شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په دې ورځ د ترکیې جمهوریت تاسیس شو

په دې ورځ د ترکیې جمهوریت تاسیس شو

تاند- له نن څخه ۱۰۰ کاله پخوا د ۱۹۲۳ کال د اکتوبر په ۲۹ مه د ترکیې جمهوریت تاسیس شو. د ترکیې جمهوریت، چې تر اوسه دوام لري، تر ډېره د مصطفي کمال (اتاترک) د هڅو په نتیجه کې جوړ شو.

مصطفي کمال ته، چې د ترکیې لومړنی ولسمشر دی، تورکان (ترکان) اتاترک یعني د خپل ملت پلار وايي.

د خپلواکۍ تر جګړې وروسته، مصطفی کمال اتاترک په ۱۹۲۳ کې یوه نوې ترکیه رامنځ ته کړه.

د ترکیې لومړني ولسمشر اتاترک تر ۱۹۳۸م کاله پورې د ترکیې مسیر تر ډیره پورې غرب ته واړاوه او سیکولرزم یې د دې هیواد د بنسټ په توګه معرفي کړ. وروسته په ۱۹۴۶م کال کې له ګڼ شمیر ګوندونو څخه جوړه دیموکراسي معرفي کړل شوه. ترکیه په دوهمه نړیواله جګړه کې بې طرفه پاتې شوه.

ترکیې په ۱۹۵۲م کال کې د خپل تاریخې دښمن یعنې یونان ترڅنګ د ناټو تړون غړیتوب ترلاسه کړ چې ډیر ملاتړ یې متحده ایالاتو وکړ، ځکه متحده ایالاتو نه غوښتل چې ترکیه د پخواني شوروي اتحاد لاس ته ولویږي.

اتاترک د ۱۹۳۸ میلادي کال د نوامبر په لسمه نیټه وفات شو هغه د ترکیې جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو مهم انسان دی.

که څه هم په کابل کې د ترکیې د پخواني سفیر اوغوزخان ارطغرل په وینا د ترکیې او افغانستان اړیکې د احمدشاه بابا له وخته پیل شوي خو جدي رسمي اړیکې اتاترک په ۱۰۲۱ م کال د مارچ په لومړۍ نېټه د افغانستان له مترقي پاچا اعلحضرت امان الله خان سره د افغانستان ترکیې د دوستۍ تړن لاسلیک کړ.

د ۱۹۲۱ میلادي کال د جون په لسمه نېټه د افغانستان سفارت په ترکیې کې پرانستل شو او اتاترک په خپلو لاسونو د افغانستان بیرغ د سفارت پرسر پورته کړ. امان الله خان لومړنی بهرنی پاچا و چې د ۱۹۲۸ میلادي کال په  میاشت کې یې ترکیې ته سفر وکړ. ترکیې په دې سفر کې د تخنیکي همکاریو لومړنی موافقه ورسره لاسلیک کړه. له افغانستان سره د ترکیې نژدې همکاریو د دوه نړیوالې جګړې تر پیلېدو پورې روانې وې. د افغانستان او ایران ترمنځ د منځنۍ برخې پوله د ترکیې د را استول شوي پلاوي له خوا له ۱۹۳۴ تر ۱۹۴۵ میلادي کلونو ترمنځ تنظیم شوه. کله چې اتاترک په ۱۹۳۸ لادی کال مړ شو، نو افغانستان یوازینی هیواد و چې د بیرغ په نیم ځوړند کولو سره یې د یوې اوونۍ لپاره په هیواد کې په رسمي ډول ویر اعلان کړ.

1 COMMENT

  1. البته دافغانستان د وخت دولت د غازي امان الله خان په مشرۍ په 1921 کال د مارچ په لومړۍ نېټه د نړۍ لومړنی هېواد وو چې د ترکیې جمهوريت ئې په رسمیت وپېژانده .
    افغانانو د تاریخ په اوږدو کې له ترکانو سره ښه روابط درلودل. د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې شاوخوا 12000 دولس زره افغانان تورکیې ته لاړل او د تورکانو په ملاتړ په خصوصي ډول له مخالفینو سره وجنګېدل او ټولو د شهادت جام نوش کړ. افغان مسلمانو ښځو خپلې ګاڼې تورکانو ته ورولېږلې چې ځان ته پرې وسلې واخلي او له خپله وطنه دفاع وکړي .
    ترکانو د همدې مرستو په نظر کې نیولو سره د افغانستان په تاریخ کې لومړنی روغتون د سناتوریم او بیا د علي آباد په نومونو سره په کابل کې جوړ کړل . د کابل د طب پوهنځي ډبره هم د ترکي استادانو په واسطه کېښودل شوه او د نرسانو د روزنې لپاره یو شمېر افغان نجونې تورکیې ته ولېږل شوې چې بیا د حبیب الله کلکاني یا بچه سقاو له خوا بېرته راوغوښتل شوې او خپلو عسکرو ته جبرې نکاح شوې .
    ترکانو تر ډېره وخته زمونږ ملي اردو روزله ، خو کله چې تورکیه په ناتو کې شامله شوه ، هغوی مجبور شول دا همکاري قطع او افغانستان جبرا د شوروي روسیې خواته د نظامي همکاریو غوښتلو ته اړ کړل شو.
    د 1980 او 1990 کلونو ترمنځ تورکانو د افغانستان له مرکزي دولت سره مخالفت وکړ او برعکس د مخالفینو ملاتړ وکړ. د برهان الدین رباني د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان شمال ځوانانو ته 3000 تحصیلي بورسونه ورکړل او له 2001 نه تر 2021 کلونو پورې بیا د افغانستان د دولت سره همکاري پیل کړه .
    د تالبانو له راتګ سره د افغانستان د جمهوري نظام زرګونه پخواني غړي تورکیې ته پناه یو وړه له هغې جملې نه عبدالرشید دوستم تر ټولو ښه ونازول شو.
    اما له هغو افغان مهاجرو سره چې غواړي د ایران او تورکیې له لارې اروپا ته ځان ورسوي ، ډېر سخت او بېرحمانه دریځ غوره کړی دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب