Homeخبرونهطالبانو تردې دمه د تېرکال ۷۹ سلنه حاجیانو ته ۹۰ میلیونه افغانۍ...

طالبانو تردې دمه د تېرکال ۷۹ سلنه حاجیانو ته ۹۰ میلیونه افغانۍ بېرته ورکړي

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۰مه) د طالبانو د حکومت ‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي،چې د تېر کال حاجیانو ته د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍبشپړېدو ته نږدې شوې ده.

یاد وزارت زیاتوي چې، تېر کال حاجیانو د حج له لګښتونو اضافه شوو پیسو د ورکړې لړۍ درې میاشتې وړاندې پیل شوې، چې له مخې یې هر حاجي ته ۳ زره ۹۳۶ افغانۍ بېرته ورکول کیږي.

یاد وزارت لیکلي چې، د تېرې پنجشنبې تر ورځې ۷۹ سلنه حاجیانو ته شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانۍ بېرته ورکړل شوې دي.

سرچینه دغه راز زیاتوي، چې د حاجیانو خدمت یې شرعي مسؤلیت دی او د اضافي پیسو ورکړې لړۍ به تر بشپړېدو پر مخ وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...