پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د سکاټلنډي لیکوال جېمز باسویل ورځ

د سکاټلنډي لیکوال جېمز باسویل ورځ

د ۱۷۴۰ كال د اكتوبر په نهه ويشتمه نېټه جېمز باسويل James Boswell د ادنبرا په يوه پخوانۍ سكاټلندۍ كورنۍ كې دنيا ته سترګې رڼې كړې. پلار يې قاضي ؤ او د (Lord of Auchinleck) لقب درلود. باسل ته هم خداى وركړې وه چې دومره لوى لقب په ميراث وررسېدلى ؤ. په اډنبرا پوهنتون كې يې زده كړې كولې خو له هغه ځايه لندن ته وتښتېدۀ. بېرته كورنۍ مجبوره كړ چې كور ته ورشي او تر نژدې څارنې لاندې په كور كې حقوق ولولي. وروسته يې حقوق په هالنډ كې وويل. بيا يې جرمني، ايټاليا او فرانسې ته سفرونه وكړل.

د دې سفر په ترڅ كې يې (Rousseau)،(Voltaire) او د كورسيكا د ټاپو له مشهور جنرال سره وليدل چې د جَنَوا پر ضد يې د دې ټاپو د بلوا مشري كوله. باسويل له هغوى سره له ملاقاته وروسته د خپلو ليدنو – كتنو مفصل نوټونه واخيستل او د دغو مهمو او مشهورو شخصيتونو ژوندليك يې وليكۀ. په ۱۷۶۸ كال كې يې د كورسيكا په هكله كتاب چاپ كړ چې په څلورو ژبو وژباړل شو او په درسته اروپا كې يې دۀ ته شهرت ورپه برخه كړ. په ۱۷۶۳ كې يې چې دى درويشت كلن ؤ له نامتو اديب سامويل جانسن (Samuel Johnson) سره وكتل چې په ۱۷۵۵ كال كې يې د انګليسي ژبې ډكشنري ليكلې وه. د باسويل او جانسن ملګرتوب د جانسن تر مرګه پورې ټينګ ؤ.

په ۱۷۶۹ كې باسويل په ادنبرا كې حقوقي دفتر پرانيست. دۀ د دفتر د كارونو په ترڅ كې چې اوولس كاله يې وساته ليكوالي هم كوله. له يوې خپلوانې سره يې وادۀ وكړ او په عين وخت كې يې له جانسن سره مكاتبې ته دوام وركړ. په ۱۷۷۳كې باسويل او جانسن په ګډه د سكاټلند لوړو او هيبرديس(Hebrides) ته سفر وكړ. دا سياحت د باسويل لپاره لوى برياليتوب ؤ او په نتيجه كې يې په ۱۷۷۵ كې  د سكاټلند لوېديځو ټاپوګانو ته سفر په نوم كتاب خپور كړ.

په ورپسې لسيزه كې يې د لندن د يوې مجلې لپاره شاوخوا اويا مقالې وليكلې. په۱۷۸۴ كې د جانسن له مړينې څلور كاله وروسته باسويل لندن ته ولېږدېدۀ او يو ځل بيا يې حقوقي چارو ته مخه كړه او سره له دې چې الكول به يې ډېر څښل خپل شهكار اثر يې (The Life of Samuel Johnson) په همدې موده كې وليكۀ. د دې كتاب لومړى ټوك په ۱۷۹۱ كې او دوهم په ۱۷۹۳ كې چاپ شو. د هغه په درېم ټوك يې كار كاوۀ چې په ۱۷۹۵ كې په ابدي خوب ويده شو.

         د باسويل آثار

      مقالې او نورې ليكنې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب