زه چې له کلونو پردېسۍ وروسته وطن ته تللی وم، په مېلمستون کې له ملګرو سره ناست وم چا ویل پردېسي زور غواړي، چا ویل اسانه ده، چا ویل پردېس معنا له وطنه ورک، چا ویل پردېس معنا بې وطنه سپک، پروفیسر کورناست له خپل همېشني سنجیده عادت سره سم غاړې تازه کړې او ویې ویل:
– په قاموسونو کې د پردېسۍ لغوي معنا بل وطني ده، دا مرکبه سنسکرت کلمه ده، پر یعنې بل او دېس یا دېش یعنې وطن.
په دوی کې یوه هم د پردېسۍ زور نه وو لیدلی ګنې بیا به پوهېدلي وای چې له وطنه ورک خو اسانه دی مګر دا خو بل ډول ورکېده دي، د پروفیسر کورناست خبره مې رد کړه:
– ته ستا قاموسونه پرېږده، پردېسي معنا پردی اېسي.
وایي دا په کوم دلیل؟ ما ویل د دې دلیل به هم د پردېسۍ په قاموس کې لټوې، وایي دا څنګه قاموس دی؟ ما ویل دا چې ته پردېس شې په دلیل به یې پوه شې، خپل د کور خلک، خپلوان او ملګري به دې داسې پردی کړي چې په میاشتو کلونو به دې نوم په نامه نه اخلي، سم دم په مړي به دې حساب کړي، یوې پردېسې خو دا غاړه له ښه حاله نه وه ویلې:
پردېسي د اور له ذاته
سرت مه نیم نه سو را پاته
پردېسي غریب ځکه د خلکو پردی اېسي چې له سترګو یې نهام شي، له مجلسونو او غیبتونو یې ووزي، له جنازو او جوماتونو یې ووزي، د دوی تش هغه خلک په یاد وي او خپل یې ګڼي چې «سهار یې کور ویني، ماښام یې اور ویني»، خو چې دا یو یې هم نه ویني هغه که «تر وره الونیا وي که تر غره الونیا وي» ورته پردی اېسي یعنې پردېسي یې ګڼي.
پروفیسر کورناست په ژبپوهنه کې هم ګوتې وهي او کله کله د ایټیمالوجۍ له بوخڅې د کلمو داسې ریښې را وباسي چې د چا په وهم و ګومان کې هم نه وي، ما چې ورته د پردېسي معنا پردی اېسي کړه، ده تر لږ چورت وروسته په خورا ډاډمن انداز وویل:
– یاره ته هم سم وایې خو دا «پردی سي» ته هم ورته دی او د پېښور په لهجه به «پردې شي یا پردېشي» وي چې اصل سنسکرت بڼه یې هم دغه ښکاري.
زه چې پردېسۍ او د خپلو په وینه او مینه او ډوډۍ نمکینه را شریکو ناکړدو سوځولی وم، اوس مې پوره باور شو چې پردېسي هندۍ او سنسکرتۍ نه بلکې سوچه پښتنه ده ځکه چې پردېسي ښځینه کلمه ده او پښتانه ټول “نارینه” دي ځکه یې ښځه غریبګۍ ښه نه اېسي.
پخوا خو به چې څوک له وطنه پردېس شو په کلونو که نه وو په میاشتو خو به نه دی په خپل کور کلي خبر وو او نه به هغوی د ده له حاله خبرېدل، کور کلي ته چې به را ستون شو لکه مړی چې را ژوندی شي، بیا سوکه سوکه د رابطو وسیلې پیدا شوې، اوس خو ساینس رحمه الله علیه د انټرنیټ په اوږو نړۍ په یوه کوټه بدله کړې، پردېسي یې تقریباً په خپلدېسي بدله کړې ده او پردېسي ماما د موبایل د یو کلیک په فاصله دی خو بیا هم خلکو ته پردی اېسي او بیا هم له خپلو پردې شي، نه یې څوک ښادۍ او نه یې بلې خوشالۍ ته غواړي.
څومره چې د دې نړۍ پر سر د ژوند تاریخ اوږد دی همدومره د پردېسۍ تاریخ هم دی، نه یواځې انسانانو د ښه ژوند په تمه خپل ټاټوبي پرېیښي او پردېسیو ته یې مخه کړې ده، بلکې حیوانانو او مرغانو هم د خپلې بقا لپاره پردېسۍ زغملې دي.
پردېسي په دې هم ډېر زور غواړي چې هم په خپل وطن کې له خلکو پردی شي (پردې شي) او هم د کوربه ملک د خلکو پردی اېسي، ځکه چې خپل خلک یې ویني نه او پردي یې لیدل نه غواړي خو روح یې هره شېبه د وطن جامې اغوستې وي او د وطن په کلیو، کوڅو او کورونو، په دښتو او باغونو کې ګرزي او د خپل پردېسي لپاره کچکول په غاړه د خپلوۍ خیرات غواړي.
ګوره چې دا پردېسي له کومو اجزاوو جوړه ده، له وطنه د ورک پردېس زړه تر ګل هم نازک او نرم کړي خو په کور وطن کې د پاته خلکو زړونه داسې تر کاڼي کلک او سخت کړي چې د سترګو په رپ کې پردېسي «یار تر کوڅه تېر کړي او رنګ یې هېر کړي»، خو هو ټول خلک داسې نه دي چې پردېسي ورته پردی اېسي، خپله خو یې یادوي چې یادوي مګر بل څوک یې چې یاد کړي هم زړه یې ورسره اوبه شي، دا زړه یو د مور دی او بل د معشوقې:
پردېسۍ څوني ازاد کړې
ما ژړل چې به چا یاد کړې
پردېسي د خپل وطن له خلکو پردی شي او د خلکو پردی اېسي خو بیا هم پیسې په پور اخلي او د پردېسۍ معشوقې تر نااشنا غېږې ځان رسوي، پردېسي په انسان د خپلې خاورې د خپلوۍ، سکون او خوشالۍ د بېلتانه ترخې اوبه څښي، د خپل ماشوماتوب د یادونو له کوڅو یې په زوره باسي او د خپل ټولنیز او کلتوري لاشعور له جنته یې شړي خو بیا هم ورته تیار وي ځکه چې کله کله د لوږې بلا او کله کله د جنګ ښامار د انسان د ارمانونو کډه د پردېسۍ په اوښانو بار کړي او تر تورو غرونو یې واړوي او تر تورو اوبو یې پورېباسي:
څوک په رضا له ملکه نه ځي
یا ډېر غریب شي یا د یار له غمه ځینه
پردېسي به دومره ګرانه نه وای خو په هر څه کې د پردېسۍ “ملاوټ” او “ټچ” دومره زیات شوی دی چې که نه ژاړې هم وبه ژاړې. که موسیقي اورې هم ټولې سندرې له پردېسۍ ډکې دي، که کوم سیاستوال اورې هم وایي به زموږ د وطن په میلینونو خلک په پردیو وطنونو کې پردېسان دي، که د لاریو او ټرکونو شاته ګورې هم نو «پردېسي جانان»، «پردېسي کوتره»، «پردېسي ته بد مه وایه»، «پردېس ته ځم راپسې ژاړه» او داسې په لسګونو شیان به یې پر لیکلي وي، اخر سړی حیران شي چې څنګه له پردېسۍ ځان خلاس کړي، یو حل یې شته هغه دا چې د نړۍ زورور او شتمن ټول د خپلو اعلی جنتونو د جوړولو لپاره د نورو ادنی جنتونه په دوزخ بدل نه کړي، پردېسي به پخپله د ژوند له قاموسه داسې ووزي چې له کاییناتو بهر اې ای به یې هم پیدا نه کړي.
17 اکتوبر 2025م کال
ویرجینیا- امریکه