو برخو د انسولین د غبرګون وړتیا ښه کړې ده. انسولین هغه هورمون دی چې د وینې د قند د کچې په کنټرول کې مهم رول لري، خو په مغز کې هم د عصبي حجرو په وده، ژوندي پاتې کېدو او د حافظې په پیاوړتیا کې ونډه لري.

د څېړونکو په وینا، د مومپلیو په خوړلو سره د مغز په هغو برخو کې هم د انسولین پر وړاندې غبرګون ښه شوی چې له حافظې سره تړاو لري.

دوی وايي، مومپلي روغې غوړینې مادې، غذایي فایبر، ویټامینونه، مینرالونه او بېلابېل بیولوژیکي مرکبات لري چې د دماغ روغتیا ته ګټه رسوي. دغه راز، مومپلي د «اېل ارجینین» په نوم مادې ښه سرچینه ده چې د زده‌کړې او حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

تر دې مخکې، په ۲۰۲۵ کال کې د «کلینیکي تغذیې» په مجله کې یوې خپره شوې څېړنې هم ښودلې وه چې د ۱۶ اوونیو لپاره د مومپلیو ورځنی خوراک مغز ته د وینې بهیر زیاتوي.

په هغه څېړنه کې د ګډونوالو مغز ته د وینې بهیر ۳.۶ سلنه او د شفاهي حافظې وړتیا ۵.۸ سلنه ښه شوې وه. وینه مغز ته اکسیجن او غذایي مواد رسوي، څو د هغه فعالیتونه په سمه توګه ترسره شي.

بل لور ته، د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې د کلینیکي تغذیې په امریکايي مجلې کې خپره شوې څېړنه ښيي چې د مومپلیو منظم خوړل ښايي د دوهم ډول شکر ناروغۍ خطر هم راکم کړي.

په دې څېړنه کې ۶۳ روغ کسان، چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۳۳ کلونو پورې وو، په درېیو ډلو وېشل شوي وو. لومړۍ ډلې د شپږو میاشتو لپاره هره ورځ ۲۵ ګرامه مومپلي خوړل، دوهمې ډلې ۳۲ ګرامه یا دوه کاشوغې د مومپلیو کوچ او درېیمې ډلې همدومره د مومپلیو له غوړو جوړ شوي کوچ خوړل.

څېړونکو د څېړنې په پیل او شپږ میاشتې وروسته د ګډونوالو د وینې نمونې واخیستې. پایلو وښوده چې په وینه کې د غوړو اړوند شاخصونو کې تر ۵۱ سلنې پورې بدلون راغلی دی.

څېړونکو وروسته له ۳۵ تر ۶۵ کلونو د ۲۷ زرو څخه د زیاتو کسانو د معلوماتو ارزونه هم وکړه. دا معلومات له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې راټول شوي وو. د دوی د وینې د نمونو له پرتله کولو وروسته څرګنده شوه چې د مومپلیو خوړل ښايي د دوهم ډول شکر ناروغۍ خطر ۱۱ سلنه راکم کړي.

په هر خوراک کې افراط ګڼ زیانونه هم لري. په دې څېړنه کې د مومپلي د ډېر خوراک د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي او دې ته هم اشاره نه ده شوې چې ایا مومپلي د هغو کسانو لپاره چې لوړ کولېسترول لري، څومره مضر یا ګټور دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...