پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهمیرویس عزیزي د فوټسال ۱۷ کلنې ملي لوبډلې ته یو میلیون افغانۍ...

میرویس عزیزي د فوټسال ۱۷ کلنې ملي لوبډلې ته یو میلیون افغانۍ ډالۍ کړې

‏تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۰مه) افغان سوداګر میرویس عزيزي د فوټسال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې لوبغاړو ته یو میلیون افغانۍ د جایزې په توګه ټاکلې دي.

نوموړي د دې کار موخه د فوټسال ملي لوبډلې د لوبغاړو تشویق بللی.

عزیزي په اسیاجام سیالیو کې د فوټسال ملي لوبډلې د بریا له امله افغان ولس ته مبارکي ویلې ده.

بل لورته ‏د کرکټ ملي لوبډلې ستوري، راشد خان هم د هېواد د ۱۷ کلنو د کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د آسیا اتلولۍ د ګټلو مبارکي ویلې ده.

راشد خان ویلي، افغانستان اوس د آسیا د فوټسال د ۱۷ کلنو د [کم عمره] لوبډلو اتل دی.

د فوټسال د آسیا د ۱۷ کلنو د کم عمره لوبډلو د اتلولۍ پایلوبه وړمه ورځ ترسره شوه، چې افغان لوبغاړو ایرانۍ لوبډله ماته او د فوټسال آسیا جام اتلولي یې خپله کړه.

د یادونې وړ ده چې، له ۱۷ کلنو کم عمره افغان ملي لوبډله نن شنبه تر تاریخي بریا وروسته هېواد ته راستنه شوه، چې خلکو او د ورزش مینه والو یې تود هرکلی وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...